لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانه مشره چې د طالبانو په واکمنۍ کې له هېواده ونه وتله، وایي "که په سخت وخت کې پاته نه شم څوک به پاتېږي؟"


واشنګټن ـــــ د 2021م کال د اګست 15مه د مرسته کوونکې ادارې افغاني سرې میاشتې ټولنې د مشرې ډاکټرې نیلاب مبارز لپاره د کار یوه عامه ورځ وه او هغه په خپل دفتر کې وه چې کابل ته د طالبانو د ور ننوتلو خبر ورکړل شو.

افغان ریډ کریسنټ یا افغاني سره میاشت ټولنه په ټول افغانستان کې تر 2000 زیات رسمي کارکوونکي لري، خو له دې پرته څو زره افغانان ورسره په رضاکارانه توګه هم کار کوي.

مېرمن نیلاب مبارز د خپل کار د وروستۍ ورځې په اړه وي او اې ته وویل، "موږ د سهار پر 11 بجې خپله انتظامي غونډه وکړه او وروسته مو د خپلې ادارې يو شمېر کارونه وکړل."

هغه وایي د غرمې شاوخوا 12 بجې وې چې یوې همکارې یې ورته په موبایل ټیلیفون د یو چا ور لېږل شوی پیغام ور ښکاره کړ چې لیکلي یې وو، "جمهوریت سقوط وکړ، طالبان ښار ته را رسېدلي دي".

هغه څه چې وروسته وشول د طالبانو له راتګ سره د افغانستان هغه ټولې ادارې په بشپړه توګه ختم او ناکاره شوې چې د نړیوالو په بېسارې مرسته جوړې شوې وې. له 2002م تر 2021م پورې امریکې، یورپي اتحاد او یو شمېر نورو هیوادونو او نړیوالو تنظیمونو په اربونو ډالر د افغانستان د ریاستي ادارو پر جوړولو لګولي وو.

نیلاب مبارز له تعلیمي پلوه یوه سرجن ډاکټره او پبلک ایډمنسټرېټره یا اداري منتظمه ده خو هغه په 2017م کال کې د افغاني سرې میاشتې ARCS مشره وټاکل شوه، دې چوکۍ هغې ته اجازه ورکړه چې د جګړې دواړو خواوو ته کار وکړي او حتی د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته هم بشري مرستې ورسوي.

د کابل د سقوط په ورځ د تېر حکومت اکثره اعلی سرکاري چارواکي، وزیران، د پارلمان غړي، قاضیان او والیان هم وروسته له هغه د کابل هوایي ډګر ته ورسېدل چې ولسمشر اشرف غني له خپلې مېرمنې او نیژدې ملګرو سره په هیلیکاپټر کې له هېواده لاړ، خو مېرمن مبارز په هېواد کې د پاتېدو پرېکړه وکړه.

ډاکټره نیلاب مبارز د امریکې په پوځي الوتکو کې په ګډوډۍ سره د لسګونه زره افغانانو د وتلو په اړه وویل: "د تېر کال په اګست کې چې په کابل هوايي ډګر کې څه وشول دا زموږ د ملي وقار لوی سپکاوی وو".

امریکايي چارواکي له افغانستانه تېر کال د خلکو را ایستل د خپل پوځ تر ټولو لوی بریالي عملیات ګڼي او وایي دغه افغانان- چې د طالبانو له ممکنه خطر سره مخ وو- اوس په امن کې دي.

د طالبانو پر حکومت تور لګېږي چې د عمومي بخښنې له اعلان سره سره یې د تېر افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ځینې غړي په نخښه کړي او وژلي دي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

مېرمن مبارز وایي دې ته هم تر سقوط وروسته له افغانستانه د وتلو وړاندیز شوی وو، خو وایي دې ورته انکار وکړ:

"یو بهرنی پوځ څرنګه کولای شي په داسې له سپکاوي ډک حالت کې د یو هیواد په زرګونو خلک له پاسپورټ او ویزې پرته په الوتکو کې وباسي؟".

ډاکټره مبارز وایي، "دا زما وطن دی، که زه په سخت وخت کې ورسره پاتې نه شم څوک به ورسره پاتېږي؟"

پټ ژوند:

مېرمن مبارز د طالبانو په واکمنۍ کې تر یو کال زیاته موده بې روزګاره او د خپل بوډا پلار په خدمت کې تېره کړه چې په تېر حکومت کې مرستیال وزیر وو، خو لا هم پر خپله پرېکړه ټینګه ولاړه ده چې وطن به نه پرېږدي. هغه وایي:

"طالبانو له ما سره تماس نه دى نيولى، خو د سرې میاشتې دفتر له کارکوونکو سره د لیدو په وخت یې دا پوښتنه کړې وه، چې يوه ښځه څنګه د يوې لويې ادارې مشري کولاى شي؟".

د طالبانو مشران او د حکومت په کابینه کې یواځې نارینه دي او هغه ټول د طالبانو د ډلې کسان دي، خو د ښځو تعلیم او کار یې په تېرو پینځلسو میاشتو کې ډېر محدود کړي دي.

افغانستان یواځینی هېواد دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې نجونه له مډل سکولونو او ښځې له ولسي پارکونو، د لوبو له مرکزونو او په ټیلیویژنونو کې له ماسک پرته له را ښکاره کېدو څخه منع کړل شوې دي.

مېرمن مبارز ته په دې وروستیو کې د هغې یوې ملګرې وویل چې د طالبانو یوه چارواکي له کوم وضاحت پرته د هغې د موټر چلولو د لایسنس د نوي کولو درخواست رد کړ، خو هغه بیا هم په تر وخت تېر لایسنس باندې په کابل ښار کې موټر چلوي.

طالبانو په رسمي ډول پر ښځینه موټر چلوونکو بندیز نه دی اعلان کړی، خو داسې ښکاري چې که تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته سکولونو ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي، ښځې هم د موټر چلولو اجازه نه لري.

د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو په افغانستان کې ښځې له ولسي ځایونو په بشپړه توګه ختمې کړې دي، خو مېرمن مبارز وایي:

"دلته زما شته والی ځینو ښځو ته امید او زړورتیا ورکوي. دا یو ثبوت غوندې دی چې زه له بهره د تنقید پر ځای دلته په عمل کې له دوی سره ژوند کوم".

نیلاب مبارز هم د ښځو د حقونو د ځینو نورو افغان فعالانو په څېر وايي، د افغان ښځو په ژوند او اوسني حالت کې هر ډول بنیادي بدلون باید په افغانستان کې دننه راشي. هغه وایي:

"یواځې یوه رښتینې لویه جرګه- چې لږ تر لږه 30 فیصده ښځې پکې ګډون وکړای شي- د افغانستان د راتلونکي لپاره اییني-قانوني لاره جوړولای شي".

دا ډول لاره د طالبانو په اوسني حکومت کې ناممکنه ښکاري ځکه چې د طالبانو مشران وایي د حکومت کولو لپاره د خلکو رایو یا ووټونو ته نه بلکې یواځې اسلامي شرعي قانون ته اړتیا لري.

مېرمن مبارز وایي، "دا به یوه اوږده او له ستونځو ډکه لاره وي، خو موږ یواځې په استقامت او کلکه اراده سره ورباندې مزل کولای شو".

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG