لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي جنرالان شپه په شپه څنګه مالداره کيږي؟


واشنګټن- پاکستاني خبريال احمد نوراني د پوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه د کورنۍ په شپږ کاله کې د مالداره کېدلو په اړه ليکلي چې د ځان سره سره يې د زوی په وجه د نږور کورنۍ هم بيلنير کړې ده.

خبريال چې د پاکستاني استخباراتي ادارو له ويرې د هېواد نه بهر ژوند کوي په انلاين ميډيا فيکټ فوکس کې د فيډرل بيورو اف ريوينيو (ايف بي ار) د سرچينو د مخه ليکلي په تېر شپږ کاله کې چې جنرل باجوه د پوځ مشر پاتې شو د هغه غزېدلې کورنۍ په فراخه توګه مالداره شوې او په نړيواله کچه يې کاروبارونه پيل کړي دي.

خو فيکټ فوکس د دې خبر د خورولو وروسته په پاکستان کې تړل شوې البته د پوځ مطبوعاتي څانګې اي ايس پي ار د خبر ترديد لا تايید نه دی کړی. احمد نوراني وايي پوځي چاواکو يې پوښتنو ته تر درې ورځې د انتظار باوجود هم ځواب نه دی ويلی.

د خبريال تر مخه د جنرل باجوه او د زوي د سخر صابر “ميتو” حميد کورنۍ نه يواځې د پاکستان په بيلا بيلو ښارونو او هاوسېنګ سکيمينو، زرعي ځمکو او کاروباري مارکيټونو کې جايداد جمع کړو بلکې په بهرني ملکونو کې يې ګران بيه جايدادونه هم اخستي دي.

د جنرل باجوه د کورنۍ جايدادونه

احمد نوراني ليکلي په دې جريان کې يوه پېغله ماه نور صابر شپه په شپه بيلينير شوه څوک چې د مالدارېدو نهه ورځې وروسته د جنرل باجوه نږور جوړه شوه. البته د يادې جينۍ نورې خويندې هم په خپل حال وې او پاتې دي.

د دې وړاندې د ماه نور صابر پلار صابر ميتو حميد يو کامياب کاروباري وو خو دومره مالداره نه وو څنګه څنګه چې د رشتې خبرې روانې وې او ورسره ورسره د جنرل باجوه د پاکستاني پوځ د مشر کېدو امکان څرګندېدو نو ښاغلی صابر نور نه نور مالدارېدو.

ماه نور صابر د ګوجرانواله په ډېفنس هاوسېنګ اتارټي (ډي ايچ ای) کې اته پلاټونه او په کانسټيټيوشن ون ګرينډ حيات کې يې اپارټمېنټ په کال 2018 کې په خپل نوم کړل.

دا مبهم سکيم پخواني متنازعه چيف جسټس ثاقب نثار قانوني کړی وو. د ماه نور پلار د پاکستان نه سرمايه بهر هېوادونو ته په انتقالولو هم تورن دی د چا سره چې د جنرل باجوه کورنۍ شريک کاروبار هم کوي.

د جنرل باجوه ښځه عايشه هم شپه په شپه بيلينير شوه، غټ غټ فارم هاوسیز او پلاټونه يې په لاهور، کراچۍ، اسلام اباد او نورو ډي ايچ ای سکيمونو کې واخستل.

د خبر تر مخه فيډرل بيورو اف ريوينيو ورته خبرداری ورکړی وو چې پوره اثاثې يې نه دي ښودلې خو کوم قانوني ګام يې په خلاف لا نه دی پورته شوی.

د جنرل باجوه د کورنۍ په اړه د تازه رپورټ په خورېدو پخواني سنېټر فرحت الله بابر په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي:

“دوه لسيزې وړاندې مې په سينټ کې وپوښتل چې د دفاع افسران خپلې اثاثې ښکاره کوي؟ ماته وويل شو دا راز دی او چپ شه. دوه کاله وړاندې مې د ار ټي ايي د فورم د لارې پوښتنه وکړه چې درې ستوري او نور لوړپوړي جنرالانو ته د ريټايرمېنټ نه وروستو کوم مراعات ورکوي زه بيا په چپ کړل شوم چې دا د دفاع مسله ده. دا چغې به تر تله روانې وي”.

د يو بل باجوه جرنيل جنرل عاصم سليم باجوه- څوک چې د پوځ پخواني وياند او بيا د کوټې کور کمانډر پاتې دی- خلاف هم مېډيا رپورټ کړل چې کورنۍ يې بيلينير شوې او په خاصه توګه د پاپا جونز پيزه بې شمېره دوکانونه لري خو د هغه خلاف هم هيڅ قسمه پلټنې تر اوسه نه دي شوي. جنرل عاصم باجوه په جنرل پيزه او جنرل پاپا جونز هم مشهور شوی دی.

خبريال احمد وقاص ګورايه په ټوېټر ليکلي “وړومبی د جنرل عاصو سليم باجوه ښځه ارب پتي وه اوس د جنرل قمر جاويد باجوه ښځه عايشه امجد باجوه او نږور ماه نور صابر ارب پتيانې دي. جنرالان ټول مالونه لوټي او د ښځو او بچو په نوم کوي يې. د دوی د کورنیو ښځې او بچي هم د دوی سره په دې جرم کې ککړ دي”.

يو بل خبريال او څېړونکي يوسف نظر په ټوېټر ليکلي “د پاکستان رياست يو مجرمانه کاروبار ته راپرېوتی او د جايداد (د ورکړه راکړه) نه چاپېره ګرځي. ولسي واک د ده په نظر کې نشته او د رياست مثال د ټايټانېک دی. يواځې په غټه کچه سمول دا د راپسر تباهۍ نه ژغورلی شي او دا به هم د وخت وښيي.

د پوځ تېر جنرالان څنګه وو؟

دي اکنامک ټايمز د واشنګټن پوسټ د يو خبر په اساس وايي د پاکستاني پوځ د پخواني مشر جنرال اشفاق پروېز کياني ورور د اسلام اباد په هاوسېنګ سکيم په سکينډل کې په اربونو روپۍ وهلې دي البته تر اوسه يې خلاف کومه عدالتي پرېکړه مخې ته نه ده راغلې.

خو په سوشل مېډيا دا خبر نزدې د هر چا په خوله دی چې جنرل کياني په اسټريليا کې د ريټايرمېنټ نه وروسته ځانله د اوسېدو د پاره بېل ټاپو لري. د دې دعوې ترديد نه د پاکستان پوځ او نه د کياني کورنۍ تر اوسه کړی دی.

د اکنامک ټايمز معلومات وايي، دا داسې هم نه ده چې پاکستاني جنرالانو او نورو پوځي افسرانو ته ځانګړي مراعات نه ورکړل کيږي لکه د مثال په توګه جنرل راحيل شريف ته د لاهور سره نزدې 100 ايکړه زرعي ځمکه ورکړل شوه خو د بېلو بېلو جنرالانو تاريخ او کردار بېل بېل دی.

د ياد رپورټ تر مخه جنرل پروېز مشرف چې کورنۍ يې د هند د تقسيم سره سمه پاکستان ته د مهاجر په حيث راغله د ريټايرمېنټ نه وروستو 30 قيمتي جايدادونه لري چې د پاکستان نه پرته په منځني ختيځ او لندن کې هم په ګران بيه ځايونو کې جايداد لري.

د واشنګټن پوسټ د تحقيق تر مخه د 1990 په لسيزه کې د پوځ د هغه وخت مشر جنرل اسلم بيګ او د استخباراتي ادارې اي ايس اي مشر جنرل اسد دراني په افغانستان کې د هند د اثر د ختمولو د پاره پخپله د منشياتو کاروبار پيل کړو چې نه يواځې دا جهاد په افغانستان کې روان وساتي بلکې نورې نړۍ ته يې هم خور کړي.

جنرل مرزا اسلم بيګ د پاکستان عدالت او ميډيا ته دا منلي وو چې د ای ايس ای په لاس يې نه يواځې د بېنظير بهټو خلاف ای جې ای اتحاد جوړ کړی وو بلکې د دې اتحاد غړو ګوندونو ته يې په کروړونو روپۍ هم د انتحاباتو د پاره ورکړې وې.

خبره يواځې د پوځي جنرالانو نه ده بلکې د پاکستان د سمندري ځواک يو مشر نيول چيف ايډمېرل انوارلحق د جنرل مشرف په دور کې د فرانس نه د سمندري سب ميرين اخستلو په ډيل کې د رشوت په اخستلو کې سزا کړل شو او په زور د خپلې عهدې نه لرې کړل شو. د هغه ټول مراعات او پينشن سرکاري کړل شول او ټول کاروبارونه يې وتړل شول.

خو د مېډيا رپورټونو تر مخه د پاکستان د پوځي مشرانو غلاګانې د ډېر پخوا نه لکه د مارشل لا ايډمينېسټريټر جنرل ضياالحق او د هغه وخت د ای ايس ای د مشر اختر عبدالرحمان د وخت نه راروانه ده.

د اکنامک ټايمز رپورټ دا هم ليکلي د امريکا د هغه وخت د ولسمشر رونالډ ريګن حکومت په دې د تنقيد سره مخ وو چې په دې يې سترګې پټې کړي چې نه يواځې د جنرل ضياالحق کورنۍ او ځينې پاکستاني پوځي افسران د نشيي توکو په خاصه توګه د اپيمو د نوښت هيروين او تر څه حده د چرسو بهر نړۍ ته په قاچاق کولو کې ککړ دي بلکې د جنرل ضيا د وخت د ای ايس ای مشر اختر عبدالرحمان او نور ډېر پوځي چارواکي په افغانستان کې د شوروي اتحاد خلاف د افغان جنګيالو د جهاد د پاره د پاکستان په لاس د بهرنۍ مالي مرستو د لېږلو د پټولو په سر هم تورن دي.

اې اين ای خبري ادارې د سويټزرلېنډ د بينک کرېډېټ سوېزې د ريکارډ په حواله ليکلي د اختر عبدالرحمان اثاثې د ملک نه بهر ته انتقال شوې وې چې د جنرالانو د غلاګانو غمازي کوي.

د پاکستاني مېډيا د رپورټونو د معلوماتو په اساس د جنرل ضيالحق او جنرل اختر عبدالرحمان کورنۍ په ننني پاکستان کې غټ غټ کاروبارونه لري.

د دواړو جنرالانو د کورنیو په اړه ميډيا ليکلي چې د پاکستان د جوړېدو په وخت د هند نه مهاجرې شوې وې.

د پښتونخوا د پخواني ګورنر جنرل فضل حق چې د جنرل ضيا په مارشل لا کې د پښتونخوا واکمن وو، د هغه ورور هم د نشيي توکو په قاچاق کې د نړيوالې ادارې اينټرپول د څار په نوملړ کې وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG