لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ ممبر په ګډون نور غړي هم د ګوند څخه وويستل


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چيرمېېن محمود خان اڅکزی خبري غونډه
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چيرمېېن محمود خان اڅکزی خبري غونډه

د پښتون ملت پاله ګوند [پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ] مشر محمود خان اڅکزي د ګوند څخه د صوبايي اسمبلۍ ممبر په ګډون د نورو غړو ويستلو وويل او زياته يې کړه دغو غړو د ګوند د ايين سرغړونه کړې ده. خو ويستل شوو مشرانو عهده دارو غړو د وړاندې نه ويلي دوی د غېر اييني لارې د ګونده ويستل شوي دي.

د پښتونخوا مېپ مشر محمود خان اڅکزي نن د خالي/ شنبې په ورځ [26نومبر] په کوټه کې د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې خبري غونډې ته وويل چې په 23 او 24 نومبر په کچلاغ کې مخکني سکرټري جنرل مختار خان يوسفزي د مرکزي کمېټۍ غېراييني غونډه رابللې ځکه يې په دغه غونډه کې د ګډونوالو د د ګوند څخه ويستلو پرېکړه وکړه.

هغه وويل دغه پرېکړه د ګوند د مرکزي اېکزېکيټو په مشوره وشوه، او زیاته يې کړه د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زيري په ګډون د بلوچستان او سیند صوبې د نورو عهده دارو بنيادي رکنيت ختم کړی شو او د خېبرپښتونخوا صوبايي اېګزېکټيو هم ماته کړی شوه.

ښاغلي اڅکزي دغه اعلان په داسې حال کې وکړو چې دوه ورځې وړاندې د مختار خان يوسفزي په مشرۍ د ګوند د نورو ځينو ويستل شوو غړو غونډه شوې او د دوی د ويستلو پرېکړې ته غېر اييني ويلي وو.

د ګوند سيکرټري جنرل مختار خان يوسفزی او د هغه سره د خېبرپښتونخوا صوبايي خورشيد کاکاجي او نور عهده دار په 19 نومبر ويستل شوي وو، له دغې وړاندې د ګوند مرکزي سېکرېټري اطلاعات رضا محمد رضا او مرکزي سېکرېټري عبيدالله بابت د ويستلو اعلان هم شوی وو.

هغه وخت ويل شوي وو ياد کسان د پارټۍ د ايين او قانون ضد لاره خپلولو، په ګوند کې د بې اتفاقۍ خپرولو او ځان ته يې د جلا ګوند د جوړولو د پلان په تور ويستل شوي دي.

خو مختار خان يوسفزي ویلي، چې دوی پر نظرياتي اساس د ګوند د مشر پر تګ لاره، او د افغانستان په اړه د ګوند د مشرد دريځ د بدېلېدو پوښتنې راپورته کړې ځکه د چيرمېن له لوري دغه ګام پورته کړی شو.

خو محمود خان اڅکزي نن وويل هغه څو ځله د ګوند مشران په سرغړونو کولو پوهه کړي خو دوی نه دي ګرځېدلي او د افغانستان په اړه د پاليسۍ بدلولو پوښتنې په ځواب کې يې وویل، دوی پاکستان خپل ملک او افغانستان مادر وطن بولي او زياته يې کړه د پاکستان او افغانستان حالات ډېر خطرناک دي په اقتصادي او نورو حوالو.

هغه وويل د افغانستان او پاکستان اړيکې د دوه مسلمان هېوادونو دي او د هغې دپاره به پاکستان ته د افغانستان د پينځمې صوبې او سټراټيجيک ډيپت څخه ګرځېدل وي. نوموړي زیاته کړه په دغه اړه به نورې تفصیلي خبرې په دوېم دسمبر وکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG