لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: وسله والو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي


د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعې لکي مروت کې د وسله والو سره جګړه کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او د یو افسر په ګډون دوه نور ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان په پوځ د برید زمه واري منلې ده.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر دې مهال څه نه دي ویلي خو د لکي مروت پولیس د وسله والو او پوځ ترمینځ دا نښته تایيدوي او وایي دا نښته تیره ورځ د لکي مروت ګمبیلا پولیس تاڼې حدودو په درګه سیمه کې شوې وه، او نن هم په سيمه کې عمليات دوام لري.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وویل پولیس او نورو امنيتي ځواکونو ته د ترهګرو د شتون خفیه اطلاع شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

هغه وویل کله چې بيا تیر ماښام د علاقې پوليس، د سي ټي ډي اهلکار او نورو امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او تر وسلوالو یې ګېره چاپیره کړه نو وسلوالو پرې ډزې پېل کړې.

هغه وویل په دې نښته کې د پاکستان د پوځ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره مالومات یې نه لري.

د پاکستان پوځ په خپله په دې اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي په نښته کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر حوالدار چنګېز او جې سي او قاسم وژل شوي او د پوځ یو افسر لیفټیننټ بلال په ګډون دوه نور ژوبل شوي دي.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وویل تر دې برید وروسته وسله والو لکي مروت په صدر پولیسو تاڼه برید کړی خو د برید پرمهال بولیس عسکرو چمتوالی ښودلی او په چټک ځواب ویلو سره دا برید په شا تمبول شوی دی.

هغه زیاته کړه په دغه پیښه کې پولیسو ته کوم ریان نه دې اوښتی او نه یې برید کونکو ته زیان اړولو کوم مالومات ترلاسه کړي دي.

نوموړي وويل، د پېښې وروسته په علاقه کې په لویه کچه د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې لس ورځې وړاندې هم په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو، د دغه بريد ذمه واري هم تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

وزيراعظم شهباز شریف په لکي مروت کې پوليسو باندې دا بريد غندلی او ويلي يې وو، "ترهګري اوس هم د پاکستان يوه مهمه مسله ده، زمونږ وسله والو ځواکونو او پوليس د دې په زړورتیا سره مقابله کړې ده".

د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر محمود خان هم دې پېښې نوټس اخستی وو او د پوليسو په وژنه يې د افسوس څرګندونه کړې وه.

د دغه پېښې وروسته د خېبرپښتونخوا پوليس مشر معظم جاه انصاري په خپله لکي مروت ته بېړنی سفر کړی وو، د ترهګرۍ د پېښې نوټس يې اخستی وواو ویلي يې وو "شرخوښي به په دغه ډول بريدونو د پوليسو حوصلې ماتې نه کړي، په پولیس بريد کې ککړ شرخوښي به ونيول شي او د قانون منګولو ته به راوستل شي".

هغه ويلي، "د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه به د اخري ترهګر د ختمولو پورې روانه وي ".

لکي مروت د خېبر پښتونخوا هغه جنوبي ضلع ده چې پولې یې د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان، بنو او ټانک ضلعې ترڅنګ د پنجاب میانوالي ضلعې سره لګیدلي دي. او په 23 نومبر پولیس په لکي مروت ضلعې کې د یو ترهګر د د وژل کېدو دعوه کړې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG