لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي بانک په ۲۰۲۳ کال کې ۲۳ فیصدو ته د ګرانۍ د زیاتېدو اټکل کړی


د پاکستان مرکزي بنک د سېلاب له کبله د فصلونو تباهي، اقتصادي وروالې او په ملکي او نړيواله کچه د رسد د ستونزو له امله په هېواد کې د لا نورې ګرانې اندېښنه ښودلې او په یوې خپره کړې اعلاميه کې یې ویلي چي د خوراکي توکو د مخ په سېوا کېدونکو بېعو له امله مالي کال 2023 کې د ګرانې کچه 23 فيصدى ته زياتېدې شي.

د پاکستان مرکزى بنک ددې ترڅنګ د روپۍ کمزوري او د فنانسنګ خرابه وضع هم د هېواد لپاره يوه ستره ننګونه بللې ده.

د پاکستان مرکزي بېنک د سود په کچه کې يو فيصد اضافه پداسې حال کې کړې ده چې د هېواد د بهرنۍ زر مبادلې ذخيره 7.8 ارب ډالره ته ښکته شوې چې د يوې مياشتې د درامداتو لپاره ناکافي بلل کېږي.

بلخوا په بېنک کې د ډالر قدر هم په پرلپسې توګه په زیاتېدو دی او د مرکزى بېنک ترمخه په انټر بېنک کې پرون د يو امريکايي ډالر نرخ 223.92 روپۍ او په پرانستي مارکېټ کې 231 روپیو ته پورته شوې دې.

د پاکستان مرکزى بېنک د زري پاليسې کمېټۍ د جمعې د ورځې په خپله غونډه کې د سود شرح د 15 فيصدى څخه 16 فيصدى ته پورته کړې چې ځنې اقتصاد پوهان یې غوره او ځینې یې ناسمه پرېکړه بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه پدې اړه ډيوه سره خبرو کې وايي په پاکستان کې د ګرانې درې څلور علتونه دي.

ده ویلي پدې کې يو په نړيواله کچه د تېلو لوړې بېعې، د خوراکي توکو زيات طلب او د امريکايي ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ د قدر کمېدل شامل دي.

ښاغلې سلمان شاه وویل کله چې د سود کچه لوړه شي نو له دې سره روپې قدر مومي او ګراني قابو کېږي خو دې دا اندېښنه هم ښيي چې ددې په نتیجه کې اقتصاد ورو کېږي او چې وروسته د غربت او بې روزګارې علت جوړېږې.

د پاکستان د حکومت لخوا د سېلابونو له امله د اوښتې نقصان په جاېزه رپورټ کې ویل شوي چې په مالي کال 2023 کې به د اقتصادي ودې کچه 2 فيصدى وي او د جارى کهاتې خساره هم د کل قامي امدن 3 فيصدى ته د رسېدو امکان دې.

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت د ورستيو سېلابونو له کبله د هېواد اقتصاد ته د اوښتي زيان اندازه 30 ارب ډالره لګولې ده.

اخوا ځنې اقتصادي ماهيرين د مرکزى بېنک لخوا د سود په کچه کې د يو فيصد اضافې پرېکړه غېر متوقع ګرځوي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر اشفاق حسن خان له ډيوه سره خبرو کې د مرکزى بېنک دا فېصله غندلې ده او وايي دا يوه غلطه پرېکړه ده چې له امله به یې ګراني، غريبي او بې روزګاري زياته شي.

نوموړي وويل د سود په کچه کې له زیاتوالي سره ګراني نه شي قابو کېدې ولې چې د ښاغلي په قول د ګرانې ستونزه د طلب سره تړلې ده او بله پداسې حال کې ګراني نشي کېدې چې حکومت هره مياشت د بجلۍ او ګېس بېعې په خپله زياتوي.

هغه وايي، د سود په کچه کې له اضافې سره به په پاکستان د ورپورې قرضو پېټې نور دروند شي، بجټ خساره به هم سېوا شي چې نتیجه به یې لا زيات غربت او بې روزګاري وي.

په عېن حال کې د شمارياتو محکمې په خپلو تازه جارى کړي شمېرو کې ویلي چي د هېواد دننه د خوراکي توکو بېعې پرله پسې زیاتېږي او په اونيزه کچه ګراني 0.48 فيصدو څخه زياته شوې ده.

د محکمې ترمخه د ګرانې مجموعي کچه 30.16 ته لوړه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG