واشنګټن ـــــ د پاکستان پوځ په یو بیان کې دعوه کړې ده چې د بلوچستان په کوهلو سیمه کې یې د وسلوالو په ضد د پلټنې عملیات کړي دي، وایي نهه وسلوال یې وژلي او درې نور یې په ټپي حالت کې ژوندي نیولي دي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای ایس پي آر د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د وسلوالې ډلې بلوچ ریپبلکن آرمي د وسلوالو خلاف کړی دی.
د بلوچ ریپبلکن آرمي په نوم تنظیم تر اوسه د پاکستاني پوځ د عملیاتو او په هغوی کې د دوی د نهو تنو وسلوالو د وژل کېدو یا ژوندي نیول کېدو د دعوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د پوځ په بیان کې ویل شوي چې دغه وسلوال د کوهلو په «سیاه کوه» سیمه کې پټ وو او تور یې پورې کړی چې دوی په کوهلو، کاهان او میوند سیمو کې "د ترهګرۍ پلان" جوړاوه.
وایي پوځ د شنبې- خالي په سهار وختي شپږ بجې د دوی خلاف عملیات پیل کړل او د دواړو اړخونو تر منځ د ډزو تبادله هم وشوه، خو دا یې نه دي ویلي چې د وسلوالو په ځوابي ډزو کې پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده که نه.
د تېرې ستمبر میاشتې پر 30مه په کوهلو بازار کې د یو حلوایي پر دوکان بمي چاودنه شوې وه، چې پکې دوه تنه وژل شوي او شاوخوا 20 کسان پکې ټپیان شوي وو.
که څه هم د هغې چاودنې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه وه اخیستې، خو پوځ یې ذمه واري پر بلوچ ریپبلکن آرمي وسلوالې ډلې ور اچولې او وایي په پرونیو عملیاتو کې وژل شویو کسانو پکې لاس درلود.
پوځ پخپل بیان کې دا دعوه هم کړې ده چې وایي دغو وژل شویو وسلوالو د خلکو په تښتونو، په زوره له خلکو د پیسو په اخیستلو، پر امنیتي ځواکونو او د پرمختیایي چارو پر انجینېرانو او مزدورانو په بریدونو کې لاس درلود.
د ای ایس پي آر په بیان کې ویل شوي چې په کوهلو سیمه کې یې په وسلوالو پسې عملیات لا هم روان دي، خو د هغوی یا د پوځي ځواکونو اړخ ته د زیان اوښتو په دې اړه یې نور تازه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.
د بلوچ ریپبلکن آرمي په ګډون څو نور وسلوال تنظیمونه هم له تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو راهیسې د بلوچستان په مختلفو سیمو کې فعاله دي او د پوځ، پولیسو او ملېشه ځواکونو په ګډون یې پر سرکاري ودانیو او پرمختیایي منصوبو هم د ګڼ شمېر بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.
که څه هم د پاکستان پوځ او د بلوچستان حکومت دعوه کوي چې په صوبه کې یې ترهګري ځپلې ده او بشپړ امن یې راوستی دی، خو وخت پر وخت اوس هم وسلوال د بمي او نورو بریدونو په تر سره کولو کامیابه کېږي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور پورې کوي چې په بلوچستان کې د بلوڅو وسلوالو د فعالیت تر شا د ګاونډي هندوستان لاس دی او وایي د دې کار لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي خو دغو دواړو هېوادونو دا تورونه تل رد کړي دي.