لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ نه د مهمو جنرالانو د استعفاګانو رپورټونه مخې ته راغلي


پاکستاني جنرالان
پاکستاني جنرالان

په پاکستان کې رسنیو رپورټونه ورکړي دي چې ددغه هیواد د پوځي سرلښکر په توګه د جنرال عاصم منیر له ټاکل کیدو وروسته دپوځ دوؤ لوړ رتبه مشرانو یا جنرالانو لیفټیننټ جنرال فیض حمید اؤ لیفټیننټ جنرل اظهر عباس دپوځ نه د وتلو پرېکړه کړې ده.

دا دواړه هغه لوړ رتبه پوځي جنرالان دي چې نومونه یې تېره اوونۍ دڅلورو نورو پوځي جنرالانو دنومونو ترڅنګ دپوځ دنوي سرلښکر په توګه د هیواد وزیراعظم ته لېږل شوي وؤ خو وزیراعظم شهباز شریف ددغو شپږو جنرالانو دنومونو څخه دجنرال عاصم منیر نوم دپوځي سرلښکر په توګه غوره کړی ؤ.

پخپله یادو جنرالانو یا دپوځ ادارې ددې دوؤ مهمو جنرالانو داستعفاګانو ورکولو د رپورټونو پخلی یا تردید نه دی کړی خو پاکستان کې ګڼ شمیر صحافیانو دسرچینو له قوله په ټیلي ويژني پروګرامونو کې اؤ په ټولنیزو دعوه کړې ده چې یاد جنرالان غواړي خپلې دندې پریږدي.

داستعفاګانو علت:

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په دې وروستیو کې دنوي پوځي مشر دټاکنې پسر سخت سیاسي جنجالونه راپیدا شوي وؤ .

په ټولنیزو رسنیو په نزدې ورځو کې دعوې کیدلې چې دپخواني وزیراعظم عمران خان ګوند تحریک انصاف دایي ایس ایي دپخواني مشر جنرال فیض حمید دپوځ د نوي سرلښکر په توګه ټاکنې ته لیواله دی خو په مرکز کې ایتلافي حکومت بیا دجنرال عاصم منیر په پلوۍ ولاړ ؤ.

دپوځ نه د استعفا ورکولو په اړه وړومبی رپورټ د لیفټیننټ جنرل اظهر عباس په هکله مخې ته راغلی ؤ خو دخالي یا شنبې په ورځ دجنګ اؤ نیوز ورځپاڼو دپلټنو دڅانګې مشر انصارعباسي دپوځي سرچینو له خولې رپورټ ورکړو چې اوس جنرال فیض حمید هم غواړي نور پوځ پریږدي.

یو پاکستاني خبریال عمرچیمه دعوه کړې ده چې جنرال فیض حمید غوښتل دنوي پوځي سرلښکر په توګه دجنرال عاصم منیر لاره ونیسي اؤ ددې غرض لپاره یې سازباز هم کړی ؤ .

هغه دعوه کړې ده چې جنرال فیض له مخه ویلي وؤ چې جنرال منیر ته به له سلیوټ وهلو پرځائ خپله دنده پرېښودل غوره وګڼي.

عمر چیمه دعوه کړې ده چې جنرال فیض په دې وروستیو کې داسلام اباد په ایف۱۰ سیمه کې دعمران خان دګوند مشرانو سره یوه لېدنه هم کړې وه خو دچیمه ددې دعوې پخلی له بل لوري نه دی شوی .

جنرال فیض څوک دی؟

افغانستان کې دطالبانو دحکومت په جوړونه،تندلارو مذهبي فکر لرونکو سره په غوره اړیکو لرلو اؤ دپاکستان په سیاسي چارو کې په مداخله دتورن جنرال فېض حمید تعلق د پوځ د بلوچ رجمنټ سره دی اؤ هغه دا مهال دپنجاب په بهاولپور سیمه کې دکورکمانډر په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

نوموړی په جون 2019م کې دعمران خان په حکومت کې دپاکستان دجاسوسي ادارې ایي ایس ایي مشر ټاکل شوی ؤ اؤ داسې انګیرنه کیدله ښایي عمران خان غوښتل هغه دجنرال قمر جاوید باجوه پرځائ دپوځ سرلښکر وټاکي چې بیا پوځي مشر قمرباجوه دهغه نه داستخباراتي شبکې مشري واخسته اؤ دپېښور کور کمانډر یې وټاکلو.

خو عمران خان پرله پسې ویلي هغه کله هم نه غوښتل دخپلې خوښې پوځي سرلښکر وټاکي.

جنرال فیض حمید پاکستان کې په مهمو پوځي څوکیو دنده ترسره کړې ده خو دهغه نوم مدام په شخړو اؤ سیاسي لانجو کې ښکیل پاتې شوی دی.

په جنرال فیض حمید وخت په وخت د څېړونکو اؤ سیاسي مشرانو لخوا تورونه لګول شوي چې تندروه فکر لرونکو سره جوختې اړېکې لري اؤ پاکستان کې عدالتونو هم خپلو بیلابیلو پرېکړو کې وخت په وخت دهغه لانجمن کردار ته ګوته نیولې ده خو پوځ بیا په فیض حمید لګیدلي ټول تورونه رد کړي دي.

هغه دپاکستان وړومبی جنرال دی چې په ټولنیزو رسنیو ترې پروسکال ګڼ شمیر پاکستاني فعالینو داستعفاغوښتې کړې وې .

په ټولنیزو رسنیو دفیض حمید استعفا لپاره ټرینډ:

په ۱۷م اکتوبر۲۰۲۱ په ټویټر دهغه داستعفا دغوښتنې باقاعده ټرینډ چلیدلی ؤ اؤ د “فیض حمید استعفا ورکړه” په نوم چلیدلي دغه ټرینډ کې تر لسو زرو زیات ټویټونه شوي وؤ.

خبریال ابصار عالم وایي داسې له دې وړاندې کله هم نه دي شوي چې دایي ایس ایي دیو حاضر سروس مشر نه په دومره لویه کچه داستعفا غوښتنه شوې وي.

لفټننټ جنرل فیض حمید، په کال ٢٠١٧ کې د دتندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د هاغو ګرفتاره شوؤ مظاهرچیانو د قېد څخه ضمانت هم کړی و کوم چې پولیسو سرکاري او شخصي املاکو ته د زیان اړولو په تور ګرفتاره کړي وو.

د پاکستان د ستر عدالت یو قاضي فائز عیسی د فیض اباد احتجاج قضیې اورېدلو وروسته په خپله فیصله کې په دغه احتجاج کې د پوځي جرنېلانو په رول سختې نیوکې کړې وې او د هېواد طاقتور پوځ څخه یې د دغه پوځي مشرانو خلاف قانوني کارروايي کولو غوښتنه هم کړې وه.

ددې ترڅنګ دپاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف هم وخت په وخت په جنرال فیض حمید تورونه لګولي چې دحکومت ختمولو تر شا یې دجنرال قمر جاوید باجوه اؤ جنرال فیض حمید لاس ؤ.

مرکز کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند دمشر میا نواز شریف لور مریم نواز پروسکال ویلي خبریالانو ته ویلي ؤؤ کله چې جنرال فیض په جي ایچ کیو کې دنده ترسره کوله نو په ججانو یې فشار راوړی ؤ چې دنوازشریف اؤ دهغه دلور‌ مریم نواز په ضد باید فیصله وکړي.

هغې تور لګولی ؤ چې جنرال فیض محکمو ته ویلي وؤ چې ترڅو دکال 2018م ټاکنې نه وي شوي هیڅوک به هغوئ په ضمانتونو نه خوشې کوي.

خو دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس ایي بیا تیرکال پخپل یو بیان کې په فیض حمید لګیدلي تورونه رد کړي وؤ اؤ هغه یې دحقیقت څخه لرې بللي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG