لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ په سیمه ییزو مذاکراتو کې برخې اخستو لپاره تاجکستان ته له سفر منعې کړل شوی دی


دسفري بندیزونو دنوملړ څخه له ویستل کیدو باوجود دملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ په هوایي ډګر تاجکستان ته دسفر څخه ایسار کړل شوی دی.

داتوار یا یکشنبې په ورځ ښاغلي محسن داوړ په ټویټر لیلکي هغه غوښتل دهرات په امنیتي مذاکراتو کې دګډون په موخه تاجکستان ته سفر وکړي خو په اسلام اباد هغوایي ډګر دپاکستان دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای دسفر اجازه نه ده ورکړې.

محسن داوړ لیکلي په هوایي ډګر دهغه ایسارول د خندا وړ خبره ده ځکه ده چې کابینې یې نوم د دوؤ میاشتو لپاره له ای سی ایل څخه ایستلی و.

هغه ویلي" یو ځل بیا نیوټرل( بې طرفه )حوالدار په ډاګه کړه چې هغه د وفاقي حکومت څخه ډیر واک لري"

"نیوټرل" اصلاح په دې وروستیو کې له هغې راپدیخوا دپخواني وزیراعظم عمران خان لخوا دهیواد دطاقتور پوځ لپاره کارول کیږي چې پوځ دعوه وکړه دهیواد په سیاست کې لاسوهنه نه کوي اؤ ځان یې نیوټرل یا بې طرفه ساتلی دی.

دا په داسې حال کې چې تیره اوونۍ دپاکستان دپوځ رخصتیدونکي سرلښکر جنرال قمر باجوه پخپله الوداعي وینا کې دتېرو ۷۰کالو په مهال دپاکستان سیاست کې دپوځ دمداخلې اعتراف کړی ؤ اؤ دې عمل ته یې غیر اییني هم ویلي وؤ خو ددې ترڅنګ یې دعوه کړې وه چې دتېراپریل دمیاشتې نه پوځ ځان دسیاست نه په ډډه کړی دی.

محسن داوړ هم په ټویټر دجنرال باجوه دغه وینا ته دخلکو پام راګرځولی اؤ لیکلي یې دي یوازې څو ورځې وړاندې جنرال باجوه په سیاست کې د نه مداخلې پالیسي اعلان کړه هغه پوښتنه کړې ده چې ایا دا "بې طرفي" او "د نه لاسوهنې" امتیازات یوازې تر پنجاب پورې محدود دي؟

دمحسن داوړ په وینا په سیمه ایزو خبرو اترو کې د ګډون لپاره د زرګونو پښتنو د یوه منتخب استازي د سفر مخه نیول ددې حقیقت غمازي کوي چې په راتلونکو کلونو کې به پښتانه د پوځ له لوري دخپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره دپوځ د پالیسیو قرباني کیږي.

دشمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ دا مهال په مرکز کې د واکمن ایتلاف پي ډي ایم سره اتحادي دی اؤ پروسکال په اپریل کې دنوي حکومت رامنځته کیدو په مهال داسې ګنګوسې هم وې چې ګنې محسن داوړ ته په نوي حکومت کې د مرکزي وزیر په توګه ذمه وارۍ سپارل کیږي .

خو وروسته بیا داسې رپورټونه مخې ته راغلل چې پوځ محسن داوړ ته د وزارت ورکولو طرفدار نه ؤ ځکه محسن داوړ دکابینې غړی جوړ نه کړل شو.

محسن داوړ زیاتره مهال پخپلو ویناګانو کې دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي ادارې دپښتنو سیمو کې په ترهګرۍ تورنوي خو پوځ دا تورونه په سختۍ سره ردوي.

دوه ورځې وړاندې وي او ای ډيوه سره خبرو کې محسن داوړ پاکستان کې دپوځي مشر په بدلون خپل غبرګون کې ویلي وؤ محسن دپوځ په نورو تګ لارو کې د بدلون امید نه لري اؤ ویلي یې وؤ دیو فرد په بدلیدو سره ددغه ادارې تګلارې نه بدلیږي .

خو هغه ویلي وؤخوشبینه دی چې دنوي پوځي مشر په راتلو سره به د علي وزیر په ګډون نور قیدیان خوشي شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوبی کې پاکستاني ټولنیز فعالان په جایزو وستایل شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG