لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پوځ اؤ جنرال باجوه دنیوکو پسر سینیټر اعظم سواتی بیا ګرفتار کړل شو


دپاکستان تحریک انصاف ګوند سینیټر ښاغلي اعظم سواتی دپاکستان دپوځ په سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤ دپوځ په اداره له سختو نیوکو وروسته یو ځل بیا په اسلام اباد کې له خپل کور څخه ګرفتار کړل شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډيو کې اعظم سواتي دخپلې ګرفتارۍ پخلی کړی اؤ وایي دهغه دنیول کیدو لپاره ورته وارنټ ښودل شوی اؤ هغه پخپله خوښه دایف ایی ای مامورینو سره تاڼې ته ځي.

له ګرفتارۍ یوه ورځ وړاندې سنیټر سواتي په ټویټر دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه باندې سختې نیوکې کړې وې اؤ هم یې پرون پیندۍ کې دعمران خان دجلسې په مهال خپله وینا کې دجنرال باجوه نه پوښتنه کړې وه چې هغه خو وایي چې پوځ له فرورۍ رادیخوا سیاست کې لاسوهنه نه کوي،خو له فرورۍ وروسته خبریال ارشد شریف چا ووژلو؟

هغه ویلي وؤ جنرال باجوه باید له تګ وړاندې روښانه کړي چې څومره شتمنۍ لري اؤ دا یې له کومې لارې جوړې کړې دي؟

هغه په پوځ دنیوکو په ترڅ کې له پوځي سرلښکر پوښتنه کړې وه چې کومه داسې اداره ده چې دخپل قام دلوڼو اؤ خویندو ،دشرم ،حیا اوعزت خیال نه ساتي اؤ دهغوئ ویډیوګانې جوړوي؟

هغه دخپلو پوښتنو په دوام ویلي وؤ څوک دي هغه خلک چې دسیاستمدارانو،ججانو،ډاکټرانو .پروفیسرانو ،صعنتکارانو اؤ تاجرانو فایلونه جوړوي اؤ له هغې وروسته یې په دغو فایلونو بلیک میل کوي؟

تر دې وړاندې دتېرې اکتوبر میاشتې په 13مه نېټه هم سینیټر اعظم سواتی وروسته له هغې دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای نیولی ؤ چې هغه په ټولنیزه رسنۍ ټویټر دپوځ په مشر جنرال قمر باجوه کلکې نیوکې کړې وې اؤ لیکلي یې وؤ " ستا منصوبه کاميابېږي او د هېواد په بېعه ټول مجرمان خلاصېږي"

نوموړي دپوځي سرلښکر په مخاطب کولو سره لیکلي وؤ‌ "د غلو په ازادولو سره تا بډو رشوتونو ته قانوني بڼه ورکړه"

تر دغې ټویټونو وروسته د پلټنو مرکزي ادارې د ساېبر جرمونو څانګې د الېکټرانيکي جرمونو دمخنيوي کال 2016م د قانون لاندې د۷۴کلن سینیټر اعظم سواتي پرضد مقدمه درج کړې وه اؤ هغه یې دخپل کور څخه تر ګرفتارۍ وروسته جیل ته لیږلی ؤ.

په 13م اکتوبر داعظم سواتي له نیول کیدو وروسته په اسلام اباد کې د ټولنیزو رسنیو د حقونو فعال هارون بلوچ ډيوه ته ویلي وؤ د اعظم سواتي خلاف د پاکستان پینل کوډ ترڅنګ د ساېبر کرايمز د لانجمن قانون د 20مې مادې لاندې مقدمه درج کړی شوې ده او د الېکټرونيکي جرمونو دمخنيوي دقانون شلمه ماده د چا بدنامولو سره تعلق لري.

هغه ویلي وؤ د بدنامۍ دا قانون په ځانګړي ډول د خلکو هدف کولو لپاره کارول کېږي او دا لمړی ځل نه دی چې ددې قانون په اساس خلک په هدف کړی شوې وي.

دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دسینیټر سواتي په نیولو حیرانیتا ښکاره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې هیواد په چټکتیا سره په یو فاشسټ ریاست کې بدلیږي.

داعظم سواتي په نیونه خپل خپل غبرګون کې عمران خان په ټویټر لیکلي"زه حیران یم چې مونږ څومره په چټکتیا سره نه یوازې په "بنانا جمهوریت" بلکې په یو فاشسټ ریاست کې بدلیږو؛

هغه پوښتنه کړې څوک څنګه نه پوهیږي چې دنیول کیدو په مهال په سینیټر سواتي تشدد اؤ دهغه دبلیک میلنګ ویډیو جوړول اؤ بیا یې مېرمنې اؤ کورنۍ ته لیږل څومره د درد اؤ تکلیف خبره ده ؟

له دې مخکې هم په پاکستان کې يو شمېر خبریالان، سياستدانان او د بشري حقونو فعالين ددې ساېبر کرايمز اېکټ 2016 لاندې نيول شوي او د غدارۍ مقدمې پرې درج شوي چې پکې وتلې قانون پوهه ايمان زېنب مزاري هم شامل ده.

ايمان مزاري ډيوه سره خبرو کې وايي داسې ښکاري چې رياست د جرنېلانو د تحفظ لپاره جوړ کړې شوی وي اؤ که څوک د جنرل باجوه نوم هم واخلي نو د هغه خلاف مقدمه درج کېږي او دا داندېښنې او تاسف وړ خبره ده.

اغلې مزاري وايي رياست طاقت له خلکو اخلي او رياستي قوانین د جرنېلانو د تشخص د حفاظت لپاره نه دی بلکې دا د خلکو د حفاظت لپاره دی.

په دغه مقدمه کې په ضمانت له راوتلو وروسته اعظم سواتي په پوځي افسرانو اؤ د ایف ایي ای په مامورینو تور لګولی ؤ چې له نیول کیدو وروسته یې دهغه نه جامې ویستلې وې اؤ‌ لوڅې ویډیوګانې یې ترې جوړې کړې دي.

اعظم سواتي په دې وروستیو کې دا تور هم لګولی چې په کوټه کې دقیام پرمهال ترې دخپلې میرمنې سره دتنهایۍ په مهال پټه ویډیو جوړه کړل شوې ده اؤ دغه ویډیو بیا دهغه میرمنې اؤ لور ته لیږل شوې ده خو دپلټنو مرکزي ادارې ایي ایي ای پخپل یو بیان کې دغه ویډیو جعلي بللې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG