لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې دامنیتي ځواکونو لخوا د وسله والو پرضد درانه عملیات روان دي


دخیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې نن پرله پسې په دریمه ورځ هم دوسله والو پرضد زمکني او هوایي عملیات دوام لري خو سیمه کې په ولسي پاڅون بوخت مشران وایي امن د دوی یوه مهمه غوښتنه ده خو دداسې عملیاتو اجازه چاته نه ورکوي چې پکې عام ولس مالي او ځاني تاوانونو سره مخ کیږي.

د لکي مروت پولیس او ځایي خلک وایي د انډس هایي وی نه نیزدې نهه کلو میټره لرې لودیز پشانو بانډه سیمه امنیتي عسکرو ولکه کې اخستې او د وسله والو پرضد یې عملیات پېل کړي دي .

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د عملیاتو پرمهال جنګي هیلي کاپټرو نه ډزې کیږي اؤ په زمکه او توپې اؤ نورې درنې وسلې کارول کیږي .

د لکي مروت دپولیسو ویاند شاهد حمید وایي عملیات په دریمه ورځ روان دي او ټوله سیمه امنیتي ځواکونو په ولکه کې اخستې خو دعملیاتو په پایله کې د نقصان په اړه مالومات نه لري .

هغه وویل دا عملیات وروسته له هغې پېل شوي چې پولیسو او نورو امنيتي ځواکونو ته په علاقه کې د ترهګرو د شتون خفیه اطلاع شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي او چې کله د جمعې په ماښام پوليسو، د سي ټي ډي عسکرو او نورو امنیتي ځواکونو تر وسلوالو ګېره واچوله نو وسلوالو پرې ډزې پېل کړې.

د پاکستان پوځ په خپله په دې اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي وو په نښته کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر حوالدار چنګېز او جې سي او قاسم وژل شوي او د پوځ یو افسر لیفټیننټ بلال په ګډون دوه نور ژوبل شوي وو.

امنیتي سرچینو ویلي جنګي هیلي کاپترو نه د وسله والو ځالې په نښه کړی شوې خو علاقې ته د رسایي نه کېدو له امله کره مالوت په لای نه دي ورغلي .

دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې لس ورځې وړاندې هم په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو، ددغه بريد ذمه واري هم تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

په لکي مروت ضلعه کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې چټک شوي او پرضد یې احتجاجي مظاهرې شوي چې پکې د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې او د علاقې خلکو په امنیت پوښتنې راپورته کړې دي.

د لکي مروت ولسي پاڅون مشر ملک ریاض مروت وایي امن د دوی یوه مهمه غوښتنه ده.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د یوې منصوبې لاندې د لکي مروت خاروه ناامنۍ ته سپارل کیږي خو دوی به دا خاوره چاته د خپلې ګټې ترلاسه کولو د پاره ورنه کړي.

هغه وویل د لکي مروت خلک بې وزله دي او د دوی د معاش یوازینۍ سرچینه د زمکو کرکیله ده خو تیرو څو ورځو راهسې چې د فصلونو کرلو وخت دی، دوی په کورونو کې بند ساتل کیږي.

د علاقې خلک د منتخبو استازو د صوبې او مرکزي حکومت نه شکایتونه کوي چې د دوی د ناامنۍ په ستونزه غلي دي .

وي او اې ډیوه د صوبې پارلیمان کې د لکي مروت نه منتخب شوي دپاکستان تحریک انصاف غړي هشام انعام الله سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب یې تر لاسه نه کړو .

هشام انعام الله تیر کال د جون په میاشت کې د صوبې پارلیمان ته د وینا پرمهال ویلي وو" ښو "طالبانو په افغانستان کې روس او امریکا ته ماتې ورکړه، د پاکستان پوځ او دغو طالبانو ته دعا پکارده.

نوموړي دغه خبرې د جاني خېلو د امن د پاره احتجاجي پرلت په غبرکون کې کړې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG