لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ:بمي چاودنه کې دپخوانۍ امن کمیټۍ غړی ژوبل شوی ،داعش یې ذمه واري منلې


پوليس وايي د جمعې په ورځ په باجوړ کې د سړک دغاړې بمي چاودنه کې يو تن ژوبل شوی دی ،وسله والې ډلې داعش خراسان ددې چاودنې ذمه واري منلې ده۔

ځايې خلک وايي د بدامنۍ پېښو اندېښمن کړي دي اؤ څېړونکي په دې اند دي چې داعش خراسان په راتلونکې کې دې سيمي د پاره لویې خطر جوړېدای شي۔

د باجوړ دپوليسو سرچینو ډيوه ویلي په تحصيل ماموندو کې تاج خان نومې تن د جمعې مانځه ته روان و چې په لاره کې د چاودنې ښکار شو.

ځايې خلک وايي تاج خان د پخوانۍ امن کميټۍ غړې و۔

داعش خراسان ډلې د ټېلي ګرام د لارې خپور شوي بيان کې ددغه بريد ذمه واري منلې ده او ويلي یې دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مخبر يې په نخښه کړی دی۔

د باجوړ يو سياسي کارکن نثار باز ډيوه ته وويل په سيمه کې هدفي وژنو او بمي چاودنو ځايې خلک انديښمن کړي دي، او دوي ويره لري چې د پخوا په شان يو ځل بيا دلته د وسله والو فعاليتونه زياتيږي.

"يو ځل بيا هغه د کال ۲۰۰۵ او شپږم پشان حالات جوړيږي، څو ورځې په امن تېرې شي خو بيا داسې پېښه وشي چې د خلکو اندېښنې سېوا کړي۔ ځايې خلک ويره لري چې دوي بيا بې کوره نه شي"

داعش خراسان د دې نه وړاندې هم په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د يو شمېر بريدونو ذمه وارۍ منلي دي۔

دغه ډلې د روان کال د مارچ په څلورمه نېټه په پېښور کې د شعيه مسلمانانو په جومات دشوي هغه ځانمرګې برېد ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 60 نه زیات کسان وژل شوي وو.

د پېښور د سربند ټانې په حدودو کې يې په15م مئ د دوو سيکانو د وژلو ذمه واري منلې وه. له دې وړاندې د تېر اکتوبر په مياشت کې پېښور کې د بل سيک مذهب منونکي ستنام سنګهـ د وژنې ذمه واري هم داعش منلې وه.

ددې ترڅنګ داعش خراسان په کوهاټ کې د پوليو ټيم په ساتونکو، باجوړ کې په سياسي مشرانو او پېښور کې د امنيتي ادارو په غړو د بريدونو ذمه وارۍ منلي دي۔

څيړونکی او خبريال حق نواز وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره په افغانستان او د پاکستان خېبر پښتونخوا و بلوچستان صوبو کې د داعش فعاليتونه زيات شوي دي۔

"دا ډله مشران، سياسي کارکنان،دامنيتي ادارو غړي او لږي په نښه کوي، د دوي بريدونه د نورو وسله ډلو په مقابله کې ډير د تشدد ډک وي"

د زيات په ورځ د پېښور کور کمانډر د باجوړ ضلعې دوره کړې وه اؤ ځايې خلکو ډيوه ته ويلي وو دوي ترې د امن راوستو غوښتنه کړي وه،

د جرګې د غړو ډيوه ته ويلي وو کور کمانډر دوي ته د امنيت دټينګښت باور ورکړی دی۔

ددې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا امنيتي ادارو وخت په وخت ويلي په پېښور کې په سیکانو او نورو بريدونو کې ککړ تنان يې نيولي او يا د پوليسو سره په مقابله کې وژل شوي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتنو په امن پاڅونونو او احتجاجانو کې ښځې ولې کمې وي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG