لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف دترکي پانګه والو ته هیواد کې دشمسي توانايۍ منصوبه کې د سرمایه کارۍ بلنه ورکړې ده


Pakistan Politics
Pakistan Politics

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ترکيې سرماېه کارانو ته پاکستان کې د لسو زرو مېګاواټه شمسي توانايۍ په منصوبه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

دا بلنه وزیر اعظم شهباز شريف د ترکيې د دوه ورځنۍ دورې په مهال تېره ورځ په استنبول کې د پاکستان او ترکيې د بزنس کونسل يوې دستورې ته د وینا په موقعه ورکړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي پاکستان کې له مخکې څخه د پاکستان او چین ترمنځ د سي پېک پروژې لاندې د بجلۍ کارخانې بجلي جوړوي خو پاکستان دغه بجلي نه کاروي او پېسې ورکوي نو اوس که ددې ترڅنګ دشمسي توانايۍ لس زره مېګاواټه بجلي هم جوړه شي بیا به دسي پيک پروژې دلاندې جوړیدونکې بجلۍ سره څه کوي؟

د پاکستان د مرکزي بنک د وروستیو شمېرو ترمخه په دې هېواد کې د روان مالي کال د لومړيو څلورو میاشتو په مهال نېغ په نېغه بهر ملکي سرمایه کارۍ کې هم 52 فيصدي کمی راغلی دی چې د اقتصاد پوهانو په وېنا د خراب او بې اعتباره اقتصادي وضعیت نښې نښانې دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته خپله وېنا کې ویلي چي د هغه حکومت د تېلو او پټرولو د ګرانو درامدي بلونو د ختمولو هڅې کوي په کوم چې تېر کال 27 ارب ډالره خرڅ کړی شوې دي او وايي دا د پاکستان د وس او زغم نه بهر دي.

شهباز شريف د ترکيې سرمایه کارانو ته وویل چې دوه مياشتې مخکې د هغه حکومت د بهرنیو هېوادونو پانګوال اسلام آباد ته بللي وو چرته چې هغوي ته د پاکستان د نمر څخه د لس زره مېګاواټه بجلۍ جوړولو په منصوبه کې د پانګونو بلنه ورکړې شوې وه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه پانګوالو ته په پاکستان د پانګو اچولو بلنه په داسې حال کې ورکړې ده چې ددې هېواد اقتصاد له په بد حال کې دی او سياسي بحران د اوسني حکومت په مستقبل هم تورې لړۍ خپرې کړي دي.

د پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس تجزیه کار شاهد محمود په دې اړه ډيوه سره خبرو کې ویلي اوس مهال په پاکستان کې بهرنیو پانګونو ته حالات هم ساز ګار نه دي او پاکستان په خپله هم فنډونو پېسې ليواله دی چې اقتصاد د سقوط څخه بچ کړي.

ښاغلی محمود بيا وايي د ترکيې او چين سرمایه کارانو ته لا د زړو پانګونو پېسې هم نه دي ورکړی شوې نو په داسې حال کې به د ترکي پانګوال نورې سرمایه ګذار ته څنګه زړه ښه کړي.

ښاغلی شاهد محمود وايي ترکيه به زيات نه زيات په دې برخه کې د مفاهمت يو ېادداشت لاسلیک کړي خو سرمایه کاري راتلل به ګرانه خبره وي.

هغه زياتوي د ترکيې خپل اقتصادي حالت هم ښه نه دی.

وايي پاکستان چې اوس د توانايۍ د پېداوار لپاره د لس زره مېګاواټه کومه منصوبه په پام کې لري نو هغه بجلۍ سره به څه کوي چې د سي پېک پروژې لاندې جوړېږي، خرڅ پرې راځي، پاکستان ېې لګښت برداشت کوي خو طلب ېې نشته.

شهباز شريف په خپله وېنا کې دا هم منلي دي چې په تېرو وختونو د ترکيه د ځنو کمپنیو لپاره په پاکستان کې ستونزې پاتې شوي دي خو د نوموړي په قول پاکستان د ترکيې د پانګوالو د ستونزو د هواري لپاره ګامونه پورته کوي.

د پاکستان او ترکيې ترمنځ د دوه اړخیزه تجارت حجم دا وخت 1.2 ارب ډالره دی او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هوډ څرګند کړی چې دا به په راتلونکو دريوؤ کلونو کې 5 اربو ډالرو ته رسوي.

د پاکستان د مرکزى بنک د وروستيو شمېرو ترمخه د روان مالي کال په لومړیو څلورو مياشتو کې د هېواد دننه نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې 52 فيصدي کمې شوې دي او د بنک ترمخه دې دوران کې دا حجم د 726 میلینه ډالرو څخه 348 میلینه ډالرو ته ښکته شوی چې د اقتصاد پوهانو په وینا د هېواد د اقتصادي اړي ګړي او بدحالۍ نښې نښانې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG