لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان لخوا داسمبلیو پرېښودلو اعلان ته پښتونخوا کې څه غبرګون ښودل شوی؟


خېبر پښتونخوا کې حکومت مخالفو سياسي ګوندونو د پخواني وزيراعظم عمران خان له لوري د اسمبلو څخه د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ويلي تحريک انصاف تېره شپه د خپلې سياسي ځان وژنې اعلان کړی ځکه چې بله لاره ورسره نه وه پاتي۔

مخالفه سياسي ګوندونه وايي د پي ټي ایي لخوا په ممکنه ډول د اسمبلیو ماتولو دمخې نيولو دپاره خپلو کې سلا مشورې کوي او غواړي چې په ایيني توګه ددې اقدام مخه ونیسي.

خو بل لوري ته د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د استعفاګانو په اړه به د عمران خان په امر په سمدستي توګه عمل کولی شي۔

خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني مشر سردار حسېن بابک وایي د عمران خان د اسمبلیو نه د استعفاګانو ورکولو اعلان د تېر په څېر يوه سياسي شوشا ده۔

ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل که پي ټي ایي په حقيقت کې د اسمبلیو نه د وتلو پريکړه کړې وي نو سبا دې د سپیکر سره خپلې استعفاګانې جمع کړي۔

"عمران خان دې خپلو ممبرانو ته ووايي چې د سیپکر سره خپلې استعفاګانې جمع کړي،که داسې وشو مونږ او تاسو به يې هم ووينو خو په اصل کې داسې ممکن نه ده ځکه دده سره خپل غړي استعفاګانې نه ورکوي او دی چې دا دړکه ورکوي چې زه به اسمبلۍ ماتوم نو ایين شته دی اپوزيشن موجود دی او مونږ به يې په هغه ایيني لاره مخه نيسو"

د نومبر په دريمه نېټه دپنجاب وزيراباد سیمه کې په کنټېنر شوؤ ډزو کې له ژوبليدو وروسته د پي ټي ایي مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان دخالي په ماسخوتن د پنجاب په پنډۍ ښار کې د لانګ مارچ ګډون والو ته وينا کې ويلي په هېواد کې د اړي ګړي جوړولو په ځائ مونږ د اسمبلۍ نه د وتلو پرېکړه کړې ده خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې دوي به کله د اسمبلیو څخه اوځي او خپلې استعفاګانې به جمع کوي۔

د عمران خان دې بيان ته په غبرګونو کې د مذهبي ګوند جمعيت علماء اسلام مرستيال صدر اؤ د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی مفتي فضل غفور وايي عمران خان تېره شپه په عملي توګه د خپلې سياسي ځان وژنې اعلان کړی دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي "‘ دده (عمران خان)دپاره دا سياسي ځان وژنه ده ځکه چې تر دې اخوا ده سره بله څه لاره نشته، ده خو به ويل زه به د پي ډي ايم او وزيراعظم نه استعفا اخلم خو چې خپله يې د استعفاګانو ورکولو اعلان وکړو دا دعمران خان د ناکامۍ اعتراف دی ،دا سمه ده چې دی به وقتي جذباتي خلک د ځان ملګري کوي خو دا هم سمه خبره ده چې دروغ کله نه شي کاميابیدای او د دروغو عمر لږ وي"

د نوموړي په وینا د عمران خان په خبرو نور اعتبار نه دی پاتې ځکه چې تېرو وختونو کې هغه دخپلو يوشمير اعلانونو نه پشا شوی دی .

هغه وایي په ادارو کې چې هم کوم خلک د عمران خان په شا ولاړ وؤ امکان دی چې هغه هم د خپلو څوکیو نه استعفاګانې ورکړي۔

بل لوري ته نن د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مشاور بیرسټر محمد علي سېف خپل يو بيان کې ويلې دي چې د اسمبلیو نه د استعفاګانو په اړه به د عمران خان په امر د خېبر پښتونخوا حکومت په سمدستي توګه عمل کوي۔

هغه ویلي د سياسي بحران نه د وتلو يوازینۍ لار نوي او شفافه انتخابات کول دي۔

د قومي وطن پارټۍ د خېبر پښتونخوا مشر سکندر خان شېر پاو وایي کله نه چې عمران خان د اقتدار نه لري کړی شوی دی نو د هغه وخت نه راپديخوا عمران خان په بيلا بيلو لارو واک ته د رسيدو هڅې کوي خو امکان نشته چې موجوده حکومت د وخت نه وړاندې مات شي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې دسکندر خان شیرپاؤ وینا وه "پکاره ده چې هغه (عمران خان) دا خبره ومني چې اسمبلۍ به خپل وخت پوره کوي، پکار ده چې په دې وخت کې چې کومې اصل مسلي دي د قوم د اکانومي خبره ده زمونږ په صوبه کې دامن و امان دصورتحال خبره ده چې هغه طرف ته توجو وکړی شي‘‘

د پاکستان تحريک انصاف ګوند دا وخت په پښتونخوا کې خپل او په پنجاب صوبه کې د مسلم ليګ ق سره ايتلافي حکومت لري، د ياد ګوند په ګلګت بلتستان او د پاکستان د واک لاندي کشمير کې هم ايتلافى حکومتونه دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG