لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د نوي پوځي مشر جنرل عاصم منير په وړاندې د امنيت کورني چېلنجونه


جنرل عاصم منيرد پاکستان د پوځ د مشرۍ کمان سمبال کړو، نوموړی د پاکستان د پوځ 17م مشر شو. څیړونکي وايي عاصم منير په داسې وخت کې د پوځ مشري سمبال کړه چې ملک د امنيتي چېلنجونو او د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی.

د جنرل عاصم منير د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه کمال سمبالولو دستوره نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [29 نومبر] په پوځي مرکز [جي اېچ کيو] کې ترسره شوه، او ريټايرډ کېدونکي ارمي چيف جنرل قمر جاوېد باجوه ورته کمان ور وسپارو.

دستورې په لنډه وينا کې قمر جاوېد باجوه د نوي پوځي مشرستاينه وکړه او وې ويل چې هغه به ډېر ګمنامۍ ته لاړ شي، خو د پوځ سره به يې روحاني اړيکې په ځای وي. نوموړی شپږ کاله د پوځ مشر پاتې شو.

د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرل عاصم منیر په داسې حال کې د پوځ مشري سمبال کړه چې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ تحريک طالبان پاکستان د حکومت سره د ډز بندۍ ختمولو اعلان کړی او خپلو وسله والو ته يې په ټول ملک کې د حملو پېل کولو ويلي دي.

څيړونکي وايي د نوي پوځي مشر په وړاندې په ملک کې دننه د تحریک طالبان پاکستان ګواښونه، د افغانستان سره پوله او بلوچستان کې امنيت غټ چېلنجونه دي، په داسې کې چې ملک اقتصادي مشکلات لري.

د پيښو پوهنتون د صحافت د څانګې استازاو ليکوال ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، "اوس چې ټي ټي پي د ډز بندۍ او حملو اعلان وکړو په خلکو کې د طالبانو نه زياته اندېښنه د رياست نه ده، خلک ويره لري چې د طالبانو په شا رياست ولاړ دی يا د رياست ځينې خلک يا استخباراتي ادارې د طالبانو په شا ولاړې دي او طالبانو د هغې نه ګټه پورته کړې ده".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "اوس به کتل وي چې رياست څه کوي؟ ايا پوځ به د سیاست په څېر په دې برخه کې هم بې طرفه شي او ادارې به د طالبانو په وړاندې بې توپيره شي نو دا به بيا د طالبانو دپاره مشکله شي". د نوموړي په خبره بل دا چې "دې ځل نه ښکاري چې رياست په غټه کچه د طالبانو پرضد علميات وکړي ځکه چې وړاندې به د پاکستان د پوځ دپاره هر څه د امريکې په پېسو کېدل اوس داسې نه ده".

خبريال او څيړونکي طلعت حسېن په ټويټر ويلي،

"د نوي پوځي مشرجنرل عاصم منير په وړاندې یواځینی مهم چېلنج دا دی چې جنرل باجوه په شپږ کاله موده کې شاته کوم تراخه يادونه پرېښودي او يوه داسې قومي او پوځي معامله ترې نه ده پاتې شوې چې هغه لانجمنه کړې نه ده دا مسلې هوارول يو مشکل او ستړی کار دی".

او شمع جونيجو ويلي، د جنرل عاصم منير په وړاندې غټ چېلنج چې پوځ غېر سياسي وساتي کومه فېصله چې پوځ په وروستو کې کړې ده، بل چېلنج تحریک طالبان پاکستان دی".

په کوټه کې خبريال سيد علي شاه وايي، د جنرل عاصم په وړاندې به "د بلوچستان امنيت هم يو چېلنج وي او دا ډېر پخوانی چېلنج دی که څه هم په دې وروستیو کې په بلوچستان کې امنيتي وضع يو څه ښه شوې ده".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په بلوچستان کې دوېم چېلنج د لادرکه بلوڅانو دی"، د لا درکه بلوڅانو خپلوان تور لګوي چې د خلکو په لادرکه کولو کې پوځي استخباراتي ادارې لاس لري که څه هم پوځ او حکومت وخت په وخت دغه تورونه ردوي.

نوموړی شاه وايي، "بلوچستان صوبه د افغانستان او ايران سره پولې لري، او وخت په وخت د پاکستان چارواکي او د بلوچستان ادارې دعوې کوي چې په صوبه کې بهرني مداخلت کيږي نو دا به د نوي پوځي مشر دپاره يو چېنلج وي".

او د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر اسد عمر ويلي، "جنرل عاصم منیر ته به اولنی کار د قوم او پوځي مشرتابه ترمنځ د احترام او مينې رشته بحالول وي نه خو دا رشته يو اړخيزه کېدی شي او نه په زوره، د اته و مياشتو فېصلو دې رشتې ته تاوان اړولی دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG