لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د پاکستان لوړپوړي پلاوي طالب مشرانو سره لیدنو کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي


د بهرنیو چارو لپاره دپاکستان دمملکت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو حکومت دبهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت اؤ تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

پاکستاني پلاوي کابل ته دا سفر په داسې حال کې کړی چې په دې ورستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ په کرښه دکړکېچ رامینځته کیدو وروسته دچمن باب دوستي پوله د څو ورځو د پاره تړل شوې هم وه.

کابل ته له رسیدو وروسته د بهرنیو چارو لپاره دمملکت وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان د طالبانو د حکومت له مرستیال وزیراعظم عبدالسلام حنفي سره وکتل، په دې مهال د طالبانو دحکومت د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور هم موجود و.

وزیرې حنا رباني کهر د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم لیدنه کړې اؤ‌ د اړوند خوښۍ په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې په دغه لیدنو کې د تعلیم، روغتیا، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د همکارۍ، سیمه ییزو رابطو، د خلکو تر منځ د اړیکو او ټولنیزو اقتصادي پروژو په ګډون د ګډو ګټو پر یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې.

دا د اپریل په میاشت کې په پاکستان کې د حکومت له بدلون وروسته د کوم لوړ پوړي پاکستاني چارواکي کابل ته لومړی سفر دی.

څېړونکي له دې امله هم دا سفر ډير مهم ګرځوي چې افغانستان کې دطالبانو حکومت په ښځو دګڼ شمیر بندیزونو لګولو ترڅنګ هیواد کې دجینکو ښوونڅیو ته په تګ هم بندیز لګولی دی اؤ په دغسې شرایطو کې دپاکستان یوه ښځینه وزیره کابل ته په سفر تللې ده اؤ دطالب چارواکو سره مخ پرمخ دستونزو په هواري اؤ د اړیکو په پراختیا غږیږي.

د طالبانو له اړخه تیرکال داګست په میاشت کې د کابل د واک ترلاسه کولو وروسته د پاکستان یو شمیر چارواکو د افغانستان سفرونه کړي خو د پاکستان په شمول یو هیواد هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمې ډول نه دی پیژندلی.

نړیواله ورورولي دطالبانو دحکومت په وروستیو یو شمیر ګامونو سختې نیوکې کړي او د طالبانو څخه یې غوښتي چې د عامه ژوند او تعلیم په برخه کې د ښځو او نجونو د بنیادې حقونو په اړه خپل بندیزونه بیرته واخلي.

حنا رباني کهر د سفر څخه څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله د کړکېچ رامینځته کیدو وروسته دوه لارې د څو ورځو د پاره تړل شوې هم وې.

البته د دغه حالاتو سره سره، پاکستان وايي غواړی چې په افغانستان کې دڅلورو لسیزو له خونړۍ جګړې وروسته د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره اقتصادي او امنیتي همکارۍ زیاتۍ کړي.

د اسلام اباد اسلامې پوهنتون کې د نړیوالو چارو پروفیسر منظور اپریدی وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي"
پاکستان ګڼي چې د یو ګاونډې په توګه دا وخت د افغانستان د حالاتو زیات اغیز پر پاکستان کیږي که هغه ښه وې او که بد- نو له دې له سببه خبرې پر بیلا بیلو مسلو کیږي"

هغه وایي پاکستان په سیمه یزه کچه هم فعاله ښکاري چې د ځان سره نور هیوادونه لکه روسیه، د منځنۍ اسیا هیوادونه، ترکیه یا چین هم شامل کړي او د افغانستان ستونزې هوارې کړی شي-

کابل کې د طالبانو له واکمنۍ رادیخوا اسلام اباد د سویلي افریقا په څیر دهیوادونو په مقابله کې د افغانستان څخه د سکرو یا کویلې واردات هم زیات کړي، چې د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې په لومړي ځل د سوداګرۍ کلنۍ حجم د کابل په ګټه دی.

سوداګر وايي، هره ورځ شاوخوا لس زره مټرکه ټنه سکاره پاکستان ته صادرېږي، چې له طالبانو سره مرسته کوي، چې د هېواد د واکمنۍ لپاره د اړتیا وړ عواید یا امدن ترلاسه کړي. البته د دوي تر مخه دغه صادرات د پاکستان د توانایۍ ضرورتونه پوره کولو کې هم مرستې کوي-

د پاکستان اؤ افغانستان دګډې تجارتي خونې مشر ضیا الحق سرحدې وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي په تیرو وختونو کې د سکرو بیه شاوخوا سل او یو نیم سل امریکایي ډالر وه خو په نړۍ کې د سکرو د بیې زیاتیدو سره طالبانو هم دغه بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکایي ډالرو ته لوړه کړه- البته پاکستان لپاره دافغانستان دسکرو بیه اوس هم مناسبه ده اؤ ددې سره دپاکستان دتوانایۍ بحران حل کیدای شي-

هغه زیاتوي چې د دواړو هیوادونو تر مینځ پر پولو د کړکیچ او بیا دپولو تړل کیدو له امله ټرانزټ ټرید ته زیان رسیږي چې دې اړخ ته باید دواړه هیوادونه پام راوګرځوي-

ضیا الحق سرحدې وایي سیاست باید د سوداګرۍ څخه جدا وساتل شي او که چرې داسې وې نو دوي هیلې لري چې د پاکستان د اوسني حکومت د هڅو څخه د دواړو هیوادونو تر مینځ سواګریز جحم ۵ اربه ډالرو ته رسیدای شي چې اووه او اته کاله وړاندې ېې هیلې څرکندیدې-

د پاکستان حکومت هڅې کوي چې د سکرو یا کویلې ورځني واردات داسې کچې ته پورته کړی شي چې د پاکستان لږ تر لږه یو مبلیون میټرک ټنه میاشتنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر کابل کې د افغانستان د ښځو د چیمبر اف کامرس دمشرانو سره هم لېدنه کړې ده.

هغې په ټولنه کې د ښځو مهم رول ته اشاره وکړه او د پاکستان او افغانستان د ښځینه سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې یې د پاکستان د لېوالتیا څرګندونه وکړه.

هغې اعلان وکړ چې پاکستان به د ښځو لخوا جوړشوي تولیداتو واردولو ته ځانګړې ترجیح یا اولیت ورکړي.

د دواړو هیوادونو تر مینځ دا وخت د سوداګرۍ کلنۍ حجم له ۱.۵ اربو ډالرو څخه اوښتی دی، چې پاکستان ته د افغانستان صادرات له ۸۰۰ میلیون ډالرو څخه زیات دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG