لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لږکیو احمدي ټولنه وایي پنجاب کې یې بیا د قبرونو سپکاوی شوی دی


پاکستان کې دلږکیو احمدي ټولنې پنجاب صوبه کې د دوي د مړو د قبرونو د سپکاوي د بلې پيښې رامنځته کيدو تور لګولى او د احمدي ټولنې وياند تور لګوي د دوي مړي هم څوک نه بخښي.

وړاندې نه د بشري حقونو تنظيمونه او نړيوالې ادارى تور لګوي چې پاکستان اقليتونو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه دى او په دې وروستیو کې قامي اسمبلى ته د وينا په وخت د بشري حقونو مرکزي وزير رياض پيرزاده پاکستان کې د احمدي اقليت سره د ناوړه چلند پخلى کړى و او په دى اړه یې دملکي ادارو د ناکامى اعتراف هم کړى و.

د جماعت احمدېه وياند عامر محمود تر مخه دقبرونو دسپکاوي دا تازه پيښه د پنجاب حافظ اباد سيمه کې رامنځ ته شوې اؤ دغلته د احمديانو د څلورو قبرونو سپکاوى شوى دى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې عامر محمود ويلي ددغو قبرونو کتبې رانړول شوي او په د مړو دنومونو پځاى په قبرونو دوي ته کنځل ليکل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه له بده مرغه د دوي په ضد دومره کرکه خوره کړل شوې چې احمديان په قبرونو کې هم نه بخښل کيږي.

نوموړي تور ولګولو چې له دې وړاندې هم دغه علاقه کې ځاي پوليسو پخپل سر د احمديانو ٤٥ قبرونه رانړولي وو.

پاکستان کې پوليس اکثر له داسى کاروايۍ د ځاي خلکو په شکايت کوي چې ګني احمديان دملکي قانون ېه ضد خپل قبرونه د عبادت ځايونه او دى باندى مينارونه داسي جوړوي څنګه چې داکثريتي مسلمانانو وي.

څو ورځې وړاندې د کراچۍ د يو احمدي وکيل له خوا خپل نوم سره دسيد ليکلو په تور ځايي پوليسو د هغه پرضد مقدمه درج کړى وه .

وړاندې نه د مذهبي آزاديو په اړه د امريکا کميشن،يورپي يونين او دبشري حقونو تنظيمونه پاکستان د لږکيو دحقونو په خوندي ساتلو کې ناکامه بولي.

که څه هم دقبرونو د سپکاوي دپيښې په اړه د بشري حقونو دمرکزي وزير رياض پيرزاده غبرګون لا تر دې وخته مخې ته نه دی راغلى او هغه د وي او اى ډيوه پوښتنو ته لا ځواب نه دى ورکړى خو د تير اکتوبر مياشت کې قامي اسمبلۍ ته د وينا په وخت رياض پيرزاده پاکستان کې د احمديانو سره د ناوړه چلند پخلى کړى و.

د هغه وينا وه پاکستان کې احمديان په رڼا ورځ وژل کيږي ،د دوي کورونو باندې حملې کيږي خو د رياض پير زاده په خبره ادارې دوي ته تحفظ ورکولو کې پاتې راغلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې جماعت احمديه تور لګوي چې د هيواد بيلا بيل برخو کې د دوي په ضد دمذهب دسپکاوي دمخنیوي قانون نه د ناوړه استفادې پېښې هم زیاتې شوي دي.

د احمدي ټولنې د وياند عامر محمود ترمخه تير يو کال کې د دوي د ١٨٥ قبرونو سپکاوى شوى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG