لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: پوځ په هوشاب کې د 10 ترهګرو وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د بلوچستان صوبې په هوشاب سيمه کې يې د استخباراتو په اساس عمليات کړي او 10 ترهګر يې وژلي دي، يو يې په ژوبل په حالت کې يې نيولي او دوه ترې تښتېدلې دي.

د پاکستان پوځ د نهې/ سه شنبې په ورځ ناوخته مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې د ترهګرو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو ويلي يې دي چې وژل شوي ترهګر د ترهګرۍ په پېښو، امنيتي او عامو خلکو په نخښه کولو کې ککړ وو.

پوځ ویلي د ترهګرو د موجودګۍ اطلاع وه چې د 12 نه 14 پورې ترهګر موجود دي او د هغو پرضد عمليات کېدل چې ترهګرو په امنيتي اهلکارو ډزې پېل کړې.

ويل شوي د ترهګرو سره په نښته کې بيا 10 تنه ترهګر وژل شوي، يو په ژوبل حالت کې نيول شوی او دوه تښتېدلي دي.

پوځ دا نه دي ويلي چې د ترهګرو سره په نښته کې امنيتي اهلکارو ته هم کومه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادې پېښې په اړه په سمدستي ډول کوم ډلې هم څه نه دي ويلي.

نزدې لس ورځې وړاندې هم پوځ په ياده سيمه کې د دوه نورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت د دغه ډول عملياتو دعوې کيږي.

د بلوڅ سياسي ګوندونو او د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز تنظيم زياتره وخت پر داسې پوځي عملياتو نيوکې کوي، او تور پورې کوي چې په داسې پېښو کې له اوله لادرکه کړل شوي بلوڅ فعالان وژل کېږي، خو حکومت او پوځي ادارې د دې تورونه ردوي او وژل شوي ترهګر بولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG