لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:پنجاب کې سږکال په ښځو اؤ ماشومانو تر7500 زیاتې دجنسي تېريو اؤ تشدد پېښې رامنځته شوي دي


د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن ویلي چي د کال 2022 په لومړيو لسو مياشتو کې د پنجاب دننه د ماشومانو سره د تشدد او جنسي زياتو 4503 او د ښځو خلاف د جنسي تېريو 3088 پېښې رپورټ شوي دي.

رپورټ کې ويل شوي چې د ماشومانو سره د زياتي 27 فيصدي پېښې يوازې په لاهور ښار کې رامنځته شوې دي.

پنجاب کې وومن ډوېلپمنټ محکمې د غېر دولتي تنظيمونو د شمېرو نه خو پخلې کړی او نه يې رد کړې دي خو وايي چې په صوبه کې به د ښځو د صورتحال په محکمه خپل رپورټ راتلونکې دسمبر میاشت کې جاري کوي

د ښځو او ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن ویلي چي د کال 2022 په لومړيو لسو مياشتو کې د پنجاب دننه د ماشومانو سره د تشدد او جنسي زياتیو 4503 او د ښځو خلاف د جنسي تېريو 3088 پېښې رپورټ شوې دي.

د غېر دولتي تنظيمونو لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي چې دا شمېرې د پنجاب د پولیس محکمې څخه اخستل شوي دي.

په رپورټ کې د ښځو پرضد د تشدد او جنسي تېریو لپاره د لاهور، فېصل اباد، سرګودها او شېخوپوره ضلعې تر ټولو زياتې خطرناکې ګرځول شوې دي او وايي په لاهور کې د ښځو خلاف د جنسي تېريو 446 پېښې، فېصل اباد کې 200،سرګودها کې 172 او شېخوپوره کې 137 پېښې رامنځ ته شوې دي.

هم دا ډول په رپورټ کې راغلي چې د ماشومانو سره د جنسي زياتیو په 4503 پېښو کې تر ټولو زیاتې پېښې د لاهور ښار څخه رپورټ شوي دي چې د ټولو پېښو 27 فيصدي برخه ده.

د رپورټ ترمخه د لاهور په ضلعه کې د ماشومانو سره د جنسي تېريو 121 پېښې، فېصل اباد څخه 290، شېخوپوره نه 204، قصور څخه 181، ګوجرانواله او پنډې څخه په ترتيب وار ډول 177 پېښې رپورټ شوي دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې په دې رپورټ د پنجاب حکومت د ښځو د پرمختيا محکمې یا وومن ډوېلپمنټ ډيپارټمنټ جنډر مانيټرنګ سپشلسټ مزمل حسېن وویل هغه په دې رپورټ کې د ورکړل شوو شمېرو نه خو پخلی کوي او نه یې ردوي.

ښاغلي حسېن دا منلې ده چې په پنجاب صوبه کې د ښځو خلاف د تشدد او جنسي تېریو پېښې کېږي خو د سرکاري شمېرو د شريکولو څخه یې ډډه وکړه او وئ ويل چې په دې اړه به یاده محکمه خپل رپورټ د روان کال د دسمبر دمياشتې په 7مه نېټه جارى کوي.

د غېر دولتي تنظيم په اعلامیه کې د پنجاب وومن پروټکش اتهارټي د مشرې رافعه کمال له قوله ویل شوي دي چې د ښځو او ماشومانو په ضد د تشدد او جنسي تېریو کره شمیرې نشته خو په خلکو یې غږ کړی چې باید داسې پېښې پولیسو ته رپورټ کړي.

د غېر دولتي تنظيم سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن مشر سيد کوثر عباس ډيوه ته ویلي ددې شمېرو د راغونډولو مقصد په پنجاب کې د ښځو او ماشومانو خلاف د تشدد په اړه په ضلعي کچه صورتحال وړاندې کول دي.

هغه وايي داسې پېښې زياتره په مطبوعاتو کې نه رپورټ کېږي او دا کومې شمېرې چې مخې ته راغلي دا ښايي چې په پنجاب کې د ښځو او ماشومانو لپاره حالات ساز ګار نه دي.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه سره خبرو کې وېلي په متاسفانه توګه حکومت هم د ټول هېواد په کچه د ماشومانو خلاف د جنسي تېريو کره شمېرې نه لري.

نوموړي وويل دا رپورټ ښايي چې د ماشومانو سره د جنسي زياتي 27 فيصدي پېښې يوازې د لاهور ښار څخه رپورټ شوي ددې علتونه څه دې باېد چې تحقیق پرې وکړی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG