لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎د ترکي او شام په پوله د جګړې په ختمولو کې د امريکا کوښښونه نه دي کامياب شوي


واشنګټن- د امريکا لخوا د ترکي او د شامي کردانو تر منځ د روانې جګړې د بندولو کوښښونه ناکامه شوي او دا سره د دې چې امريکا خبرداری ورکړی چې د جګړې ټوله ګټه به داعش ته رسي خو دواړه خواوې بيا هم د يو بل نه په شا کېدو ته تيارې نه دي.

د امريکا دفاعي او پوځي چارواکي وايي دوی په دوامداره توګه د ترکي د حکومت سره چې د نيټو غړی دی او د شامي کرديانو د ډلې سيرين ډيموکريټېک فورسېز (ايس ډي ايف) سره څوک چې د داعش خلاف د امريکا اتحاديان دي په رابطو کې دي خو جګړه نه ده ودرېدلې.

د وي او ای پوښتنې ته د نيټو يو وياند په ځواب کې ويلي دوی نه ويني چې جګړه کمه شوې او د جګړې د ختمولو غږ يې کړی.

وياند زياته کړه نيټو د هر هغه پوځي عملياتو مخالفت کوي چې د سيمې امن او استحکام ته خطر پېښوي، د ولسي وکړو ژوند په خطر کې اچوي او د دې تر څنګ د داعش د ماتې د پاره روان اپريشن ته خنډان جوړوي.

د مسلسل اپيلونو باوجود تېره ورځ ترکي او ايس ډي ايف دواړو داسې اشارې ورکړي چې جګړه نوره هم تېزه کړي ځکه چې ترکي چارواکي په دې زور اچوي چې ايس ډي ايف دې اتحاديان نه بلکې د کردستان ورکرز پارټۍ (پي کی کی) ښاخ وګڼل شي کومه چې په ترکي کې ترهګره ډله ګرځول شوې ده.

په واشنګټن کې د ترکي سفارت چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته وويل “مونږ ژمن يو چې خپل قامي امن ته د ورپېښې خطرې خاتمه وکړو”.

يادو چارواکو وويل ترکي په دې کلک باور لري چې د خپلو پولو دفاع وکړي او د ترهګرۍ زېلې په نخښه کړي او زياته يې کړه چې د ترهګرو پټ ځايونه، سر پناوې، مرکزونه او د تربيې ځايونه له منځه يوسي.

خو امريکا دې ته نه ده تياره چې د ايس ډي ايف نه لاس واخلي څوک چې په کال 2019 کې د داعش د خلافت په ختمولو کې مهم مقام لري.

د امريکا د ترکي او کردانو تر منځ د روغې جوړې په هلو ځلو کې ناکامي د امريکا هغه 900 پوځيان هم د خطر سره مخ کوي چې په شام کې دي او په تېرو ورځو کې ورته په 300 کيلوميټرۍ کې ترکي جنګي الوتکو بمباري کړې وه.

بل خوا د ايس ډي ايف کمانډر مظلوم عابدي خبرداری ورکړی چې ترکي ځواکونه د ځمکنۍ حملې تيارۍ نيسي او حالات ورځ تر بله خرابيږي.

هغه د کولمبيا پوهنتون يو راجوړ کړل شوي فورم ته په انلاين بڼه وويل په شام کې د ترکي لاس پوسي ځواکونه په پوره تيارۍ کې دي او ترکي پوځ په پوله په ګڼ شمېر کې راجمع شوی او پوځي وسلې يې انبار کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG