لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په اورکزۍ ضلع کې د کولې په کان کې چاودنې نهه مزدوران مړه کړي، څلور ټپیان


واشنګټن ـــــ د پښتونخوا د اورکزۍ ضلعې په ډولي سیمه کې د کولې یا ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګېس له کبله چاودنه شوې چې له کبله یې نهه مزدوران مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د اورکزۍ ډپټي کمیشنر عدنان فرید رویټزر خبري ایجنسۍ ته ویلي، په کان کې 13 تنه مزدورانو کار کاوه چې هغه وخت چاودنه وشوه او دوی په کان کې بند پاته شول.

ډپټي کمیشنر وایي د ژغورنې کارکوونکي، ځایي رضاکاران او پولیس د پېښې ځای ته ورغلي دي او د نهو تنو مړي یې را ایستلي دي.

عدنان فرید وایي څلور تنه مزدوران چې شدید ټپيان شوي دي هغوی یې هم را ایستلي، د سیمې سرکاري روغتون ته یې رسولي دي او علاج یې روان دی.

د کوهاټ ډیویژن کمیشنر محمود اسلم وزیر پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او اړوندو چارواکو ته یې امر کړی دی چې سمدستي د پېښې د علت په اړه پلټنه وکړي. هغه ډان ورځپاڼې ته ویلي:

"د لومړنیو رپوټونو له مخې دا چاودنه په مځکه کې 2,500 فیټه لاندې شوې ده".

کمیشنر د کولې یا د ډبرو سکرو د کانونو ټېکدارانو ته هم امر کړی چې کان کیندونکو مزدورانو ته په کانونو کې کارول کېدونکي د ژغورنې نوي اوزار ورکړي او د هغوی د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

اسلم وزیر خبرداری ورکړی چې که ټېکداران د مزدورانو د ژغورنې په برخه کې سرغړونه وکړي نو له قانون سره سمه سزا به ورکړل شي.

د اورکزۍ ضلعې د پولیسو مشر نذیر خان رویټرز ته ویلي، د پښتونخوا حکومت د ماینونو د پرمختایي ادارې یوې سرکاري ډلې د پېښې د ځای څارنه کړې او وایي چاودنه "په ماین کې د ګېس د بڅرکو له کبله شوې ده".

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په دې پېښه کې د مزدورانو پر مړینه او ټپي کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د پاکستان د سرکاري خبري ایجنسۍ اې پي پي د خبر له مخې وزیراعظم د ماینونو د ادارې چارواکو ته امر کړی چې په پېښه کې ټپي شویو کسانو ته د علاج لپاره ټولې ممکنه اسانتیاوې برابرې کړي.

د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې د کولې یا ډبرو سکرو په سلګونو کانونه دي چې هر کال د زهرجنو ګېسو د چاودنو له کبله سلګونه مزدوران پکې مړه کېږي او ټپیان کېږي.

د پاکستان د کارګرو د تنظیمونو له ډېرو کلونو راهیسې پرله پسې په احتجاجونو کې شکایت کوي چې په دغو کانونو کې د مزدورانو لپاره د خوندیتوب د مناسبو اسانتیاوو نشتوالی او د کار خراب حالات د پرله پسې پېښو اصلي سببونه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG