لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصف زرداري: په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې به د بې باورۍ تحریک وړاندې کوو


د پي ډي اېم په اتحاد کې شامل ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ شريک مشر اصف علي زرداري ويلي، که د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبليانې ماتې کړی شوې په انتخاباتو کې به پوره برخه اخلي، په خېبرپښتونخوا او پنجاب کې به د بې باورۍ تحریک وړاندې کوي او که اسمبليانې ماتې نه کړی شوی، په اپوزيش کې به وي.

پخواني صدر اصف علي زرداري دغه خبره د [اج نيوز] سره په مرکه کې کړې ده.

په 26 نومبر د پاکستان تحریک انصاف ګوند او مخکني وزیراعظم عمران خان د خپل ګوند د لانګ مارچ په اسلام اباد کې ختمېدو په مهال وينا کې ويلي وو، پرېکړه يې کړې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د اسمبليانو څخه ووځي.

هغه ويلي وو چې د صوبو د اعلا وزيرانو او د ګوند د پارليماني غړو سره د مشورې وروسته به د اسمبليانو څخه د استعفو نېټه اعلان کړي.

عمران خان د اپریل په میاشت کې د پارليمان د بې باورۍ د رایو له لارې د وزیراعظمۍ له څوکۍ لرې کړل شوی وو او د هغې وروسته يې احتجاجونه پېل کړي او د نوي سره د انتخاباتو غوښتنه کوي خو د پي ډي اېم اتحادي حکومت وايي انتخابات به په خپل وخت کيږي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند دا وخت په خېبر پښتونخوا کې خپل يواځې، او په پنجاب صوبه کې د مسلم ليګ ق سره ايتلافي حکومت لري، د ياد ګوند په ګلګت بلتستان او د پاکستان واک لاندې کشمير کې هم ايتلافى حکومتونه دي.

اصف علي زرداري ويلي هغه ته نه ښکاري چې عمران خان به اسبمليانې ماتې کړي او که ماتې يې کړي د دوی سره بدل پلان موجود دی.

هغه دعوه کړې چې په پنجاب کې ورسره د بې باورۍ د تحریک کاميابولو دپاره ممبران پوره دي او په خېبرپښتونخوا کې ځينې بې لارې شوي ملګري چې تحريک انصاف ته تللي هغوی بيرته به راشي.

زرداري ویلي، د هغه په نظر د وخت نه وړاندې انتخابات د ملک او جمهوریت په ګټه نه دي.

عمران خان بيا بيا غوښتنه کوي چې د ملک د مسلو يواځینی حل انتخابات اعلانول دي.

پرون د پنجاب د وزيراعلا پروېز الهی د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او پروېز خټک سره ليدلي دي.

پروېز الهی ویلي د دوی سره یې په ملک کې په روانو سياسي چارو خبرې شوي دي.

د پنجاب د وزیراعلا په خبره د د مخالفه ګوندونو سره ممبران نشته او د بې باورۍ يا عدم اعتماد په خبره ځان خوشالوي. او دوی به د عمران خان سره ولاړ وي.

بل لور ته د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ویلي، چې عمران خان ورته کله اووايي اسمبلۍ به ماتوي.

يوې جلسې ته په وينا کې يې ويلي حکومت د انتخاباتو نه تېښه ته کوي ځکه چې ورته معلومه ده ماتې به خوري.

خو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي عمران خان په ملک کې بې ثباتي جوړوي.

هغه ویلي د عمران خان لاريون ناکامه شوی، اوس د بحران جوړولو دپاره د پنجاب او خېبرپښتونخوا د اسمبلیانو ماتولو خبره کوي، که دا نظام د غبن وي نو د ګلګت بلتستان او کشمير حکومتونه دې هم پرېږدي د سېنېټ نه دې مستعفي شي او صدر دې هم وغواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG