واشنګټن ــــ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر «اوچا» اټکل کړی چې په را روان 2023م کال کې به افغانستان د لوږې له شدید بحران سره مخ وي، وایي د دې بحران د مخنیوي لپاره تر څلورنیم اربه ډالرو زیاتې مرستې ته اړتیا ده.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا دویم ژمی دی چې د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان خلک یې په لوږه او د ځان تودولو لپاره د وسایلو نه لرلو په خراب حالت کې تېروي.
د بشري مرستو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «اوچا» پخپل تازه رپوت کې ویلي، چې افغانستان لا هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې له زیات بشري ناورین سره مخامخ دی.
«اوچا» د دسمبر پر لومړۍ نېټه خپاره کړي رپوټ کې اټکل کړی چې په روان کال کې به د دې ملک د ابادۍ په درو کې دوې برخې بشري مرستو ته اړتیا لري، ځکه چې وایي د وچکالۍ غوندې حالت درېیم کال ته داخلېږي او دویم کال دی چې اقتصاد یې لوېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر د اندازې له مخې په 2023م کال کې به د ریکارډ کچې 28.3 میلینه خلک بشري او د ځان خوندیتوب مرستو ته اړتیا لري.
رپوټ وایي په 2022م کال کې دا کچه یو څه ټیټه وه او 24.4 میلینه خلکو او په 2021م کال کې تر هغه هم کم 18.4 میلینه خلکو د لوږې له کبله بهرنیو مرستو ته اړتیا لرله.
«اوچا» په ټینګار سره دا هم ویلي چې باید ډاډ ورکړل شي چې افغانې ښځې هم د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي او خپله دوی ته هم مرستې ورسېږي، ځکه چې وایي ښځې د افغانستان 50 فیصده برخه جوړوي.
«اوچا» وایي په انساني اړتیاوو کې بنیادي محرک په لوړه کچه د خلکو خوراکي عدم تحفظ دی، وایي په دوی کې 20 میلینه کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي، چې پکې شپږ میلینه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وایي افغانستان د موسمي بدلون له امله هم له کړکېچ سره مخ دی، وایي په 34 ولایتونو کې یې په 30 کې د اوبو کیفیت بېخي ټیټ دی، چې له کبله یې په 2022م کال کې د 2020م کال په نسبت شپږ چنده زیاتې کورنۍ له وچکالۍ سره مخ دي.
«اوچا» پخپل کالني رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې دواړه رسمي او غیررسمي اقتصادونه د مالي او تجارتي تګلارې د ګډوډوۍ، د خلکو د بایللي روزګار له کبله د شیانو اخیستلو د توان کمزورۍ او د مخامخ نړیوالو پرمختیایي مرستو د ناڅاپي کمښت له امله په ډرامایي توګه له زیان سره مخ دي چې مخکې د عامو لګښتونو 75 برخه وه.
رپوټ وایي د بیکارۍ لوړې کچې او د د ورځني شیانو پرله پسې ګرانۍ له 2019م کال وروسته د یوې کورنۍ اوسط پور یا قرضه شپږ چنده زیاته کړې ده او له 2021 راهیسې یې د ښاري کورنیو لپاره 44 فیصد زیاته کړې ده.
«اوچا» وایي په افغانستان کې د خلکو د اړتیا بل لوی سبب د خوندیتوب د حالت خرابېدل دي، وایي بنیادي وجه یې پر ښځو او نجونو زیاتېدونکي بندیزونه دي چې پکې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیمه او ښځې له کارونو محرومېدل دي.
ملګري ملتونه وایي د افغانستان له 28.3 میلینه خلکو څخه چې مرستو ته اړتیا لري، مرسته کوونکو ادارو 23.7 میلینه خلکو ته لومړیتوب ورکړی چې په 2023 کې یې د هغوی لپاره 4.62 اربه ډالر مرسته تر لاسه کړي.