لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکې، پاکستان د مذهبي ازاديو د سرغړونو د ځانګړې اندېښنې وړ ملکونو په نوملړ کې شامل کړی


امریکې د مذهبي ازاديو د سرغړونو په اړه د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په نوملړ کې پاکستان شامل کړی دی، په دغه نوملړ کې چين، روس او سعودي عرب سره نور هېوادونه هم شامل دي افغانستان په دغه نوملړ کې نه دی شامل.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "په ګرده نړۍ کې حکومتونه او غېر ریاستي عناصر د عقيدې په بنياد خلک ځوروي، ګواښونه ورته کوي، په جېلونو کې يې اچوي او تر دې چې وژني يې. او ځينې د سياسي ګټو دپاره مذهبي ازادي محدودوي".

امریکې ویلي، "دا کړنې تقسيم راولي، اقتصادي امنيت زيانمنوي، امن او سياسي ثبات ته ګواښ جوړوي". امریکا به د دې سرغړونو په وړاندې ودريږي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت په پاڼه پرون د جمعې په ورځ [دويم دسمبر] خپور شوي بيان کې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن ويلي،

"نن زه برما، چين، اريټيريا، ایران، نکاراګوا، ډي پي ار کی، پاکستان، روس، سعودي عرب، تاجکستان او ترکمانستان د مذهبي ازادۍ د ځانګړې اندېښنې هېوادونه اعلانوم چرته چې د مذهبي ازادۍ سرغړونې کيږي".

نوموړي د الشباب، داعش او طالبانو سره څو نورې ډلې د ځانګړو اندېښنو د ادارو په توګه نومولي دي.

بلينکن ويلي، دغه اعلان د امریکا د اقدارو او ګټو په نظر کې ساتلو او په ګرده نړۍ کې د ملي امنيت او د بشري حقونو د پرمختګ دپاره دی. او هغه ملکونه چې دغه او نور بشري حقونه خوندي ساتي د امریکا ډېر سوله ييز، باثباته او باور وړ خوشاله ملګري دي، د هغو په مقابله کې چې کوم يې نه ساتي.

په بيان کې ویل شوي امریکا په ګرده نړۍ کې د مذهب يا عقيدې د ازادۍ څارنه کوي د ځورونو سره مخ خلکو وکالت کوي، خپل اندېښنې شريکوي او د هغو هېوادونو هرکلی کوي چې د دغه نوملړ څخه وتلودپاره ګامونه پورته کوي.

پاکستان په سمدستي ډول دغه بيان ته کوم غبرګون نه دی ویلي خو له دې وړاندې يې تل دريځ خپل کړی چې د پاکستان په ايين کې د ټولو بشري، مذهبي او سیاسي حقونو خبره شوې او ټولو ته خپل حقونه ورکول کيږي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د نړيوالې ازادۍ دپاره امریکايي کمېشن د مذهبي سرغړونو په لړ کې د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په نوملړ کې د هند او نايجيريا په نومونو نه شاملو د حېرانتيا څرګندونه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG