لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: ټي ټي پي پاکستان ته يو ګواښ دی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "چې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي]، پاکستان ته يو ګواښ دی او د دې حقيقت څخه څوک انکار نه شي کولی"، دا په داسې حال کې چې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او په درېو ورځو کې يې د يو ځانمرګي په ګډون د څو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ نه پرون د جمعې په ورځ [دوېم دسمبر] په اوونيزه خبري غونډه کې پوښتنې شوي چې، د بهرنيو چارو وزیر مملکت حنا رباني کهر د کابل په سفر کې د طالبانو د حکومت سره د ټي ټي پي په موضوع خبرې کړي دي؟.

هغې په ځواب کې ویلي، پاکستان په ملک کې په ترهګرۍ ژورې اندېښنې لري او څو پورې چې د کابل سره د دغه اندېښنې شريکولو خبره ده، حنا رباني کهر په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د چارواکو سره په ټولو دوه اړخيزه او نړيوالو موضوعاتو خبرې کړي دي.

هغې زياته کړه، افغان لوري ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان او بل کوم هېواد پرضد د ترهګرۍ پرضد کارېدو ته نه پرېږدي، او مونږ تمه لرو چې دوی به خپلې ژمنو ته درناوی ولري.

دغې پوښتنې ته چې امریکا ویلي "د پاکستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د کلکې همکارۍ او ترهګرو ډلو پرضد د کوټلو عملياتو په لټه کې يو"، بلوڅ وويل، "ټي ټي پي پاکستان ته يو ګواښ دی او د دې حقيقت څخه انکار نه شي کېدی".

هغې زياته کړې، "مونږ د ټي ټي پي لخوا په غټه کچه اغېزمن شوي وو او اوس هم د پاکستان وګړي او امنيتي ځواکونه په هدف کوي. او مونږ ته چې [د امریکې] لخوا د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو پرضد د کلکې مبارزې باور راکړی شوی دی، تمه لرو چې دغو ژمنو ته به درناوی ولرل شي".

ټي ټي پي چې په 28 نومبر د پاکستان سره ډز بندي ختمه کړې او د بريدونو زمه وارۍ يې منل پېل کړي دي، پرون په کابل کې د پاکستان په ناظم الامور شوي برید کې د هغه یو ساتونکی درې ډزه لګېدلی او سخت ژوبل شوی دی او ناظم الامور په بريد کې بچ شوی دی.

پاکستان د افغان دولت نه په سمدستي ډول د دې پېښې د پلټنو او پېښه کې دککړو کسانو د نیولو او د قانون منګولو ته د راکش کولو غوښتنه کړې ده.

د دغه برید زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په سفارت د بريد غندنه کړې او ويلي يې دي، هيڅکله به چاته اجازه ور نه کړي چې په کابل کې د ډيپلوماټيکو ماموريتونوامنيت وګواښي.

په کابل کې د پاکستان په سفارت دغه بريد په داسې حال کې شوی چې په 29 نومبر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مملکت حنا رباني د کابل يو ورځنی سفر کړی او ويلي يې وو د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت، تعلیم او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG