لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: ماين چاودنه کې يوه ښځه ټپي شوې


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې په ماين چاودنه کې يوه زنانه ژوبل شوې ده، بل لور ته چارواکي وایي، د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په شیوا علاقه کې يې عمليات کړي او د يو ترهګر د وژلو دعوه يې کړې ده.

په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي تیره ورځ یې د شمالي وزيرستان په شیوا سیمه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس د ترهګرو پرضد عمليات کړي او د ډزو په تبادله کې یو ترهګر وژل شوی دی.

سرچینو ویلي د ډزو په تبادله کې د تحریک طالبان پاکستان مهم کمانډر محمد سرکی وژل شوی څوک چې د چاودنو ماهر، او ترهګرو کړنو، په هدفي وژنو، په امنیتي عسکرو بریدونو او د تاوان دپاره د تښتونو په پېښو کې ککړ وو. خو د دغه دعوې له ازادو سرچینو څخه تصدیق نه دی شوی.

د عملياتو په اړه د پاکستان پوځ په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه سرچینو د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته د تاوان اوښتو څه ویلي دي.

د دسمبر په لومړۍ د پاکستان پوځ ویلي وو قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ نښته کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوي وو. د دغه پېښې زمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه منلې وه.

بل لور ته چارواکي وایي د بره جنوبي وزیرستان په تیارزه سیمه کې د ځمکني ماین چاودنه شوې چې پکې یوه زنانه ژوبل شوې ده.

د سيمې نه پوليسو دغه پېښه تاييد کړې او ویل شوي ژوبل زنانه د واڼا روغتون ته منتقل کړی شوې ده.

د علاقې یوه تن مصطفی مسید وویل دا پېښه نن سهار په سور کلي علاقه کې هغه مهال شوې چې یوې زنانه د کور سره نزدې لرګي راوړول.

هغه وویل په چاودنه کې د زنانه پښه پرې شوې او په نور جسم یې زخمونه راغلي.

هغه وویل په علاقه کې په دې نزدې وخت کې د ځمکني ماین چاودنو دا پینځمه پېښه ده خو د ماینونو صفایی د پاره څوک ګامونه نه اخلي.

دوه ورځې وړاندې سرویکۍ علاقه کې يوه ماين چاودنه شوې چې پکې یو کم عمره هلک ژوبل شوی وو.

پي ټي اېم په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د روان کال په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG