لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: تېره میاشت پاکستان کې 34 ترهګریزو بریدونو کې 46 کسان وژل شوي دي


پاکستان کې د ترهګريزو فعاليتونو د څار خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل تازه رپورټ کې ويلي د هېواد د نورو سیمو په پرتله دتېر نومبر میاشت کې په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ په پېښو کې 50 فيصدي اضافه شوې ده.

رپورټ وایي که څه هم سږکال د اکتوبر د مياشتې په پرتله د تېر نومبر په میاشت کې د وسله والو په بريدونو کې 12 فيصدي کمی ليدل شوی خو دغه مهال په دې کې د مرګونو په شمېره کې 39 فيصدي اضافه رېکارډ شوې ده.

امنیتي چارو کارپوهان وايي تر څو چې د پاکستاني طالبانو د تحريک وسله وال او مشران په افغانستان کې پټ وي تر هغې به دا ډله د پاکستان لپاره د يو ستر او جدي ګواښ په حېث موجوده وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ستمبر په مېاشت د پاکستان د حکومت سره د ډز بندې د ختمولو د اعلانه سمدستي وروسته ټي ټي پي په پرله پسې ډول دوه ځانمرګي بريدونه کړي.

دڅېړنيزې ادارې پېکس په رپورټ کې ويل شوي چې وسله والو د نومبر په میاشت کې 34 حملې کړي چې په کې 46 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه په وژل شوؤ کسانو کې د 17 امنیتي ځواکونو په ګډون 25 عام خلک شامل دي.

رپورټ کې وېل شوي چې سږکال د تېر اکتوبر په مياشت کې د وسله والو په 39 حملو کې 33 کسان وژل شوي وو.

رپورټ وایي د نومبر د مياشتې په پاې کې د پاکستاني طالبانو د تحريک لخوا د ډز بندې د ختمولو او په بريدونو کې د شدت راوستو د اعلانه دوه ورځې وروسته دغه ډلې په پرله پسې توګه کويټه او قبايلي ضلعو کې دوه ځانمرګي بريدونه هم کړي.

په دې تازه شمېرو او راتونکي کې د ټي ټي پي د ګواښ په اړه ډيوه سره خبرو کې د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز تحقیق کار عبدالله خان وايي تر څو چې پاکستاني طالبانو ته د افغانستان په خاوره ځالې ترلاسه وي تر هغې به دغه لا قانونه ډله د پاکستان امنيت ته د يو ستر ګواښ په توګه موجوده وي.

ښاغلی عبدالله بيا وايي که دې شمېرو ته وکتل شي نو ښايي چې د طالبانو په حملو کې ډېر لږ کمی راغلی دی.

ښاغلې عبدالله وايي په عملي توګه خو د پاکستاني طالبانو د تحريک ډز بندي هغه وخت ختمه شوه کله چې دوي د ستمبر په مياشت کې په ظاهره دفاعي حملې پېل کړې.

وايي د حملو اوسني رجحان ته په کتلو سره وېلی شي چې ټي ټي پي به په راتلونکې کې د پاکستان په لويو ښارونو کې د بريدونو هڅې وکړي.

په عېن حال کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم تحريک طالبان پاکستان، د پاکستان لپاره يو ګواښ ګرځولی او ویلي یې دي ددې حقیقت څخه څوک هم انکار نشي کولی.

د پېکس په دې تازه مياشتني رپورټ کې ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې هم د تېر اکتوبر د مياشتې په پرتله د نومبر په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې 50 فيصدى اضافه راغلې ده.

رپورټ وايي د نومبر په میاشت کې په پخوانې فاټا کې په 12 ترهګریزو حملو کې د 5 امنتیي عسکرو په ګډون 17 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 2 وسله وال وژل شوي او 3 نور نيول شوي هم دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د تېر زيارت په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې خبرداری ؤرکړی و چې د افغانستان له دخاورې نه کېدونکې ترهګري د سيمې د امنیت لپاره ګواښ دی.

څېړنيزې ادارې ویلي چې په خېبر پښتونخوا کې د اکتوبر په مقابله کې د نومبر په میاشت کې د ترهګرو په حملو کې 15 فيصدى کمی راغلی دی.

د رپورټ ترمخه سږکال د نومبر په میاشت کې دغلته 11 ترهګريز بريدونه شوي چې پکې د نهو امنیتي ځواکونو په ګډون 14 کسان وژل شوي دي.

وايي په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرو خلاف د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 6 ترهګر وژل شوي او يو نيول شوی دی.

دې رپورټ کې د بلوچستان دننه د ترهګرۍ د پېښو په اړه وېل شوي چې دغه صوبه کې سږکال د اکتوبر د مياشتې په پرتله د نومبر میاشت کې د وسله والو په حملو کې 34 فيصدي کمی ليدل شوی او نومبر کې دغلته 9 حملې شوي چې پکې د دريوؤ امنتیي عسکرو په شمول 11 عام وګړي وژل شوي دي.

رپورټ وايي دغه مهال بلوچستان کې د وسله والو ضد د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو کې د لا قانونه ډلو 25 ټوپک ماران وژل شوي دي.

د امنیتي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخواني افسر ليفټننټ جنرال( ر ) طلعت مسعود ډيوه ته وېلي د پاکستان اصل دښمن د پاکستاني طالبانو ډله ده چې په افغانستان کې ځالې لري.

ښاغلی طلعت مسعود وايي پاکستان د ټي ټي پي خلاف د عملیاتو هوډ کړی او مخ په زیاتېدونکې ترهګري د پاکستان د پوځ د نوي مشر جنرال سيد عاصم منير لپاره يو ستر چېلنج دی .

نوموړی وایي هغه ګڼي چې پوځ به دا ځل د ټي ټي پي خلاف غوڅ عمليات وکړي.

د پېکس په دې رپورټ کې د ترهګرۍ د پېښو موازنه د کال 2021 د لومړيو 11 مياشتو د پېښو سره شوې ده او وايي د کال 2022 د لومړيو 11 مياشتو دوران کې د وسله والو په بريدونو کې 23 فيصدي اضافه ليدل شوې ده او په دې مهال د مرګونو په کچه کې هم 35 فيصدى اضافه رېکارډ کړی شوې ده.

وايي د سږني کال په لومړيو 11 مياشتو کې وسله والو ټولې 330 حملې کړي چې په کې 483 کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG