لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې د جاني خیلو احتجاجي مظاهره، وایي د امن غوښتنه یې نه ده منل شوې، بیا پرلت پیلوي


دخیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د جاني خېل قام احتجاجي مظاهره کړې او ویلي یې دي چې په حکومتي کچه د دوی سره شوي د امن په تړون او نورو غوښتنو عمل نه کیږي او دوي مجبور شوي چې بیا احتجاجي پرلت پېل کړي .

جاني خېلو دا احتجاج نن د خالي/شنبې په ورځ وروسته له هغې کړی چې په دې وروستیو کې د امن د پاره په احتجاج بوخت سیمه ییز خلک دپولیسو لخوا نیول کیږي .

حکومتي چارواکي وایي جاني خیلو سره شوې ژمنې په ځای دي او سیمه کې یې د نورو ترقیاتي پروژو ترڅنګ دامنیت د ټینګښت پاره د پولیسو تاڼه جوړه کړې ده او مقدمو کې نومول شوي کسان ګرفتار وي.

احتجاج کې برخه اخستونکي یو تن ډاکټر نور محمد وي او ای ډیوه ته وویل د دوی احتجاجونه پرامن وو او د احتجاج پرمهال د دوی یوازینۍ غوښتنه سیمه کې دامن ټينګښت و چې حکومتي چارواکو دوی سره دا غوښتنه منلې ده .

هغه وویل د دوی احتجاجونه پرامن وو خو په دوی د بغاوت،ترهګرې او اړي ګړي جوړولو اؤ د وضعیت خرابولو مقدمې جوړې کړل شوي چې پکې د سیمې خلک نیول کیږي.

جاني خېل د بنو ښار نه نزدې 30 کلومیټره لرې شمال لويديځ سیمه ده چې پولې يې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او لکي مروت ضلعو سره لګیدلي دي.

جاني خېل پرله پسې دامنیت د غوښتنې ترڅنګ دخپلې سیمې وسله والو نه پاکولو لپاره احتجاجي مظاهرې کوي او د تیر کال د مارچ په مياشت کې یې د څلورو تنکيو هلکانو د جسدونو موندلو وروسته اته ورځې او بیا د مئ په میاشت کې یې د یو قبایلي مشر د وژنې پرضد 28 ورځې پرلت وهلی ؤ.

دغه دواړه پرلتونه وروسته له هغې وروسته ځنډول شوي وو چې د صوبې وزيراعلا محمود خان او بيا د قامي مشرانو په منځګړیتوب د صوبې د يو وزیر او ضلعي انتظامیې د جاني خېلو سره معاهدې کړې وې او د دوئ غوښتنې يې منلې وې.

د وزیراعلا په مشرۍ معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې دککړو کسانو دنيولو او ورته دسزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ژمنې شوې وې.

په علاقه کې د پي ټي ایم فعال او د جاني خېل قامي جرګې غړی لطیف وزیري وايي د دوی په غوښتو تر اوسه هیڅ عمل نه دی شوی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د مذاکراتو پرمهال په احتجاج کوونکو د جوړو مقدمو ختمولو ویل شوي وو خو اوس په هغه مفدمو کې خلک نیول کیږي.

لطیف وزیری زیاته کړه د دوی تر ټولو لویه ستونزه په علاقه کې هدفي وژنې دي، چې د علاقې خلک یې د پرېشانۍ سره مخ کړي دي، خو حکومت یې د نا امنۍ د مخنیوي غوښتنه نه مني او د مرستو ورکولو ورته ویل کیږي.

هغه وویل مجبور شوي که په لسو ورځو کې حکومتي چارواکو د دوی په غوښتنو عمل ونه کړو بیا به اینده تګلاره جوړوي .

وي او ای ډیوه د بنو پولیسو او دانتظامیې مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.

په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډيوه ته وویل جاني خېلو سره شوې ژمنې په ځای دي او سیمه کې یې د نورو ترقیاتي پروژو ترڅنګ دامنیت ټینګښت پاره د پولیسو تاڼه جوړه کړی شوې ده او مقدمو کې نومول شوي کسان نیول کیږي.

هغه وویل جاني خېل ته دوی لارې خلاصې دي را دي شي خبرو ته دې کښیني بیا سره خبرې وکړو چې چرته کمي وي هغه به پوره کړو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG