لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په هرنايي کې د کولې کان غورځېدلی، شپږ مزدوران پکې بند پاتې شوي


د هرنايي ضلعې مرستيال کمشنر سردار محمد رفيق ترين وایي د هرنايي په شاهرګه سيمه کې د کولې کان نړيدلی چې پکې شپږ تنه کان کيندونکي بند پاتې دي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دشنبې په سهار پر ورته له شاهرګې څخه خبر راغلی چې دکولې کان نړيدلی خو وایي تازه اطلاع دا ده چې شپږ تنه هم پکې بند دي.

هغه وایي د پي ايم ډي سي مرستندويه ټيم، ايف سي او ليويز موقعې ته رسيدلي او د بند پاتې کسانو د را ويستلو لپاره هڅې راونې دي.

مرستيال کمشنر وايي چې کان زيات ژور دی او ځايي مرستندويه ټيمونه په اسانۍ نه شي کولی چې دوی و ژغوري ځکه يې د ماينز اينډ مينرلز له محکمې د مرستې غوښتنه کړې ده۔

د ځايي خبريال محمد عارف په خبره چې په کوله کان کې د زهرجن ګېس د چاودنې له امله پېښه رامنځ ته شوې، وايي ځايي ټيمونو خو مرستې پېل کړي خو په خبره يې دا ناکافي دي،

" ځايي ټيمونه خو مرستې پېل کړې دي، خو دا کافي نه دي ولې چې د کولې کان تر زر ميټره هم زيات ژور دی، پکار خو دا وه چې له کوټې څخه مرستندويه ټيمونه پر وخت را رسېدلي وای خو له څو ساعتونه تېرېدو پس هم ندي رارسېدلي"

په دې اړه مو د ماينز اينډ مينرلز محکمې له سېکرېټري سېدال لوڼي سره د واتس ایپ له لارې تماس ونيولو هغه پېغام اورېدلی خو د رپورټ د جوړولو تر وخته يې ځواب ونه ویلو۔

د مرستيال کميشنر په وينا په بند پاتې شوؤ کسانو کې د باچا خالد، رحمان الله اؤ نصيب ګل تعلق د سوات سره دی، او د نجيب الله او غني الرحمان تعلق د دير سره سیمې سره دی ،همداشان د سرفراز احمد په نامه کان کيندونکي د خېبر پښتونخوا دشانګلې سيمې سره تعلق لري۔

هغه وایي ددغو ټولو بند پاتې شوؤ کسانو عمرونه له 29 څخه تر 56 کالو پورې دي۔

د ماينز اينډ مينرلز محکمې رپورټ دی چې په بلوچستان کې د کولې د کانونو شمېره 3500 ده چې پکې تر 40000 زيات کان کيندونکي کار کوي، چې لوی شمېر يې له خېبر پښتونخوا او د افغانستان د کار کوونکو دی۔

د کولې د مزدورانو لپاره کار کوونکي تنظيمونه تل پر حکومت نيوکي کوي چې حکومت او اړونده محکمې خپله ذمه واري نه پوره کوي اؤ خواریکښو دخوندیتوب لپاره یې قوانین نه دي پځاي کړي چې له امله یې اکثره داسې پېښې رامنځته کیږي؟

خو حکومتي چارواکي بيا وايي چې د کولې مزدوران د بې احتياطۍ او لا پرواهۍ کار اخلي چې د داسې پېښو سبب ګرځي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG