لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان نوم د بشري حقونو او مذهبي ازادیو په اړه د بدنامو هیوادونو نوملړ ته اچولی دی


د امريکې حکومت د پاکستان نوم د بشري او مذهبي حقونو څخه دسرغړونو لپاره دنړۍ په کچه دبدنامو لسو هیوادونو په نوملړ کې اچولی دی.

که څه هم د وزير اعظم شهباز شريف سلاکار مولانا طاهر اشرفي د امريکایي حکومت دا پريکړه رد کړې
خو وړاندې نه د بشري حقونو تنظيمونه دمذهب دسپکاوي قانون نه دناسمې استفادې ،د اقليتونو په ضد دتوپيري چلند او د خلکو په جبري توګه د اوچتولو پيښو کې د راغلي زېاتوالي پسر د پاکستان په حکومت نيوکى کوي.

اتيره مياشت قامي اسمبلى ته خپله وينا کې د بشري حقونو مرکزي وزير رياض پيرزاده هم منلې وه چې دپاکستان ادارې لږکيو او عام ولس ته تدحفظ ورکولو پځاى برعکس د دوي ځورولو کې ککړې دي.

د امريکا حکومت د کال ١٩٩٨ قانون د لاندې یاد نوملړ کې د هغه ملکونو نومونه اچوي چرته چې په منظم ډول د مذهبي ازادیو او دبشري حقونو دسرغړونو پيښې رامنځ ته کيږي.

د کال ٢٠٢٢ په دغه نوملړ کې د پاکستان نه علاوه د چين ،روس ،سعودي عرب ،تاجکستان او شمالي کوريا نومونه هم شامل دي.

دامریکې دبهرنیو چارو وزير اينتهوني بلنکن ويلي امريکا په دغه يادو هيوادونو کې دمذهبي ازادیو په ضد کاروايي زغملى نه شي.

اينتهوني بلنکن زياته کړې ده چې ګرده نړۍ کي حکومتونه او طاقتوره حلقې د عقيدې په اساس خلک وژني او يا یې بنديوان کړي دي.

دمذهبي ازادۍ څخه په سرغړونو دتورنو هيوادونو نوملړ کې د پاکستان نوم شاملولو ته غبرګون کې د وزير اعظم شهباز شريف د مذهبي يووالي لپاره سلاکار مولانا طاهر اشرفي د امريکایي حکومت دغه پريکړه رد کړې ده.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې ښاغلي اشرفي وويل امريکا د بي بنياده ر پوټونو او پروپپګنډې په اساس د پاکستان نوم دغه نوملړ کې اچولى دى.

هغه وويل پاکستان کې لږکيو ته مکمل تحفظ حاصل دى او دلته چا سره هم د مذهب يا په بله بڼه توپيري چلند نه کيږي.

نوموړي زپاته کړه که د امريکا حکومت سره په دې اړوند کوم ثبوتونه وي نو بايد چې هغه پاکستان سره هم شریک کړي.

خو د بشري حقونو فعال د عېسايي اقليت سره تړاو لرونکى پيټر جيکب وايي پاکستان کې مېډيا باندې راتلونکي خبرونه او عدالتي کاروايۍ د بشري او مذهبي حقونو د سرغړونو ستر او مستند ثبوتونه دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې پيټر جيکب وويل "پاکستان کې د چا نه هم تپوس وکړه نو هغه به درته ووايي چې دلته څنګه مذهب د سياسي ګټو لپاره کارولى شي او څنګه خلک د عقيدو په اساس وژل کيږي، لومړى مونږ ته دخپل کور دننه معاملات سمول پکار دي"

وړاندى نه د بشري حقونو تنظيمونه او د یورپي هيوادونو تنظيم ېورپي يونين پاکستان کې د لږکيو په ضد د مذهب د سپکاوي دقانون نه دناسمې استفادې،د خلکو په جبري توګه د اوچتولو او د لږکيو زنانه و سره دجبري ودونو پېښو کې د راغلي زياتوالي پسر د پاکستان په حکومت نيوکې کوي.

د تير اکتوبر مياشت کې قامي اسمبلى ته خپله وينا کې د بشري حقونو مرکزي وزير رياض پيرزاده تور لګولى و چې پاکستاني ادارې خپل ولس ته دتحفظ ورکولو پځاى برعکس د دوي په ځورولو کې ککړې دي.

د رياض پيرزاده په خبره بلوچستان او د خيبر پښتونخوا قبايلي ضلعو کې د بشري حقونو سرغړونې کيږي او پنجاب کې د احمدي اقليت وګړي او شيعه مسلمانان په رڼا ورځ وژلی شي خو څوک ېې هم تپوس نه کوي.

مرکزي وزير زياته کړې وه د بشري حقونو د سرغړونو پسر پاکستاني ادارو باندې راپورته کيدونکو نيوکو ته ځواب ويل د هغه فرض دي خو هغه ډير په مات زړه سره دغه فرض سر ته رسوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG