لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په نوښار کې درې پولیس افسران وژل شوي، تحریک طالبان پاکستان یې ذمه واري منلې


دا عکس د تېر کال د یو پولیس عسکر د جنازې دی چې په پېښور کې وژل شوی وو.
دا عکس د تېر کال د یو پولیس عسکر د جنازې دی چې په پېښور کې وژل شوی وو.

واشنګټن ـــــ د پښتونخوا په نوښار ضلع کې وسلوالو د پولیسو پر یوه ګاډي حمله کړې ده او درې پولیس افسران یې وژلي دي، تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د دې برید ذمه واري منلې ده.

د سیمې د پولیسو یوه مشر محمد علي ګنډه پور رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، پولیس عسکرو د شنبې- خالي په ماښام د نوښار ضلعې په اکوړه خټک سیمه کې په موټر کې ګزمه کوله چې دوو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

چارواکي وایي دوه پولیس ځای پر ځای وژل شوي او یوه بل په روغتون کې ساه ورکړې وه. د پښتونخوا د پولیسو ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په برید کې درې پولیس افسران وژل شوي دي:

"د اکوړه خټک تاڼې د سوړیاخېل چوکۍ د پولیسو پر موبایل موټر د ترهګرو په ډزو درې پولیس عسکر هیډ کانسټېبل منظور، کانسټېبل امان الله او ډرایور کانسټېبل ایاز پکې شهیدان شول".

د پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د دې پېښې خبر اخیستی او د صوبې د پولیسو له مشر څخه یې د پېښې رپوټ غوښتی دی.

د وزیراعلی له دفتره په خپاره شوي بیان کې هغه د وژل شویو پولیس افسرانو له کورنیو سره خواخوږي کړې ده او ویلي یې دي، "دا پېښه ډېره د افسوس وړ ده، د شهیدانو قرباني به بېځایه نه ځي".

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې تر پېښې څو ګنټې وروسته په یوه بیان کې د دې برید ذمه واري پر غاړه واخیسته.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو دا پېښه غندلې ده. د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان پر ټویټر لیکلي چې په صوبه کې یې د ترهګرۍ او هدفي وژنو پېښې تر خطرناکه حده زیاتې شوې دي.

ایمل ولي خان په نوښار کې د درو پولیس عسکرو د وژنې خبر د افسوس وړ او دردوونکی بللی او تور یې پورې کړی چې صوبایي حکومت یواځې د خپل مشر عمران خان په ژغورلو مصروف دی. ایمل ولي خان لیکلي:

"ښکاري چې دا ځل پولیس او د امن خبرې کوونکي په نخښه کېږي. لومړی په کوټه او اوس په نوښار کې د پولیسو موټر په نخښه شو. که حکومت او امنیتي ادارې ویښې نه شوې نو ډېر به ناوخته شي. خدای ومنئ موږ له امن پرته بل هیڅ نه غواړو".

ټي ټي پي د تېرې دوشنبې- نهې په ورځ‌ له پاکستاني پوځ سره تر څو میاشتو وروسته د خپلې اوږدمهاله ډزبندۍ د ختمولو اعلان وکړ.

دا په یوه اوونۍ کې دویمه حمله ده چې تحریک طالبان پاکستان یې ذمه واري پر غاړه اخلي.

درې ورځې وړاندې یې د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په بلېلي سیمه کې هم د ځانمرګي برید ذمه واري ومنله چې څلور تنه پکې وژل شوي او شاوخوا 30 پکې ټپیان شوي وو.

افغان طالبان چې پر کابل دویم ځل واکمن شوي د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي تر منځ یې د سولې د خبرو لپاره موقع برابره کړې او دواړو اړخونو په کابل کې څو ناستې کړې دي خو مذاکرات یې ناکامه شول.

د پاکستان پوځ په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پولې ته نیژدې سیمو کې د وسلوالو په ضد ګڼ شمېر عملیات کړي دي چې پکې یې د ډېرو وسلوالو د وژلو دعوه هم کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG