لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که هند د تېري ګام واخست کوټلی ځواب به وویني، د پاکستان د پوځ د نوي مشر جنرال عاصم منیر خبرداری


دپاکستان دپوځ نوي سرلښکر جنرال عاصم منیر خپل ګاونډي غلیم هیواد هند ته خبرداری ورکړی دی چې که دڅه رقم تیري ګام یې واخستو نو پاکستان به کوټلی ځواب ورکوي.

دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار د خالي په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې دپوځ نوي سرلښکر د کشمیر دویشونکې پولې یا لاین اف کنټرول په رکهـ چکري سیکټر کې په اول خط دپرتو ځواکونو سره لیدنه کړې اؤ دغلته هغه ته دپاکستاني پوځ دمسلکي تیاریو په اړوند احوال تېر کړل شوی دی.

دپوځ بیان کې دجنرال عاصم منیر له خولې ویل شوي چې "مونږ دګلګت بلتستان اؤ د پاکستان د واک لاندې دکشمیر(چې پاکستان یې په ازاد کشمیر بولي) په اړه دهندي مشر تابه د وروستیو غیر ذمه دارانه بیانونو نوټس اخستی اؤ دپاکستان وسله بند ځواکونه دخپلې خاورې دفاع ته هر وخت چمتو دي"

جنرال منیر ویلي هند کله هم خپلو ناوړه مقصدونو کې بریالی کیدای نه شي اؤ که دڅه رقم تیري هڅه یې وکړه نو کوټلی ځواب به ورکولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دهند ددفاع وزیر راج ناتهـ سنګهـ ویلي وؤ ګلګت بلتستان به ډیر زر دهند برخه وي ترڅو دنریندر مودي هغه خوب پوره شي چې پیل یې په اګست 2019م کې دهندي کشمیر دانضمام نه شوی ؤ.

دهندوستان ټائمز ورځپاڼې د رپورټ له مخې دهند ددفاع د وزیر ددې څرګندونو په غبرګون کې تیره اوونۍ

دهندي پوځ دشمالي کمان دجنرل افسر کمانډنګ انچیف اپیندر دویدي ویلي وؤ "مونږ ددې لپاره هره ګړۍ تیار یو"

دپاکستان اؤ هند ترمنځ دکشمیر دشخړې په سر اړیکې دپیل راهسې تاوژنې دي خو په دې وروستیو کې چې هند دخپلې برخې دکشمیر خپلواکه بڼه ختمه کړې نو دواړه هیوادونه ورسره له یو بله نور هم لرې وتلي دي اؤ دکشمیر په ویشونکې پوله لاین یا لاین اف کنټرول څو،څو کرته د دواړو هیوادونو دځواکونو ترمنځ نښتې هم شوي دي.

په فرورۍ کال ۲۰۱۹م کې دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان د واکمنۍ په موده کې چې کله دپلوامه دبرید وروسته هند دپاکستان په بالا کوټ سیمه برید وکړو اؤ بیا پاکستان دهندي الوتکو د راغورځولو دعوه وکړه نو دهغې راپدیخوا د دواړو هیوادونو اړیکې په چټکتیا سره دخرابیدو لوري ته روانې شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG