لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: باجوه راسره"ډبل ګیم" کولو،هغه ته پراختیا ورکول مې لویه تېروتنه وه


دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دپوځ په پخواني سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه تور لګولی چې هغه سره یې ډبل ګیم یا غبرګه لوبه کوله اؤ وایي دجنرال باجوه دملازمت موده غځول دهغه یوه لویه تېروتنه وه.

دپاکستان یو شخصي ټيلي ويژن سره مرکه کې ښاغلي خان ویلي دجنرال (ر)باجوه په لوبه وروسته له هغې پوهه شو چې کله داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي پخوانی مشر جنرال(ر)فیض حمید له خپلې څوکۍ لرې کړل شو.

عمران خان سږکال داپریل په میاشت کې داقتدار څخه له محرومه کیدو وروسته تورونه لګولي وؤ چې حکومت یې دبهرني سازش دلارې ختم کړل شوی اؤ پوځ ته په اشاره یې دریځ خپل کړی ؤ چې ددغه بهرني سازش سره دکور دننه نه هم همکاري شوې ده.

په ۲۹م نومبر دخپل ریټایرډ منټ نه وړاندې پوځ ته خپله الوداعي وینا کې جنرال(ر) قمر جاوید باجوه دعمران خان بیانیه دروغژنه یاده کړې وه اؤ ویلي یې وؤ "د دروغژنې بیانیې په جوړولو سره هیواد کې ناقراري پیدا کړل شوه"

ښاغلي باجوه دعمران خان بیانیې ته په اشارې سره ویلي وؤ "اوس ددې دروغژنې بیانیې نه دتېښتې لاره کتل کیږي،پوځي مشرتابه په غیر مناسبه نومونو یاد کړل شو،پوځي قیادت هرڅه کولی شي خو دملکي ګټو پرضد هیڅ کار نه شي کولی"

پخپله دې تازه مرکه کې عمران خان په جنرال(ر)قمر جاوید باجوه باور کولو ته دخپلې تېروتنې نوم ورکړی اؤ ویلي یې دي ددې خبرې منونکی دی چې پوځ کې باید دهیچا دماموریت موده ونه غځول شي.

هغه ویلي "دباجوه یو عجب رقم مزاج ؤ ،ما هیڅ اندازه نه شوه کولی چې هغه څنګه د دروغو په ویلو ما تېرباسي "خو عمران خان وایي په وروستیو کې پوهه شو چې دحکومت پرضد یې سازش روان دی ځکه چې استخباراتي شبکې ورته په دغه هکله رپورټ ورکړی ؤ.

عمران خان وایي جنرال (ر) باجوه سره د درې نیمو کالو تېرولو په موده کې هغه په وړومبي ځل وګڼله چې باور کول څومره لویه کمزوري ده.

دهغه وینا وه"څه چې به جنرال باجوه وویل ،ما پرې باور کولو،ما به ویل مونږ دواړه دهیواد لپاره یو ،زمونږ مقصد یو دی اؤ هغه دهیواد ژغورنه ده خو ماته نه وه معلومه چې څنګه راته دروغ ویل کیږي اؤ تېرویستل کیږم".

مرکزي وزیر ښاغلی سعد رفیق وایي په پرله پسې ډول دعمران خان د انکشافاتو اؤ اعترافاتو نه په ډاګه شوه چې هغه اسټیبلشمنټ دیوې مهرې په توګه په پاکستان مسلط کړی ؤ

په ټویټر ښاغلي سعد رفیق لیکلي دي چې عمران خان دایین اؤ ډیموکراسۍ سره هیڅ غرض نه لرو، هغه یو بې اعتباره شخص دی اؤ اعتبار کول پرې له کمعقلتوب پرته نور هیڅ نه دي.

مرکزي وزیر وایي عمران خان دخپل عادت له مخې خپلو محسنانو اؤ سرپرستانو ته کنځاوې کوي اؤ ناوړه تورونه پرې لګوي خو دانتقام اور یې نه مړ کیږي.

دعمران خان دې تازه څرګندونو ته پخپله پخواني پوځي سرلښکر جنرال(ر)باجوه یا د پوځ ادارې کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په نزدې وختونو کې پوځ په پرله پسې ډول ادعاوې کړې دي چې ځان یې دسیاست نه په ډډه ساتلی دی .

دعمران خان سیاسي مخالفین اؤ څېړونکي په هغه دا تور هم لګوي چې عمران خان سیاست کې دپوځ دمداخلت مخالف نه ؤ خو غوښتل یې چې پوځ باید دهغه ملاتړ ته راوړاندې شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG