لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نرښځیان هم دبېنظیر مالي مرستو په پروګرام کې ورګډولی شي


دنرښځیانو او بشري حقونو مبارزينو د پاکستان د مرکزى حکومت د هغې فېصلې هرکلی کړی چې وايي د هېواد نرښځيان به د بېنظير دمالي مرستو د پروګرام د لارې د کفالت پروګرام برخه جوړوي.

ددې فېصلې اعلان د تېر خالي په ورځ د بېنظير انکم سپورټ پروګرام مشرې او دټولنیز تحفظ یا خوندیتوب مرکزي وزېرې شازيه مري کړی دی.

د نرښځیانو د حقونو مبارزين که څه هم دا يو غوره او د ستاېنې وړ ګام ګرځوي خو وايي باید چې حکومت د نرښځیانو د حقونو لپاره د کال 2018 قانون عملي کړي.

په جارى کړې شوى يو وېډيو پېغام کې د غربت د ختمولو او دټولڼيز خوندیتوب مرکزي وزېرې مېرمن شازيه مري ویلي چي نرښځيان هم زموږ په څېر ددې ټولنې برخه ده او د هغوي د حقونو خېال ساتل د حکومت فريضه ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د نرښځیانو په بېنظير کفالت پروګرام کې د ورګډولو دا پرېكړه په داسې حال کې کړې ده چې په دې هېواد کې نرښځيان له مخکې څخه په ټولنیز ژوند کې توپيري چلند، غربت، او ځورونو سره مخامخ دي.

په اسلام اباد د نرښځیانو د حقونو مبارزه راني خان ډيوه سره خبرو کې ددې حکومتي پرېکړې ستاېنه او هرکلی کوي خو وايي باید چې اوس دا په سم ډول عملي کړل شي.

راني خان بېا وايي د نرښځیانو د بېنظير کفایت پروګرام برخه جوړولو سره د هغوي بلها ستونزې حل کېدای شي.

وايي که هغوى ته هره مياشت د حکومت له خوا 7000 روپۍ ترلاسه کېږي نو دا به د هغوى لپاره د مياشتې د کورونو د کرایانو په ورکولو او د خوراک څښاک شیانو په اخستو کې مرسته وکړي.

د بېنظير انکم سپورټ پروګرام دمشرې شازيه مري وېنا ده چي ددې سهولت څخه د ګټې ترلاسه کولو لپاره باېد چې نرښځيان خپل شناختي کارډونه تازه کړي او بېا دې د تحصيل په کچه د بېنظير انکم سپورټ پروګرام په دفترونو کې خپل نومونه ولیکي.

مېرمن مري وویل چې له دې ورستو به په کامياب اندراج باندې خواست کوونکي نرښځي ته په موبايل د 8171 نمبر څخه پېغام ترلاسه شي او ورته به هره مياشت 7000 روپۍ نغدې ترلاسه کېږي.

د کال 2017 د سر شمېرنې ترمخه په پاکستان کې د نرښځیانو ټوله ابادي 10،400 ده خو د نرښځیانو د حقونو فعالين دا شمېره د 5 لکو څخه زياته یادوي.

په پېښور کې د ښځو، ماشومانو او نرښځیانو د حقونو فعال او د غېر دولتي تنظيم بليو وېنز پروګرام منېجر قمر نسيم ډيوه سره خبرو کې وايي دا يو ښه ګام دی خو په دې کې به نرښځيأن او حکومت د ځینو ستونزو سره مخ وي.

هغه وايي ددې پروګرام د برخې جوړېدو لپاره لازم ده چې يو نرښځی د نادرا څخه ترلاسه کړی هغه شناختي کارډ ولري چې پرې د هغه جنس "ایکس" یا نرښځې ليک وي خو زياتوي چې په پاکستان کې د هغو نرښځیانو شمېره د 150 نه زياته نه ده چې د نرښځي کارډ لري.

ښاغلې قمر نسيم وايي که د حکومت لخوا هر نرښځي یا خواجه سرا ته هره مياشت 7000 روپۍ امداد ورکول کېږي خو له دې زياته اړينه دا ده چې په مرکز او صوبو کې حکومتونه د نرښځیانو د کال 2018 قانون نافذ کړي چې د ټول هېواد لپاره منظور کړی شوی دی.

دنوموړي په وینا ددې قانون لاندې صوبايي حکومتونه او اداري مسول ګرځول شوي دي چې نرښځیانو ته به د صحت، تعلیم، انصاف او په ټولنه کې د شموليت اسانۍ ورکوي او د هغوي د ښېګړې لپاره به سکيمونه راوړي خو وايي د بده مرغه په دغه قانون لا هم عمل نه دی شوی.

په پاکستان کې نرښځيان نه يوازې د ټولنې په کچه د توپيري چلند سره مخ کېږي بلکې د هغوي خلاف د تشدد پېښې هم مخې ته راځي او د بشري حقونو د څار دنړيوال تنظیم ایمنسټي انټرنېشنل د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د اکتوبر کال 2021 او ستمبر کال 2022 مينځ موده کې نزدې 18 نرښځيأن وژل شوي دي چې په اېشيا کې د قتل کړی شوو نرښځیانو تر ټولو زیاته شمېره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG