لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسرایل استخباراتي شبکې سره داړیکو په تور ایران کې څلور کسان په دار خېژول شوي دي


ایران داسرایل استخباراتي شبکې موساد سره د اړیکو په جرم کې څلورو کسانو ته دتېزندۍ سزا ورکړې ده.

دای ایف پي خبري اژانس د رپورټ ترمخه دایران په انلاین ویب پاڼه میزان خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې نن په څلورم دسمبر د صیهوني استخباراتو سره تړاؤ لرونکي څلور کسان په دار خیژول شوي دي.

څلور ورځې وړاندې دایران سپریم کورټ دغو څلورو کسانو داسرایل استخباراتي شبکې سره دتړاؤ اؤ دتښتونو په تورونو دتېزندۍ سزا اورول شوې وه .

په ډان ورڅپاڼه کې خپور شوی دایف ایف پي رپورټ وایي چې په اووم دسمبر دایران دسپریم کورټ لخوا د اورول شوې دې فیصلې نه وروسته تورنو کسانو ته داپیل قانوني حق نه ؤ ورکړل شوی

دایران خبري ویب پاڼې" ایران "خپل رپورټ کې دتېزندي کړل شوؤ کسانو نومونه حسین اردو خانزاده،شاهین ایماني محمود اباد ،میلاد اشرفي اطبتان اؤ منو چهر شاهیندي یوجندي ښودلي دي خو دهغوئ نوره پېژندګلو یې نه ده ښکاره کړې.

دا څلور کسان په داسې حال کې تېزندي کړل شوي دي چې په ایران کې دا مهال دمهسا امیني نومې مېرمنې تر وژل کیدو وروسته دوؤ میاشتو نه داحتجاجونو اؤ مظاهرو لړۍ روانه ده اؤ دغه هیواد دسخت اړي ګړي سره مخ شوی دی.

په 22م مئ دایران د سپاه انقلاب چارواکو ویلي وؤ چې هغوئ داسرایل داستخباراتي شبکې موساد لپاره دکارکوونکې ډلې غړي‌ نیولي دي.

په دغو کسانو سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو،دخلکو تښتونه کې دهمکارۍ کولو ،دغلاګانو اؤ قلنګ غوښتنې تورونه لګول شوي وؤ.

په 28م نومبر دایران د پاسداران انقلاب ځواکونو د خلايي تحقیق د څانګې مشر جنرل امیر علي حاجيزادی ویلي وؤ چې په احتجاجونو کې د 300 نه زیات کسان وژل شوي دي چې "شهیدان" هم پکې شامل دي.

د شهیدانو نه د هغه مطلب د امنیتي ادارو عسکر یا کارکونکي و. هغه دا هم وویل چې زیاتره وژل شوي کسان عام خلک وو چې په مظاهرو کې نه وو ککړ.

ایراني عدالت وړاندې نه ددې مظاهرو په مهال دنیول شوؤ شپږو کسانو دتېزندي کولو پخلی کړی دی چې تر هغې وروسته دبشري حقونو دڅار نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشل ویلي وؤ دا مهال لږ تر لږه 21 کسان په جرمونو تورن دي چې دتیزندي کیدو اندېښنه یې موجود ده.

دبخښنې دنړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشل د کال ۲۰۲۱م د يو راپور تر مخه دنړۍ په شلو هېوادونو کې دمرګ په سزاګانو کې ۲۰ فيصدي اضافه شوې ده اؤ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې تېر کال څه ۵۷۹ کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوې دي چې په دې کې تر ټولو زیاتې دمرګ سزاګانې په ايران کې ورکړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG