لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات قومي جرګه: ترهګر، ترهګري او ترهګرۍ سرپرستي نه منو


د سوات قومي جرګې پرېکړې کړې چې په سوات او ملاکنډ کې به امن ټينګ ساتلی شي په ملاکنډ کې به ترهګر او ترهګري نه پرېښودی کيږي، حکومت دې د امنیت خپله زمه واري پوره کړي. د سوات د قومي جرګې غړي وايي په سوات کې اوس هم وسله وال شتون لري غېر يقيني امنيت دی، خو د سوات مرستيال کمشنر وايي په سوات کې پوره امنيت په ځای دی.

په سوات کې پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ [څلورم دسمبر] قومي جرګه شوې چې پکې د سوات، بونير، شانګلې او دير نه مشرانو او د جرګې د ګډون والو په وينا د 1300 پورې کسانوګډون کړی دی.

د سوات قومي جرګې غړی زاهد خان وايي، "په سوات کې د امن غېر يقيني صورتحال دی، دوی په سوات کې لاريونونه او جرګې وکړې د هغې سره وسله وال په شا شوي او حکومتي او امنیتي چارواکو دعوې کړي چې وسله وال نشته خو په لرې پرتو علاقو کې اوس هم وسله وال شتون لري".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "جرګه اوله غوښتنه د حکومت او رياست نه کوي چې امنیت په ځای کړي، ولس ټوپک نه شي راخستی، د خلکو اندېښنې دې ختمې کړي، که حکومت د دغو خلکو سره مزاکرات کوي او امن راځي نو دا مزاکرات دې پارلیمان وکړي او په ښکاره دې وشي، قوم دې په اعتماد کې واخستل شي".

هغه زياته کړه، "جرګې پرېکړه کړې چې نه دلته ترهګر منو، نه ترهګري منو او نه د ترهګرۍ سرپرستي منو، که په ملاکنډ کې يوه بده پېښه هم وشوه يو تن هم مړ شو بيا مړی نه ښخوو په سړک به يې ږدو او احتجاج به کوو".

خو د سوات مرستيال کمشنر جنېد خان وايي، "په سوات کې مکمل امن و امان بحال دی حالات قابو دي پوليس فعال دي او سوات ته سېلګري بيرته بحاله شوې ده".

په سوات کې د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې، د ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې د اګست په مياشت کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات او صوبې په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه لاريونونه او مظاهرې شوې وې.

د اکتوبر په مياشت کې د سوات پوليسو ویلي وو د سوات په مټه تحصيل کې يې عمليات کړي او هغه "پټ ځايونه او مورچې يې ورانې کړي چې ترهګرو کارولې وې".

د سوات قومي جرګه په داسې حال کې شوې چې په 28 نومبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د دغې وروسته يې د څو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

زاهد خان وويل، قومي جرګې وويل چې "په سوات کې لګېدونکي ټېکسونه به ونه مني د کومو چې د رياست سوات د پاکستان سره ګډېدو په وخت په لوظنامه خبره شوې چې په سوات کې به ټېکسونه نه لګول کيږي او د 1973 په ايين کې هم دغه خبره شامله وه".

هغه زياته کړه جرګې غوښتنه کړې چې د "سوات موټر وی دوېم فېز دې د ځمکو په ځای د سيند په غاړه جوړ کړی شي زرعي ځمکې دې بچ کړی شي".

خو جنېد خان وايي، "د ټېکسونو خبره به صوبايي حکومت کوي او د صوبايي کابينې نه به منظوري اخلي په يوه ورځ کې ټېکس نه لګول کيږي" او په موټر وی کې د زرعي ځمکو راتلو په اړه يې وويل، "دوی د يادې پروژې دپاره د چارواکو سره خبرې شوي او نقشه جوړه شوې او که څوک بيا هم شکایت لري د اړونده ادارو سره دې تماس ونيسي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG