لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انګلېنډ په لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې کوربه پاکستان ته ماتې ورکړه


د انګلېنډ لوبډلې د درېو ټېسټ سياليو په لومړۍ سيالۍ کې کوربه پاکستانۍ لوبډلې ته په 74 رنزونو ماتې ورکړه. انګلېنډ په دوېم اننګز ختمولو کوربه لوبډلې ته د 343 رنزونو هدف ورکړی وو.

د انګلېنډ لوبډله 17 کاله وروسته پاکستان ته د درېو ټېسټ سیاليو له ورغلې ده.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ترسره شوې لومړۍ سیالۍ کې مېلمه لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې 657 زنزونه جوړ کړي او په دغه اننګز کې يې ريکارډونه جوړ کړي وو.

او په ځواب کې يې پاکستانۍ لوبډلې 579 رنزونه جوړ کړي وو. انګلېنډ بيا په دوېم اننګز کې په اووه لوبغاړو سوځېدو 264 رنزونه جوړ کړي او اننګز يې ختم کړی وو.

پاکستان ته چې د ټولو 343 رنزونو هدف ترلاسه شوی، نن د سيالۍ په پينځمه اخرۍ ورځ يې پینځه لوبغاړي پاتې شوي خو ټول اوټ شو او ټاکلی هدف يې ترلاسه نه کړی شو.

د انګلېنډ په لومړي اننګز کې څلورو لوبغاړو څلور سنچريانې يا سليزې جوړې کړې وې، په پاکستاني بالرانو کې څلور وکټې زاهد محمود او درې نسيم شاه ترلاسه کړې وې.

د پاکستان په لومړي اننګز کې درېو لوبغاړو سليزې جوړې کړې او د انګلېنډ ويلز جېکس شپږ لوبغاړي اووټ کړي وو.

په دوېم اننګز کې د دواړو لوبډلو يو لوبغاړی هم په سليزه جوړولو کې نه دی کامياب شوی.

خو د انګلېنډ دوه بالرانو اولي روبنس او جېمز انډرسن د پاکستان څلور څلور لوبغاړي اوټ کړه.

د پاکستان او انګلېنډ دویمه سيالي د 9 نه 13 دسمبر پورې په ملتان او درېمه او وروستۍ سيالي د 17 نه 21 دسمبر پورې په کراچۍ کې ټاکل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG