لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ۶۲ کسان د مذهب د سپکاوي د موادو خپرولو په تور بندي دي


مطبوعاتي ر پوټونه پاکستان کې دا وخت په عدالتونو کې ٦٢ ملزمان د مذهب سپکاوي مواد خپرولو په تور قانوني کارروايو سره مخ دي چې پکې نهه کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

بل اړخ ته د بشري حقونو فعال د توهين مذهب قضيو کې د مذهبي عقيدو په اساس جوړ د وکيلانو د تنظيمونو په کردار سختى نيوکې کوي او وايي دغو تنظيمونو د فشار له امله د مذهب په سپکاوي تورن ملزمان د قانوني دفاع او انصاف نه محرومه پاتې کيږي

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه د پلټنو مرکزي ادارې ايف ايې اې نه علاوه مذهبي تندروه ډلى او د عقيدو په اساس جوړ د وکيلانو تنظيمونه هم دا باوري کوي چې د ټولنيزو رسنيو د لارې د مذهب سپکاوي مواد خپرولو باندى تورنو ملزمانو په ضد قانوني کاروايي منطقي انجام ته ورسي.

په دغو تنظيمونو کې commission on Blasphemy Pakistan, Namos Risalat lawyers forum او تحفظ ختم نبوت لايرز فورم پشمول يو شمير تنظيمونه شامل دي.

د سرکارې خبري ادارې APP سره خبرو کې commission on blasphemy Pakistan عمومي سيکتر شيراز احمد فاروقي د پېښور ترهګرۍ عدالت له خوا توهين مذهب باندې تورن ثنالله نومي ملزم ته د پهانسۍ د سزا حواله ورکړې ده.

وړاندى نه د بشري حقونو تنظيمونه پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون د لږکيو په ضد ناوړه کارېدو په سر اندېښنې ښودل کيږي او د پاکستان سپريم کوټ هم د ياد قانون د ناوړه او غلط کاريدو تاييد کړی دی.

د بشري حقونو تنظيم ايچ ار سي پي د عمومي کونسل غړى او قانون پوها نديم اينتهوني د عيسايي اقليت سره تړاو لرونکي د هيواد په کچه د توهين مذهب په قضيو کې د وکيلانو د تنظپمونو په فعاليتونو سختې نيوکې کوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه تور ولګولو دغه تنظيمونه د لاندې عدالتونو په قاضيانو فشار اچوي چې له امله يې دغو کيسونه فيصله کيدو کې ډير وخت اخلي او د نديم اينتهوني په وينا ملزمان د خپل قانوني دفاع د حق نه هم محرومه پاتې کيږي.

نوموړي وويل د وکيلانو تنظيمونه نه غواړي چې لاندې عدالتونه توهين مذ هب قضيي قانوني طريقه باندې هوارې کړي. د وکيل په خبره د مذهب سپکاوي باندې تورن ملزمانو شمېرې ٦٢ نه زياتې دي.

هغه وويل، يواځي پنجاب په جيلونو لويه شمېره کې د توهين مذهب په تور بنديوان پراته د خپل ضمانت په انتظار دي.

د رپورټونو ترمخه د ښکتې کچې په عدالتونو کې د قانوني کارروايو سره مخ ٦٢ ملزمانو کې چاته هم ضمانت حق نه دى ورکړى شوى.

دا په داسى وخت چې قامي اسمبلۍ کې منظور کړى شوي متفقه قراردار د لارې د حکومت څخه د تير تحريک انصاف حکومت کې د توهين مذهب په قضيو کې د لاهور هايکوټ د پرېکړو په ضد سپريم کوټ ته شوو اپيلونه بيرته اخستو غوښتنه شوې ده.

بل اړخ ته د مذهبي چارو وزارت هم په ټولنيزو رسنيو د مذهب په ضد موادو د مخنيوي دپاره هلې ځلې ګړندۍ کړي او د وزارت وياند عمر بټ په دې اړه د ولسي شکايات د درج کولو لپاره د وزارت د ويب پاڼې د بيا فعاله کولو تاييد کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG