لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: سپريم کورټ د صحافي ارشد شريف د وژنې له خپله انده نوټس اخستی، د مقدمې درج کولو حکم


د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال د صحافي ارشد شريف د وژنې د پېښې له خپله انده يا از خود نوټس اخستی او هم نن يې د پېښې د مقدمې درج کولو حکم کړی دي.

سپريم کورټ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [شپږم دسمبر] د خپله انده نوټس اخستو په اعلاميه کې ويلي وو هم نن اورېدنه کوي.

د خپله انده نوټس د اورېدنې دپاره د سپريم کورټ د چيف جسټس په مشرۍ د پينځه ججانو بنچ جوړ کړی شوی دی، چيف جسټس عمر عطا بنديال، جسټس اعجازالاحسن، جسټس جمال خان مندوخېل، جسټس مظاهر علي اکبر نقوي او جسټس محمد علي مظهر د قضيې اورېدنه کوي.

اورېدنه

د ځايي ميډیا ترمخه سپريم کورټ ماسپښين نزدې يوه بجه اورېدنه پېل کړې او حکم يې کړی چې د ارشد شريف د وژنې د پېښې مقدمه دې هم نن درج کړی شي او چيف جسټس د ارشد شريف د وژنې طبي رپورټ د تسلۍ وړ نه دی بللی.

چيف جسټس ويلي، د صحافي د وژنې د پېښې رښتيا مخې ته راتلل پکار دي او په دغه لړ کې د ترسره شوو پلټنو رپورټ يې هم نن طلب کړی دی.

جسټس اعجاز الاحسن پوښتنه کړې چې د ارشد شريف د وژنې د پېښې مقدمه په کينيا کې يا په پاکستان کې درج شوې ده؟.

په ځواب کې د بهرنيو چارو سيکرټري ويلي، چې په پاکستان کې مقدمه نه ده درج شوې او د کينيا نه به معلومات کوي او عدالت به پرې خبر کړي. عدالت په دغې اړوند د سبا پورې معلومات غوښتي دي.

چيف جسټس بيا پوښتنه کړې چې مقدمه ولې نه درج شوې؟ په ځواب کې سيکرټري داخله ویلي، چې د رښتياو معلومولو د رپورټ د جاج اخستو وروسته به د مقدمې درج کولو پرېکړه کيږي. بيا جسټس مظاهر نقوي ويلي، د مقدمې درج کولو دا کومه طريقه ده؟.

سپریم کورټ حکومت ته امر کړی چې هم نن دې د رښتياو معلومولو رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.

د خپله انده نوټس

د خپله انده نوټس په اړوند د سپريم کورټ په اعلاميه کې ویل شوي چې په ملک کې صحافتي ورورولي او په لويه کچه د ولس لخوا د ارشد شريف د وژنې په پېښه د اندېښنو څرګندونه کېده او د عدالت نه د پلټنو غوښتنه کېده.

سپريم کورټ په از خود نوټس کې د داخله، خارجه او اطلاعاتو سيکرټريان، د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] او انټيليجنس بېورو ډايريکټران او د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس صدر هم نن غوښتي وو.

حکومتي او سياسي غبرګون

وزيراعظم شهباز شريف د سپريم کورټ هرکلی کړی چې د ارشد شریف د وژنې په پېښه يې د خپله انده نوټس اخستی، او زياته کړې يې هغه د وړاندې نه د عدالتي کمېشن جوړولو دپاره چيف جسټس ته خط ليکلی وو. حکومت به د عدالت سره پوره مرسته کوي.

د پاکستان تحريک انصاف فواد چودري د سپريم کورټ د خپله انده نوټس هرکلی کړی او ويلي يې دي سپريم کورټ او ججانو ولس تمه ساتي چې بې د بنيادي بشري حقونو دپاره بې د کومه فشاره د ايين د سرلوړۍ دپاره ودريږي.

د ارشد شريف د وژنې پېښه

پاکستانی خبريال ارشد شريف په 23 اکتوبر په کینيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د ارشد شريف د وژنې په کېس کې حقیقت ته رسېدل غواړي، د رښتيا معلومولو دپاره کميټي جوړه کړی شوې ده.

د پاکستان حکومت ويلي، د ارشد شريف د وژنې د پلټنو دپاره يې د عدالتي کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده.

په 27 اکتوبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د ارشد شريف د پېښې په تړاو د ARY د مشر سلمان اقبال نوم بيا بيا اخستل کيږي ځکه هغه دې پاکستان ته راوستل شي او په پلټنو کې دې شامل کړی شي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنیزو رسنيو په پوځ پوښتنې راولاړې شوي د دې وژنې د پېښې نه څوک ګټې پورته کوي؟ دا کتل ډېر ضروري دي".

خو د شخصي ټيلي ويژن چېنل ARY مشر سلمان اقبال بيا ويلي وو، د ارشد شريف د وژنې سره يې هیڅ تعلق نشته او په ځان لګېدلي تورونه يې رد کړي وو او د يادې پېښې د ملګرو ملتونو د لارې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG