لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: سعید خوستي ممکنه ځورولې الهه دلاورزۍ له 11 نومبره ورکه ده، ژر دې خوشې شي


سعید خوستی او الهه دلاورزۍ
سعید خوستی او الهه دلاورزۍ

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشتل د افغانې مېرمنې الهې دلاورزۍ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې څو میاشتې مخکې یې په یوه وېډیو کې دعوه کړې وه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند ورسره په زور واده کړی او په جنسي توګه یې ځورولې ده، خو اوس له نومبر میاشتې راهیسې ورکه ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو پر حکومت ږغ کړی چې "که الهه د دوی په بند کې وي"، نو سمدستي او بې له کوم شرطه دې یې خوشې کړي.

د طالبانو حکومت یا خپله قاري سعید خوستي په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، چې الهه دلاورزۍ چېرې او په څه حال کې ده. قاري سعید خوستی د حقاني ډلې یو مهم مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته نیژدې کس بلل کېږي چې مخکې د هغه ویاند وو.

د الهې دلاورزۍ کورنۍ د نومبر د میاشتې پر 30مه د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ته ویلي، چې هغه د نومبر له 11مې راهیسې ورکه وه او اوس مهال د طالبانو د استخباراتو په عمومي دفتر کې ده.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي‌ دوی په دې اړه اندېښنه لري چې هغه چېرې ده. کورنۍ یې ورته ویلي، کله چې هغې په وېډیو کې د قاري سعید خوستي په اړه دعوې رسوا کړې بیا د ممکنه ځورېدنې او نور تشدد له ډاره پاکستان ته وتښتېده.

وايي الهه دلاورۍ بیا په پاکستان کې د پاته کېدو پر ځای د هغې له خوښې پرته بیرته افغانستان ته ولېږل شوه او اوس د طالبانو د استخباراتو په بند کې ده.

الهې دلاورزۍ د اګست پر 30مه پر ټولنیزو رسنیو په خپره کړې وېډیو کې ویلي وو، چې دا د کابل پوهنتون د طب زده کوونکې ده او تور یې پورې کړی وو چې قاري سعید خوستي په زور او جبر ورسره نکاح کړې، په جنسي توګه یې ځورولې او وروسته يې وهلې ټکولې ده.

د الهې تر وېډیو خپرېدو وروسته د طالبانو سپریم کورټ منلې وه چې الهه یې د قاري سعید خوستي د بدنامولو په تور د سپریم کورټ د مشر قاضي عبدالحکیم حقاني په امر نیولې او ویلي یې وو چې د هغې پر ضد به ژر له اسلامي شریعت سره سم مقدمه درج شي.

قاري سعید خوستي هغه وخت پر خپل ټویټر دغو تورونو ته په جواب ویلي وو، چې شپږ میاشتې مخکې یې د الهې په خوښه له هغې سره واده کړی وو، خو بیا یې د ځینو ستونځو له کبله بیرته هغې ته طلاق ورکړی وو.

الهې په هغه وېډیو کې په ژړا ژړا کې ویلي وو،‌ چې کېدای شي د دې وېډیو تر جوړولو وروسته څوک دا ژوندۍ ونه ویني او و وژل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو له حکومته دا غوښتنه هم کړې ده چې الهې ته سمدستي د علاج اجازه ورکړي چې وایي کېدای شي په زور افغانستان ته د ستنولو او خپلسري بند له کبله یا د مخکیني جنسي تشدد، وهلو ټکولو، اذیت یا بل ناوړه چلند له کبله ورته اړتیا ولري.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي په ځانګړې توګه د هغو کسانو په ګډون چې الهه دلاورزۍ یې په ممکنه توګه په زور له پاکستانه افغانستان ته ستنه کړې له هغو ټولو کسانو سره دې حساب وشي چې د هغې د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG