لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو د ضلعي مشر په کاروان ترهګریز برید شوی، یو عسکر ژوبل


KPK Police
KPK Police

دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ضلعې پولیسو دمشر محمد شعیب خان په ډله ترهګر برید شوی چې پکې یو عسکر ژوبل شوی خو پخپله ډي پي او له دغه بریده روغ وتلی دی.

تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه داري منلې ده.

پولیس وایي دا پېښه نن دنهې په ورځ غرمه مهال د ضم شوې نیمې قبایلي سیمې درازنده په کوهي باره سیمه کې هغه مهال شوې ده چې د ضلعې د پولیسو مشر ډي پي او محمد شعیب سره د نورو پولیسو په علاقه کې د پولیو ټیمونو د څارنې په موخه داخستل شوؤ امنیتي ګامونو جاج اخستو.

د پولیسو په بیان کې ویل شوي ترهګرو د پولیسو مشر په قافله ناتاره کړې چې یو پولیس عسکر ژوبل شوی اؤ په کوم ګاډي کې چې دپولیس مشر ناست ؤ هغې ته هم زیان رسیدلی دی.

د پولیسو مشر میډیا ته جاري کړي بیان کې ویلي د پولیسو په چټک ځواب سره برید په شا تمبول شوی او برید کوونکي په تېښته کې بریالي شوي دي.

هغه ویلي علاقې ته نور پولیس او پوځي سرتیري لیږل شوي ټوله علاقه یې په ګیره کې اخستې او د لټون عملیات یې بېل کړي دي .

هغه ددې بېښې په اړه ویلي چې ترهګر د داسې رقم بریدونو د لارې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ارادې نه شي کمزورې کولی او د پولیس به دخپلو سرونو په بدل د علاقې د امنیت ټینګښت سره خلک خوندي کوي.

ددغه پېښې ذمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې او امنیتي ځواکونو ته یې د زیان اړولو دعوه کړې خو دا دعوه ازادو یرچینو نه ده تاید کړې.

دوه ورځې وړاندې په نوښار ضلع کې وسلوالو د پولیسو پر یوه ګاډي حمله کړې وه او درې پولیس افسران یې وژلي وو، تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ددغه برید ذمه واري هم منلې وه.

تیره اوونۍ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په بلېلي سیمه کې هم د ځانمرګي برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه چې څلور تنه پکې وژل شوي او شاوخوا 30 پکې ټپیان شوي وو.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په 28م نومبر تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG