لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي روس ورته په ارزانه بیه خام تېل، پیټرول او ډیزل ورکوي


دتېلو دڅانګې لپاره دپاکستان دمملکت وزیر مصدق ملک ویلي، روس پرېکړه کړې ده چې پاکستان ته به خام تیل،پیټرول او ډیزل په ارزانه بیه ورکوي.

مصدق ملک تېره اوونۍ د روس سفر کړی ؤ ترڅو ددغه هیواد چارواکو سره د تېلو او ګازو د ترلاسه کولو په ګډون پر نورو مسایلو خبرې وکړي.

څیړونکي‌د روسیې لخوا پاکستان ته دتیلو ورکړه دا په داسې حال کې ممکنه ګرځوې چې روس دا وخت په جنګ کې دی او د امریکا او اروپایي هیوادونو سره یې په عام تجارت بندیزونه لګیدلې دې البته د دوئ تر مخه دا به د پاکستان لپاره هلته ګټور وي چې روس دغه تیل په ارزانه اوپه اسانه شرطونو ورکړي-

د پټرولیم وزارت مرستیال وزیر مصدق ملک تېره اوونۍ د روس سفر کړی و چې د تېلو او ګازو د ترلاسه کولو په ګډون پر نورو مسایلو خبرې وکړي.

تیره ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې د مملکت وزیر مصدق ملک وویل "روس پریکړه کړې چې موږ ته به خام تیل په نړۍ کې د ورکړل شوي رعایت سره مساوي یا تر دې هم په لوړ رعایت راکوي"

هغه زیاته کړې د خامو تېلو تر څنګ به روسیه پاکستان ته په ټیټه بیه پټرول او ډیزل هم ورکوي.

د تیر نومبر په میاشت کې د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وو هېواد یې په داسې حال کې له روس څخه په رعایتي نرخونو د تېلو پر اخستو غور کوي، چې ګاونډي هیواد هند له ماسکو څخه تیل اخلي او اسلام اباد هم حق لري چې په دې برخه کې هڅې وکړي.

د پاکستان پخوانی سفارت کار اصف دراني وایي دا یوه تجارتې لوظنامه ده او امریکا هم ویلي چې نړۍ د روس څخه تیل اخستی شي البته پاکستان ته د روس تیل هغه وخت ګټه ورکولی شي که چرې دا تیل، څه رنګه چې حکومت وایي په ټيټه بیه وي ولې چې پاکستان د سعودې عرب او عرب اماراتو څخه هر کله تیل په ټيټه بیه اخلي.

نوموړی زیاتوي که چرې دغه لوظنامه په امریکایي ډالرو کې وي نو د پاکستان د پاره ګرانه تمامیدای شي، البته که چرې په روسې روبل کې وي نو ګټوره به وي-

دپاکستان ډان ورځپاڼې د تیر نومبر د میاشتې په اتمه نیټه خپل رپوټ کې د امریکا د بهرنیو چارو د چارواکو له خولې ویلې وو چې امریکا دا مهال نورو هیوادونو ته د روسیې د انرژۍ د صادراتو پر وړاندې بندیزونه نه لري. او هر هیواد خپل د ضرورتونو تر مخه پریکړه کولی شي-

د پټرولیم وزير مملکت مصدق ملک دا هم وويل له روسیې څخه د ایل این جي د ترلاسه کولو لپاره هم خبرې پیل شوي او په دې اړه د پاکستانې کمپنیو سره خبرو د پاره به د روس یوه ډله د پاکستان سفر وکړي-

د مصدق ملک تر مخه ايران هم پرېکړه کړې، چې پاکستان ته د دوو ميليونو پاونډو په ارزښت اضافي ایل پي جي ورکړي او په دې اړه له ګاونډي هېواد سره خبرې اترې بشپړې شوې دي چې په راتلونکو لسو ورځو کې به دغه ګاز پاکستان ته ورسېږي.

د پاکستان سره د انرژۍ د ممکنه معاملې په اړه د ماسکو له لوري سمدستي څه نه دي ویل شوي البته په پاکستان کې اقتصاد پوهان دا په داسې حال کې ممکنه ګرځوي چې روس خپله دا وخت پیسو ته اړتیا لري.

د مردان د عبدالولې خان پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې پروفیسر منظور علې وي او ای ډیوه ته وایي، د روس له اړخه پاکستان ته تیل ورکول ممکنه ده ولې چې هغه دا وخت په جنګ کې دی او پیسو ته اړتیا لري ځکه چې د امریکا او اروپایي هیوادونو سره یې په عام تجارت بندیزونه لګیدلې دي خو هغه وایي دا به د پاکستان لپاره هلته ګټور وي چې روس په ارزانو او اسانو شرطونو پاکستان ته تیل ورکړي-

پاکستان د خپلو ایل این جي اړتیاو د پوره کولو لپاره په هڅه کې دی ځکه چې د ګاز زیرمې په کال کې 10٪ کمیږي.

د دې ترڅنګ د هیواد د بهرنیو اسعارو په ذخیزو کې روان کموت له بهر څخه د خامو تیلو اخستو عمل هم محدود کړی دی.

د اسټیټ بینک دتېرې اوونۍ د شمیرو تر مخه د هیواد دبهرنیو اسعارو زیرمې ۷.۴۹۸ اربه ډالرو ته راښکته شوي چې د اقتصاد پوهانو تر مخه یوازې د یوې میاشتې د وارداتو اړتیاوې ترسره کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG