لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې درې ورځنۍ "باچا خان امن مېله"پیل شوې ده


باچا خان امن میله
باچا خان امن میله

پیښور زرعي پوهنتون کې پښتون سټوډنټس فیډریشن (پي ایس ایف) درې ورځنۍ میله د باچا خان امن میلې په نوم راجوړه کړې ده چې پکې برخه والو پښتونخوا کې مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ باندې اندیښنې ښودلي دي.

د مېلې راجوړونکو وینا ده چې دا میله یې د سولې په نوم راجوړه کړې ده او مقصد یې نړۍ ته دا پیغام ورکول دي چې پښتانه د امن، مینې او ورورولۍ خلک دي اؤ دترهګرۍ څخه کرکه لري.

په دې امن میله کې د زرعي پوهنتون تر څنګ د نورو تعلیمي ادارو زده کونکي او سیاسي او علمي مشران هم ګډون لري.

ددغه میلې منتظم ملک حسنین وایس اف امریکا ډیوه سره د خبرو په مهال ویلي دوي دداسې دستورو له لارې نړۍ ته ښودل غواړي چې پښتانه خپل کلتور سره مینه لري او په خپله خاوره سوله غواړي.

"تاسو وګورئ په دې وطن د ترهګرۍ تورې تیارې راخورې شوې دي. زمونږ خاوره د بدامنۍ ښکار ده. مونږ زده کونکي ټولو ته دا پیغام ورکوو چې د سولې لپاره مونږ کانفرنسونه، کنونشنې او سیمینارونه کوو. نن دا میله هم د سولې په نوم ده او دنیا ته پیغام ورکوو. چې پښتانه د امن، مینې او ورورولۍ خلک دي"

باچا خان امن میله
باچا خان امن میله

پېښور کې دامن په نوم دا میله په داسې حال کې پیل شوې ده چې په دې وروستیو کې یو وارې بیا دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ دپښتونخوا مختلفو سیمو کې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب په ضد احتجاجي لاریوونه اؤ مظاهرې هم شوې دي.

دپېښور په دې روانه میله کې په بیلا بیلو موعاتو سیمینارونه روان دي چې سیاسي مشران او پوهان ورته ویناوې کوي اؤ په دې وینا والو کې زیاترو پښتونخوا کې مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ باندې اندیښنې ښودلې دي.

باچا خان امن میله
باچا خان امن میله

په میله کې برخه لرونکې د صوبایي اسمبلۍ غړې میرمن ثمر هارون بلور وي‌ او ای ډیوه ته وویل صوبه کې هدفي وژنو کې اضافه شوې ده. د صوبایي اسمبلۍ په غړو بریدونه روان دي. د اسمبلۍ غړي د قلنګ ورکولو غوښتن لیکونه تر لاسه کوي خو حکومت یې هیڅ نوټس نه اخلي.

میرمن ثمر وایي "مونږ به د خپلو ځوانانو تر څنګ د سولې د ټینګښت لپاره په هر ډګر ولاړ یو"

میله کې نه یوازې د پښتنو د کلتور ښودنه کیږي بلکې د پښتونخوا ترڅنګ پکې د پاکستان د نورو قامونو جامې او خوراکونو هم نندارې ته وړاندې کړل شوې دي.

زده کوونکی اکرام الله ډیوه ته وایي میلې کې رنګارنګ خوراکونه اؤ بیلابیلو کلتورونو سره د تړلو شیانو سټالونه لګیدلي دي. وخت په وخت ځوانان اتڼونه کوي.

هغه وایي سبا د دسمبر په اوومه نیټه به د میلې په روستۍ ورځ د غني خان بابا په نوم لویه مشاعره وي. چې پکې به د صوبې د بیلا بیلو سیمو شاعران برخه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG