لاس رسیدونکی لینک

 
په سويلي شام کې د حکومت مخالفه احتجاج وروستو خاموشي خوره ده 
تازه خبر

په سويلي شام کې د حکومت مخالفه احتجاج وروستو خاموشي خوره ده 


واشنګټن- د شام په سويلي صوبه سويدا کې د تشدد نه د ډکو مظاهرو وروستو ارامي ليدل کيږي چې پکې دوه ورځې وړاندې په درځنونو حکومت مخالفه مظاهرچيان په سرکاري ودانۍ ورغلي وو او د امنيتي ځواکونو سره پکې اينښتې شوې وې.

په اينښتو کې يو مظاهره کونکی او يو پوليس واله وژل شوي او د څار د ځايي تنظيونو د اطلاعاتو تر مخه يو شمېر احتجاج کونکي ژوبل شوي هم دي.

ځايي شاهدين وايي د دروز مذهبه خلکو په اکثريتي صوبه کې د ولسمشر بشر الاسد د حکومت خلاف يو شمېر احتجاجونه شوي. په شام کې د يوې لسيزې راهسې خپل منځي جنګ دی. (چې پکې د بشرالاسد پلويان، ازادي غوښتونکي کردان او د داعش د خلافت تندلاري د يو خلاف بوخت دي.)
خو په ټولو مظاهرو کې د سويدا مظاهره د تشدد نه ډکه وه.

د سويدا-24 چې يو ځايي ويب خبري پاڼه ده ايډيټر ريان معاروف وي او ای ته ويلي مظاهرې د ملک د خرابېدونکي اقتصاد او د حکومتي ناکامه پاليسيانو خلاف غبرګون دی.
هغه وويل “په ځای د دې چې د خلکو غوښتنو ته د حل لاره راوباسي نو رجيم ورته په ګولۍ او تشدد ځواب ورکړو”.

معاروف وويل “ځينې ځايي فعالين په خلکو غږ کوي چې د حکومت خلاف مظاهرې مه ودروئ خو زه نه ګڼم چې د اتوار د مرګ ژوبلې وروستو به خلک دې غوښتنې ته دومره ژر غبرګون وښايي”.

د شام حکومت مظاهرې بغاوت ګرځولی او وايي دې ته د مجرمانو حمايت حاصل دی.

دروز مذهبي لږکۍ ډله چې د ملک د ابادۍ نزدې درې سلنه برخه جوړيږي زيات تره په سويدا کې اوسي او څه برخه يې د ملک سرښار دمشق په خوا و شا کې پراته دي.
په ملکي جنګ کې دروز منونکي تر ډېره بې پلوه پاتې شوي البته وخت په وخت يې په خپلو سيمو کې د حکومت د اداري فساد او اقتصادي ستونزو په سر د حکومت خلاف مظاهرې کړي.

د دروز مليشيا يو غړي قطيبا عضام وي او ای ته ويلي د دروز ځايي مشران د شام د حکومت نه غوښتنه کوي چې څوک هم په خلکو د ګوليو چلولو ذمه وار دي هغه دې انصاف ته راوړل شي.

هغه وايي “مونږ د تشدد کولو خلاف يو او د صوبې په نمايندګانو غږ کوو چې په دې لړ کې ګامونه واخلي. مونږ خپله صوبه په تشدد کې ستي کول نه غواړو”.

ځينې کارپوهان وايي د تشدد کچه ښايي څومره حکومت دا مظاهرې خطرناکې بولي.

په واشنګټن کې د شام په اړه د کار کونکې ادارې نيو لاينز انسټيټيوټ څېړونکی کالوېن ويلډر وايي “زه ګڼم د حکومت کم نه کم په سويلي برخه کې سلوک ښايي چې د مخالفت يو حد دی او ضروري نه ده چې دا برداشت کړي نو ځکه يې خلاف ظالمانه عمليات کوي”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG