د اسلام اباد پوليسو د پاکستاني صحافي ارشد شريف د وژنې مقدمه په رمنا تاڼه کې درج کړې او درې تنه يې پکې نامزد کړي دي. دا وروسته له هغې چې پرون د پاکستان سپريم کورټ د دغه مقدمې درج کولو حکم کړی وو.
د ځايي ميډيا ترمخه او د مقدمې کاپي چې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې د پوليسو په مدعيت کې درج شوې، پکې ويل شوي، "ارشد شریف په کينيا کې وژل شوی او د هغه په وژنه کې خرم احمد، وقار احمد طارق احمد وصي ښي ککړ دي".
په مقدمه کې ویل شوي "د ارشد شريف د جسد د طبي معاينې [پوسټ مارټم] نه معلومه شوې هغه په ډزو وژل شوی او په دغه لړ کې پلټنې روانې دي".
خو د ارشد شريف مېرمن جويريه صديقي په ټويټر ویلي،
"د خپلوانو په موجودګۍ کې د پوليس په مدعيت کې مقدمه ولې درج شوې ده؟".
پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [شپږم دسمبر] د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال د صحافي ارشد شريف د وژنې د پېښې له خپله انده يا از خود نوټس اخستی او د پېښې د مقدمې درج کولو حکم یې کړی وو.
د سپريم کورټ د چيف جسټس په مشرۍ د پينځه ججانو بنچ پرون اورېدنه کړې او چيف جسټس په اورېدنه کې ويلي وو، د صحافي د وژنې د پېښې رښتيا مخې ته راتلل پکار دي او په دغه لړ کې د ترسره شوو پلټنو رپورټ يې هم نن طلب کړی دی.
جسټس اعجاز الاحسن پوښتنه کړې چې د ارشد شريف د وژنې د پېښې مقدمه په کينيا کې يا په پاکستان کې درج شوې ده؟.
په ځواب کې د بهرنيو چارو سيکرټري ويلي، چې په پاکستان کې مقدمه نه ده درج شوې او د کينيا نه به معلومات کوي او عدالت به پرې خبر کړي. عدالت په دغې اړوند نن د شورو/چهارشنبې د ورځې پورې معلومات غوښتي وو.
وزيراعظم شهباز شريف د سپريم کورټ هرکلی کړی چې د ارشد شریف د وژنې په پېښه يې د خپله انده نوټس اخستی، او زياته کړې يې هغه د وړاندې نه د عدالتي کمېشن جوړولو دپاره چيف جسټس ته خط ليکلی وو. حکومت به د عدالت سره پوره مرسته کوي.
پاکستانی خبريال ارشد شريف په 23 اکتوبر په کینيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د ارشد شريف د وژنې په کېس کې حقیقت ته رسېدل غواړي، د رښتيا معلومولو دپاره کميټي جوړه کړی شوې ده.
د پاکستان حکومت ويلي، د ارشد شريف د وژنې د پلټنو دپاره يې د عدالتي کمېشن جوړولو پرېکړه کړې ده.
په 27 اکتوبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار ويلي وو، "د ارشد شريف د پېښې په تړاو د ARY د مشر سلمان اقبال نوم بيا بيا اخستل کيږي ځکه هغه دې پاکستان ته راوستل شي او په پلټنو کې دې شامل کړی شي، د ارشد شريف د وژنې د پېښې وروسته په ټولنیزو رسنيو په پوځ پوښتنې راولاړې شوي د دې وژنې د پېښې نه څوک ګټې پورته کوي؟ دا کتل ډېر ضروري دي".
خو د شخصي ټيلي ويژن چېنل ARY مشر سلمان اقبال بيا ويلي وو، د ارشد شريف د وژنې سره يې هیڅ تعلق نشته او په ځان لګېدلي تورونه يې رد کړي وو او د يادې پېښې د ملګرو ملتونو د لارې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
وزيراعظم شهباز شريف د سپريم کورټ هرکلی کړی چې د ارشد شریف د وژنې په پېښه يې د خپله انده نوټس اخستی، او زياته کړې يې هغه د وړاندې نه د عدالتي کمېشن جوړولو دپاره چيف جسټس ته خط ليکلی وو. حکومت به د عدالت سره پوره مرسته کوي.