لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند: په لسو مياشتو کې 1865 ښځې تښتول شوې، په 142 جنسي تېری او 114 وژل شوې دي، رپورټ


پاکستان کې د دوامداره ټولنيزې پرمختيا يوې غېر دولتي ادارې [SSDO] ويلي، د پاکستان په سيند صوبه کې د روان کال په لسو میاشتو کې د ښځو تښتولو، جنسي تيري، کورني تشدد، ښځو او ماشومانو تښتولو شمېرې زياتې شوي او د اندېښنې وړ دي.

SSDO ويلي، د روان کال په لومړو لسو مياشتو کې په سيند صوبه کې 1865 ښځې تښتول شوي، د ښځو پرضد د جنسي تشدد 142 پېښې رپورټ شوي، 114 وژل شوي، 179 پېښې د مشقت کوونکو ماشومانو او ماشومانو سره د جنسي تيريو71 پېښې رپورټ شوي دي.

د يادې ادارې وياند عثمان الطاف وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل دغه شمېرې دوی د معلوماتو ترلاسه کولو د حق لاندې راټولې کړي دي.

په رپورټ کې ويل شوي چې د ښځو تښتونو په 1865 پېښو کې 54 فيصده پېښې په کراچۍ ښار کې رپورټ شوي دي. د تشدد زیاتې پېښې په حېدر اباد، او ښځو د قاچاق 109 پېښې هم په کراچۍ کې مخې ته راغلي دي.

په رپورټ کې ويل شوي د روان کال په لومړو لسو میاشتو کې په سيند کې صوبه کې په ښځو د جنسي تشدد 142 پېښې رپورټ شوي خو په پنجاب صوبه کې بيا دا شمېره 3088 ده. او په سيند صوبه کې د ماشومانو د ځورنې 434 او په پنجاب کې بیا د دې پېښو شمېره 4503 ده.

د ادارې وياند وويل، د خېبرپښتونخوا نه ورته شمېرې نه ترلاسه کيږي ځکه د پښتونخوا شمېرې نه خپروي.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سيند څانګې مشر کليم دراني وايي، پاکستان کې په مجموعي توګه د ښځو پرضد د تشدد پېښې سېوا کيږي اود هغې بنيادي وجه د ملک معاشي حالات دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د کرونا په مهال خلک په کورونو کې دننه پاتې شوي، امدن نه وو دا حالات جوړ شوي او په ګرده نړۍ کې د ښځو او ماشومانو د تشدد پېښې سېوا شوې وې.

هغه وويل په پاکستان کې په ځانګړي ډول د ښځو دپاره ځينې قوانين جوړ شوي خو په ځينې ځايونو کې په قوانينو کې نیمګړتياوې شته او ځينې پوره عملي کيږي هم نه، او اکثره بيا داسې پېښې د رپورټ کېدو نه هم پاتې شي.

وي او اې ډیوه د سيند صوبايي حکومت د چارواکو سره د تماس هڅه کړې چې په ځانګړي ډول د ښځو په اړوند رپورټ باندې د صوبايي حکومت نظر معلوم کړي خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

خو بیا د صوبايي اسمبلۍ يوې غړې شرميلا فاروقي د SSDO په غونډه کې ويلي، چې د ښځو تښتولو، په ښځو او ماشومانو د تشدد د پېښو د مخنیوي دپاره به عدالتي نظام سمول وي.

د فاروقي په وينا چرته چې انصاف نه ترلاسه کیږي او ورسره بيا متوازي بل د انصاف قانون چليږي غېر قانونه جرګې جوړيږي د هغې علت دا دی چې د خلکو سره د ګران بيعه وکيلانو پېسې نشته د خلکو سره د عدالتونو په تمه کېناستو وخت نشته او انصاف ورته په وخت نه ترلاسه کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG