لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې د مذهب د سپکاوي په تور یو تن ته د مرګ سزا اورول شوې ده


د خېبرپښتونخوا په مردان ضلعه کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مذهب د سپکاوي په تور يو تن ته د مرګ سزا اورولې ده،

دا په صوبه کې په يوه اوونۍ کې د مذهب د سپکاوي په تور دويم تن دی چې د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

د پاکستان د بشری حقونو کمیشن په دې سزاګانو اندیښنه څرګنده کړې او وایې د توهین مذهب قانون د شخصي ګټو دپاره کارول کیږي .

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د مذهب د سپکاوي په پېښو کې د تېزندۍ د سزا ګانو په اړوند اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه قانون د خپلو ګټو دپاره هم کارول کیږي.

د کمیشن د لوړ کونسل غړې زهرا یوسف وي او ای ډیوه ته وایي په داسې پیښو کې د ملزم ذهنی معاینه ډیره ضروري وي ځکه چې یو روغ تن چرې هم د مذهب سپکاوی نه شي کولي.

"دا ډیره تشویشناکه سزا ده، دلته مذهب په غلطه کارول کیږی او کله ،کله پکې خلک خپلې دښمنۍ هم پالي او نورې وجې هم کیدای شي او چې په قانون کې داسې ګنجایش موجود وي نو بیا هغه غلط هم کارولی کیږی"

په مردان کې چې د ترهګرۍ ضد عدالت کوم تن ته د مزګ سزا اورولې ده ده هغه چارسدې سره تعلق لرونکی معروف ګل نوميږي چې په کال 2020 م کې پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی ؤ او مقدمه پرې درج شوې وه.

عدالت تورن تن ته د مرګ د سزا ترڅنګ د 13 کاله بامشقته بند او څلور نيم لکو روپو جرمانه هم اورولې ده.

له دې يوه اوونۍ وړاندې د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت د مذهب په سپکاوي تورن ثناالله نومې تن ته د مرګ سزا اورولې وه.

په ثناالله تور و چې هغه تېر کال د فرورۍ په مياشت کې د وټس اېپ د لارې داسې پېغامونه استولي وؤ چې پکې د پېغمبر اسلام او نورو مقدساتو سپکاوی شوی شوی ؤ.

د هغه پرضد بيا د صوابۍ سره تعلق لرونکي یو تن د مذهب د سپکاوي د مادو لاندې مقدمه درج کړې وه.

پاکستان کې وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي چې زياتره خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره د مذهب د سپکاوي قانون ناسم کاروي او يو ځل چې په چا د مذهب د سپکاوى تور پورې شي نو عدالت ته د رسېدو نه مخکې د پاريدلو قهرجنو خلکو لخوا ووژل شي.

د قانون او ایین ماهر طارق افغان وایي د مذهب د سپکاوي قانون ددې دپاره جوړ شوی چې په زمکه فساد خور نه شي او ددې مطلب هم دا دی چې په دې هیواد کې د هر مذهب احترام وکړی شی.

خو هغه وایي د بده مرغه په پاکستان کی ددې قانون غلط استعمال شوی او بیا مونږ ته د سری لنکا د منیجر او په مردان کی د مشال خان وژنه هم مخی ته ده نو بایید چې ددې قانون د غلط استعمال مخه ونيول شي .

دا په داسې حال کې ده چې يوه اوونۍ وړاندې د امريکې حکومت د پاکستان نوم د بشري او مذهبي حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ په کچه د بدنامو لسو هیوادونو په نوملړ کې اچولی دی.

د وزير اعظم شهباز شريف دمذهبي چارو سلاکار مولانا طاهر اشرفي د امريکایي حکومت دغه پرېکړه رد کړې وه.

پاکستان کې د مذهب سپکاوی يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او په چا چې دا تور ثابت شي نو د قانون لاندې هغه ته د ټول عمري قید او د تېزندۍ سزا اورول کېږي خو تراوسه پورې په پاکستان کې په دې سزا عمل نه دی شوی.

پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل یو راپور کې ویلي چې تېر کال په 2021م کې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې نزدې 83 مقدمې ثبت شوي چې زياتره پکې په پنجاب صوبه کې درج شوې وې

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG