لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو نړيواله ورځ:څېړونکي وايي پاکستان کې دانساني حقونو لپاره غږ پورته کوونکي تري تم کيږي


نن د دسمبر په لسمه په ګرده نړۍ کې د بشري حقونو خوندي کولو نړيواله ورځ نمانځل کېږي خو په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان او قانوني پوهان وايي چې په هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې اوس هم دوام لري او کوم فعالان چې د دې پرضد غږ پورته کوي نو په هغوی د غدارۍ تورونه لګول کېږي او خلاف يې مقدمې جوړېږي۔

دوی وايي چې د بشري حقونو دفعال ادريس خټک او دپښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير پرضد مقدمه بې بنياده ده او غوښتنه کوي چې په سمدستي توګه دې خوشې کړل شي۔

په دې هکله سياستواله او د بشري حقونو فعاله بشره ګوهر وي او ای ډيوه ته وايي که څه هم په ايين کې د هېواد وګړو ته بشري حقونه ورکړل شوي خو د هغې سرغړونې لا هم دوام لري او کوم خلک چې د دې پرضد اواز پورته کوي نو هغوی ځورول کېږي۔

هغې ډيوه سره خبرو کې ويلي: " دا عجيبه خبره ده چې په ايين کې د بشري حقونو خبره کېږي او چې څوک د هغه اييني حقونو خبره کوي نو هغه يا اوچت کړل شي، يا پرې د غدارۍ تور پورې شي او يا ورباندې جعلي کېسونه جوړ شي او يا يې مړ کړي"

بشره ګوهر وايي چې د بشري حقونو د فعال ادريس خټک او د پي ټي ايم دمخکښ او د قامي اسمبلۍ دغړي علي وزير پرضد مقدمې بې بنياده دي او په فوري توګه دې ختمې کړل شي۔

د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د بشري حقونو فعال ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه د راتګ په وخت د صوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه تنانو تښتولی و خو د پېښې وروسته په پېښور هايي کورټ کې په نړيواله کچه د هغه د خوشې کولو د غوښتنې وروسته د د فاع وزارت وويل چې نوموړی د پوځ په ولقه کې دى۔

ادريس خټک باندې تور دى چې ده د ملکي سلامتۍ پرضد حساس مالومات د برطانوي استخباراتي ادارې يو تن ته ورکړي دي.

هغه ته پوځي محکمې تېر کال د دسمبر په مياشت کې د 14 کالو د بند سزا اورولې وه۔

په لاهور هايي کورټ کې د ادريس خټک وکيل انعام الرحيم اېډوکېټ د ادريس خټک پرضد په پوځي عدالت کې مقدمه چلېدل غېر قانوني بولي او وايي چې دې عدالت سره دا اختيار نشته چې په سوېلين يا عام وګړي مقدمه وچلوي۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " يوه مياشت وشوه چې هايي کورټ دوی ته هدايات جاري کړي چې په دې کېس کې دې کورټ اف اپيل يا د اورېدنې لپاره عدالت ولګوي خو تر اوسه د آرمي چارواکو له اړخه مونږه ته څه نه دي ويلې شوي چې کله د هغه اپيل داير کوي"

هغه وايي يو عام وګړی څنګه وتښتول شو، څنګه په هغه غېر قانوني مقدمه وچلول شوه او د مقدمې په اړه ورته مالومات ور نه کړل شول، دا ټول د انساني حقونو بدترينه خلاف ورزي ده،ک.

"مونږه به په هايي کورټ کې د توهين عدالت درخواست جمع کوو چې دوی د عدالت په حکم عمل درامد ولې نه دى کړى"

د پي ټي ايم دمخکښ مشر او د شمالي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ دغړي علي وزير خلاف په کراچۍ کې د دسمبر په شپږمه نېټه د پي ټي اېم د جلسې وروسته اېف ايي ار شوی و او په ايف ايي ار کې دعوه شوې چې د پي ټي اېم جلسې ته يي د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد د سپکاوي، د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه ځکه يې پرضد مقدمه درج شوې ده۔

علي وزير په کال 2020 کې د پېښور پوليسو ګرفتار کړى او د سند پولېسو ته يي سپارلى و چې اوس هم دکراچۍ زندان کې بندي دى.

په کراچۍ کې د علي وزير وکيل، قادر خان اېډوکېټ وي او ای ډيوه ته وويل چې په کوم کېس کې علي وزير نېول شوی و په هغې کې بري شوی خو په سند او پښتونخوا کې نورې مقدمې پرې درج کړل شوي او هغو کې د ځينو اورېدنې دوام لري۔

ډيوه سره خبرو کې د قادر خان وېنا وه " علي وزير چې يې کله 2020 کې ونيولو او کراچۍ ته يې راوستلو نو هغه وخت ده باندې په کراچۍ يو کېس و او په هغې کې دی باعزته بري شوی دی"

د قادر خان په وينا "دهغې نه علاوه بيا دوی پرې وخت په وخت ضسره کېسونه اچول نو په کراچۍ کې پرې درې نور کېسونه پنډنګ يا پاتې دي او دوه پرې په پښتونخوا کې داير شوي دي خو داسې ويل کېږي چې په پښتونخوا کې پرې پټ کېسونه نور هم شته"

د تحریک انصاف د تير حکومت د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري ویلي وو په زوره لا درکه کول قانوني جرم دی او په دغه لړ کې د قومي اسمبلۍ نه د قانوني مسودې منظورېدو هم ويل شوي وو خو وروسته بيا مزاري ویلي دغه قانوني مسوده سېنېټ ته لېږل شوې خو هلته لادرکه شوې ده۔

موجوده وفاقي حکومت د لا درکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره د قانون د مرکزي وزیر په مشرۍ کې د کابينې په غړو ګډه کمېټي جوړه کړې خو د يو څو غونډو وروسته د دې کمېټۍ په کار کې هم د کوم پرمختګ خبر مخې ته نه دی راغلی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG