لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند پاکستان سره د مذاکراتو اؤ کرکټ سیالیو امکان رد کړی، وایي پاکستان هند کې ترهګرۍ ته وده ورکوي


د هند خارجه وزير ايس جی شنکر تکرار کړې ده چې پاکستان په هند کې ترهګرۍ ته وده ورکوي او هغه د پاکستان سره دوه اړخيزه مذاکرات او د کرکټ ايشيا کپ سيالو لپاره د هند کرکټ ټيم پاکستان ته دلېږلو امکان هم رد کړى دى.

څېړونکي د کشمير او ترهګرى د شخړو پسر نور دواړه خيزه اړيکي تړل بدمرغي او د دواړو هيوادونو د غريب ولس د ګټو په ضد بولي.

دهندي ټي وي سره مرکه کې ايس جی شنکر دپاکستان او هند ترمنځ د مذاکراتو بحالي پيچلې معامله ګرځولې او تور یې لګولی چې پاکستان هر وخت هند ته وسله راړوې وي نو داسې حالاتو کې مذاکرات څنګه کيداى شي؟

ايس جی شنکر پاکستان ته په اشاره وبلي يو هيواد څنګه ترهګرۍ ته وده ورکول خپل حق ګڼلی شي؟

دښاغلي شنکر په خبره د پاکستان دغه کردار ناجايزه ګرځولو لپاره د هند په قيادت کې نړيوال فشار پکار دى ځکه چې د پاکستان د ترهګرۍ نه هند تر ټولو زيات اغيزمن دى.

دې پوښتنې ته ځواب کې چې که کرکټ د خپل منځي شخړو نه جلا وساتل شي؟ هندي خارجه وزير ويلي د کرکټ سيالى به کيږي را کيږي خو چې پاکستان دترهګرو د ملاتړ نه لاس وانه خلي تر هغې دوه اړخیزه اړيکې پځاى کيداى نه شي.

هند پاکستان کې کيدونکو د ايشيا کپ کرکټ سيالو لپاره دخپل ټيم راليږلو نه انکار هم کړى دى.

دهندي خارجه وزير دې تورونو ته لا د پاکستان د حکومت غبرګون مخې ته نه دى راغلى خو پاکستان د اړي ګړي ښکار بلوچستان صوبه او د هيواد نورو برخو کې هم د ترهګرۍ او بدامنۍ د پېښو پړه په هند اچوي.

دپاکستان دريځ دى چې د ترهګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ پاکستاني قوم ورکړې دي.

هم تيره ورځ يو بهرني ټى وي سره خبرو کې خارجه وزير بلاول بوټو زرداري په نړۍ د پاکستان په هکله فکر کې د بدلون راوستو غږ کړى و.

داګست مياشت کال ٢٠١٩ کې د هند له خوا د خپل واک لاندې دکشمير دځانګړى دستوري حيثيت ختمولو پسر پاکستان د هند سره تجارتي اړيکې ختمې کړې وې او د دواړو ګاونډي روايتي حريفانو ترمنځ دا اړيکې تر اوسه ترينګلې دي.

وتلى خبريال او د سويلي ايشيايي هيوادونو تنظيم سارک د خبريالانو سازمان سيفما عمومي سيکتر امتياز عالم دا حالات د دواړه هيوادونو د غريب اولس بدمرغي بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل که د کشمير او ترهګرۍ په لانجو څه پرمختګ نه کیږي نو ددې زور د کرکټ سيالیو دوه اړخیزه تجارت او نورو داسې چارو ته ولې ورکول کيږي چې د دواړه هيوادونو د ولس په ګټه دي.

امتياز عالم په په دې وروستیو کې د پاکستان او هندوستان د پوځي جرنيلانو له خوا يو بل ته ګواښونو باندې هم نيوکې وکړې او ويره یې څرګنده کړه چې داسي بيانونه د کشمير لانجمنه پوله باندې دواړه غاړو ته دمیشت ولس په ژوند کې راغلي امن ته زيان رسولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG