لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو او نړيوالو په طالبانو غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي


واشنګټن- د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو د مشر خصوصي استازي روزا اوتنبايوا د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په موقع په افغان طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو د نړيوال قانون سره دې سم چلن وکړي او د افغانانو بنيادي بشري حقونو ته دې درناوی وښايي.

افغانستان د بشري حقونو په نړيوال قانون د منلو په هغه هېوادونو کې دی چې ياد دستاويز يې لاسليک کړی.

روزا اوتنبايوا ويلي “ټول انسانان ازاد پيدا دي او په حقونو او احترام موندلو کې يو شان دي. هغه څوک چې ګڼي دوی انتظام چلونکي دي له پکاره ده د خپلو ذمه وارو احساس ولري او د هر سړي، ښځې او ماشوم خيال وساتي”.

طالبانو دې ته او د يو شمېر نورو حکومتي چارواکو او د بشري حقونو د تنظيمونو غوښتنو ته رسمي ځواب نه دی ويلی خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ په يو بيان کې د طالبانو لخوا ښځو سړو ته د سزاګانو ورکولو د عمل نه يواځې دفاع کړې بلکې په دې اړه يې نړيوال غبرګون رد کړی.

مجاهد ويلي “د بد بختۍ نه ځينې هېوادونه او ادارې د افغانستان په حال پوره خبر نه دي. افغانستان يو اسلامي هېواد دی چې 99% ابادي يې مسلمانه ده او د اسلامي نظام د نفاذ د پاره يې ډېرې قربانۍ ورکړي”.

په افغانستان کې د امريکا استازي کيرن ډيکر ويلي نننۍ ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلولو نړيواله ورځ ده او دا يو داسې دستاويز دی چې ټول انسانان برابر او د احترام وړ مني. “دا دستاويز د هر چا ذمه واري ګڼي چې ټول ښځې نر د يو بل قدر وکړي او د بشري حقونو ته احترام وکړي”.

استازي وويل “امريکا به د ټولو افغانانو د بشري حقونو د خونديتوب غوښتنه کوي او په دې کې به د ښځې نر فرق نه ساتي. مونږ پرون د افغان د بشري حقونو د دفاع کونکو سره وليدل. دا زما په پېژندلو خلکو کې د ټولو زړه ور خلک دی. دوی تعليم ته لاس رسی غواړي، د روزګار حق غواړي او په افغانستان کې بې له کوم توپيره خوندي حقونه غواړي. زه په قندهاري مشرتابه غږ کوم چې د دې خلکو مرسته وکړي او د نړيوالې ټولنې برخه دې جوړ شي چې انساني درنښت او ازادي ومني او انصاف وکړي”.

ايمنيسټي انټرنيشنل د ورځې په مناسبت ويلي د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په موقع طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو نه سر غړونه کوي او دې ته پاملرنه پکار ده چې خلک په يو دوامدار بدحال کې ژوند کوي. “راځئ چې په ګډه د زړه ور افغانانو سره ودرېږو”.

د افغانستان د پاره د امريکا خصوصي استازې راينا اميري ويلي د کلونو راهسې طالبانو د افغان ولس او نړۍ سره ژمنې کولې چې دوی به خپلې تېرې خطاګانې نه تکراروي خو طالبان په بربنډه توګه د نولس سوه نوي د لسيزې ظلمونه کوي او د دې چلن اغېزې به د افغانستان د پولو دننه پاتې نه شي.

تېره ورځ د افغان طالبانو لخوا په ولسي غونډه کې د مرګ په بدل کې د مرګ سزا ورکولو نړيوال غبرګون راپارولی او دا عمل يې د بشري حقونو او د ژوند خلاف ګام بللی.

سزا شوی تن د فرح صوبې په يو لوبغالي کې د سلګونو خلکو په مخ کې په ډزو وژل شوی او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو ټويټ کې د طالبانو د حکومت د فيصلې دفاع کړې او ويلي يې دي چې سزا شوي تن يو بل کس په چاکو وهلی او وژلی و.

مجاهد ويلي سزا شوي تن خپل جرم منلی و او قاتل د وژل شوي تن پلار په ډزو ويشتلی.

د افغانستان په فراه ولايت کې دا سزا په داسې حال کې ورکړل شوې چې يواځې په تېره يوه مياشت کې د افغانستان په سرښار کابل او نورو ولايتونو کې طالبانو په لسګونو ښځو او سړو ته د فټبال په مېدانونو کې د جنسي فعل او غلا په شان جرمونو کې د دُرو سزاګانې هم ورکړې دي.

ځيني رپورټونه دا هم وايي چې 1996 نه 2001م پورې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د دُرو او خلک په عامو غونډو کې د اعدام کولو سزاګانې عام وې.

بي بي سي ليکلي نن د دسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې پنځه اویا کاله پوره شول او دا ورځ په پراخه کچه په نړۍ کې نمانځل کېږي.

دغه دېرش ماده ای نړیواله اعلامیه چې ټول بشر د انساني کرامت او حقونو له مخې سره برابر ګڼي، د انساني تاریخ له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي.

د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر له لسمې چې دغه اعلامیه پکې نړیواله شوې هر کال دغه ارزښتونه په ځانګړو شعارونو یادېږي. د سږ کال شعار يې ټولو ته بشري کرامت، آزادي او عدالت غوره شوی.

ياده خبري اداره ليکي دغې ورځې په درشل کې په جېنېوا کې په نړیواله کچه د بشري حقونو پر وړاندې د ننګونو په تړاو یوې غونډې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر والکر تورک د یوکرايين جګړې ته په اشارې وویل چې جګړه د داسې وحشي کړنو لامل کېږي چې د بشر وجدان لړزوي.

هغه د افغانستان په ګډون داسې ځایونه یاد کړل چې جدي اغيزې لري او تر یوه بریده هېر شوي او په سرلیکونو کې نه راځي. هغه په افغانستان کې له د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پالیسۍ د ژوند له ټولو اړخونو د ښځو سیستماتیک محوه کول وبلل.

‎''په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ژوند له ټولو اړخونو د ښځو او نجونو بشپړ محرومول دوام لري او دا په دې نړۍ کې بل هېڅ ځای نشته. دا د ښځو او نجونو له مهمې ونډې اخیستنې ټول هېواد بې برخې کوي. زه هلته د بدني شکنجې او مرګ سزاګانو پر دوام هم خپل سخت مخالفت څرګندوم، چې په دې کې تېره میاشت په عام محضر کې د دورو وهلو او قصاص سزاګانې هم راځي. دا د بشري حقونو له ژمنو د افغانستان ماتونکې سرغړونه ده. زه له واکمنو چارواکو غواړم چې ژر دې د اعدامونو لړۍ ودروي او په راتلونکي کې دې د مرګ سزا له منځه یوسي. ''

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG