لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال منیر: بلوچستان کې د امنیت ټینګښت لپاره به هر ممکن هڅې کوؤ


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر وایي بلوچستان کې دامنیت دټینګښت اؤ دغوره چاپېریال رامنځته کولو لپاره به پوځ څومره چې کیدای شي،هڅې کوي.

دپوځ نوي مشر جنرال عاصم منیر تېره ورځ دکوټې اؤ تربت د دوه ورځني سفر په مهال دپوځي ځوانانو اؤ افسرانو سره خبرو کې ویلي بلوچستان کې به د دایمي امن دټینګښت لپاره ټولنیزه اؤ اقتصاي پرمختیا باوري کولی شي.

پوځي مشر دا څرګندونې دخالي په ورځ‌ په داسې حال کې کړي چې کله هغه دبلوچستان په سفر بوخت ؤ نو هم ددغه ایالت په اواران سیمه کې په یوه بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی اؤ د ماشومانو اؤ مېرمنو په ګډون اووه تنه نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګې دبیان له مخې په دغه سفر کې پوځي سرلښکر دکوتې دکمانډ اینډ سټاف کالج اؤ دعسکري تربیې دمرکز څخه لېدنه کړې اؤ دپوځ د وژل شوؤ عسکرو اؤ افسرانو په یادګاري څلي یې د ګلونو ګېډۍ اېښې دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو ستره خو ولې وروسته پاتې یا پسمانده صوبه ده اؤ د تېرې ډیرې مودې راهسې دې کړکیچ ځپلې صوبه کې وسله وال تنظیمونه په پوځ اؤ پولیسو بریدونه کوي.

مطبوعاتي رپورټونه ښایي چې په نزدې وختونو کې په دې صوبه کې یو وارې بیا دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ کله چې جنرال عاصم منیر دپاکستان دپوځ دسرلښکر په توګه د ذمه واریو سمبالولو نه وروسته دبلوچستان په سفر بوخت ؤ نو هم ددغه صوبې په اواران سیمه کې یوه بمي چاودنه شوې ده.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د اواران پولیس ټاڼې دیو چارواکي یا محرر علي اکبر له خولې لیکلي چې دا چاودنه د اواران بازار په یو شاپنګ مال کې شوې ده چې پکې یو تن وژل شوی اؤ دښځو اؤ ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ژوبل شوي دي.

دبلوچستان وزیر اعلا میرعبدالقدوس بزنجو ددې چاودنې غندنه کړې ده اؤ پېښه کې په رامنځته شوې مرګ ژوبله یې خفګان ښکاره کړی دی.

وزیراعلا پخپل یو بیان کې ویلي چې د ویرې اؤ دهشت چاپېریال پیدا کوونکي ترهګر د صوبې دښمنان دي اؤ حکومت به دا ترهګر خپل انجام ته رسوي.

پاکستان کې د ترهګريزو فعاليتونو د څار خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل یو تازه رپورټ کې ويلي دې چې د بلوچستان دننه د ترهګرۍپېښو کې سږکال د اکتوبر د مياشتې په پرتله د نومبر میاشت کې د وسله والو په حملو کې 34 فيصدي کمی ليدل شوی او نومبر کې دغلته 9 حملې شوي چې پکې د دريوؤ امنتیي عسکرو په شمول 11 عام وګړي وژل شوي دي.

رپورټ وايي په دغه مهال بلوچستان کې د وسله والو ضد د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو کې د لا قانونه ډلو 25 ټوپک ماران وژل شوي دي.

دبلوچستان صوبې بیلتون خوښي بلوڅ وسله وال تنظیمونه په امنیتي ځواکونو د کیدونکو زیاتره بریدونو پړه پغاړه اخلي.

دا بیلتون خوښي تنظیمونه ګیله لري چې پاکستان دبلوچستان په ټولو قدرتي وسیلو ناجایزه قبضه کړې ده اؤ ددې صوبې خلک چې دخپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي نو امنیتي اؤ استخباراتي ادارې یې په جبر لادرکه کوي اؤ یا یې هم دعدالت پشي شا وژني.

خو پوځ اؤ حکومت بیا دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي دبلوچستان په وضعیت خرابولو کې د ګاونډي هیواد هند لاس دی.

هند بیا دپاکستان دتورونو برعکس په پاکستان دترهګرو ډلو د سرپرستۍ تورونه لګوي اؤ دعوه کوي چې په هند کې هم ترهګرې ډلې دپاکستان په لمسون اؤ مرسته ترهګري کوي.

دپاکستان اؤ هند ترمنځ دکشمیر دشخړې په سر اړیکې دپیل راهسې تاوژنې دي خو په دې وروستیو کې چې هند دخپلې برخې دکشمیر خپلواکه بڼه ختمه کړې نو دواړه هیوادونه ورسره له یو بله نور هم لرې وتلي دي اؤ دکشمیر په ویشونکې پوله لاین یا لاین اف کنټرول څو،څو کرته د دواړو هیوادونو دځواکونو ترمنځ نښتې هم شوي دي.

دپاکستان دپوځ نوي مشر جنرال عاصم منیر تېره اوونۍ دلاین اف کنټرول دسفر په مهال پوځیانو ته وینا کې ګواښ کړی ؤ چې که هند دپاکستان پرضد دڅه رقم تیري ګام واخستو نو سختې نتیجې به وویني

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG